--
 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دغه سایت له موادو څخه کار اخیسته، د سرچینې په یادونې سره جواز لري

--

Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 

 

 

 

اطلاعاتو ته د لاس رسي ،د بشري حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلي کیدو کې دهغې د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم پیغام

----------------------------------------------------------------------------
 
--
---------------------------------------------------
---------------------------------------------------
 

 

 

 

 

 

 

دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې انځور: دبشري حقونو دفرهنګ د رواجولو له لارې دقانون پرحاکمیت او دموکراسۍ ولاړه ټولنه او دبشري حقونو پلي کونکې قوي غورځنګ رامنځته کول د یوې کارندې مدني ټولنې پربنسټ.

--

----------------------------------------------------------------------------

د شهید اجمل نقشبندي واټ پرانیستل شو: د شهید اجمل نقشبندي واټ نن د افغان ژورنالیستانو د ملي اتحادېې او رسنیو یوشمیر استازو په ګډون رسماْ په کابل کې پرانیستل شو....پاتې...

----------------------------------------------------------------------------

رسنۍ او مدني ټولنه، د دموکراسۍ د فرهنګ په تعمیم کې دوه با ارزښته مسولیتونه د مدني ټولنو بنسټونه، د سیاسي نظام جوړیدو په برخه کې د وګړو د غوښتنو پیغام وړونکي دي. مدني ټولنې پر دولت د اغیز لرونکې بنسټونه بلل کیږي او د وګړو د غوښتو پر بنسټ عمل وکړي. مدني ...پاتې...

افغانستان چې په نړۍ کې له بيوزلو هيوادونو څخه شميرل کيږي دنورو ستونزو تر څنګ وخت ناوخت له طبعي افتونو لکه زلزله طوفان، سيلابونه او نور دې ته ورته پيښو سره مخامخ وي،چې ښه بيلګه يي ورستي سيلابونه دي. په افغانستان کې ورستيو سيلابونو خلکوته دسر اومال درانه زيانونه واړول، دغو سيلابونو د ٢٠٠ په شاوخواکې کسان ووژل په زرګونو جريبه، زرعتي ځمکې ويجاړې کړې او په زرګونو څاروي يي يوړل، په افغانستان کې دبيړنيو حالاتو په وړاندي دمبارزي کميټى، ترڅنګ، بيلا بيلي خيره ټولني هم فعاليت کوي، چې له بيوزلو او زيانمنو شو کسانو سره مرسته کوي، خوددسره سره، په افغانستان کې، داسي يو ه خيريه ټولنه چې د مرستو د راټولولو داسي يو بهير...پاتې...

د ځوانانو فرهنګي شبکې د خپلو فرهنګي بحثونو په دوام داځل هڅه کړې ترڅو د تیاتر د هنر موضوع تر بحث لاندې ونیسي. باید زیاته کړو چې د اوسني بحث یو برخه په بلخ ولایت کې د شبکې د همکارانو له خوا ترتیب شوې اوبله برخه ېې چې هغه هم په همدې موضوع ده او د څو تنو کارپوهانو او محصلینو نظر دی په رادیو صبح بخیر کې د ځوانانو د فرهنګي شبکې د مسول لخوا جوړه شوې. د دغه بحث په لومړۍ برخه کې مو د تیاتر موضوع د تیاتر دیپارتمنت له آمر پوهندوې محمد عظیم حسین زاده او ددغه دیپارتمنت له یوې استادې شکیلا کابلي سره او همداراز ددغه پوهنځي له دوه محصلینو هریو تهمینه او فاطمې سره په همدې اړه مرکه کړې. د دغه بحث په دوهمه...پاتې...

افغانستان له درې لسیزو راهیسې د سترو منازعاتو او جګړو شاهد دی. دا جګړې په بیابیلو بڼو رامنځته شوي. که ددغو دریو لسیزو پیښو ته نظر وکړو، لیدل کیږي چې افغانان تل د کورنیو، سیمه ایزو جګړو او آن د سوړ نړیوال جنګ قربانیان وو. دا جګړې ددې لامل شوې ترڅو افغانان سخت ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي زیانونه وځغمي. دچارو کارپوهان په دې باور دي چې نړیواله سړه جګړه د ټولنیزو غمیزو پیلامه وه. چې وروسته داشان ستونزو اقتصادي ناخوالو ته زمینه پراخه شوه او د فرهنګي تناقضاتو لامل هم وه. په افغانستان کې جګړو او منازعاتو هم په دقیقه توګه دا لار وهلې ده. یو له ترټولو مهمه ستونزه چې د پنځوسمې لسیزې په وروستیو او د شپیتمې لسیزې په پیل کې افغانان ورسره مخ شول ،په بیسارې توګه دافغانانو ګډوالیدل وو چې دې کار بهرته د ګډوالیدو لاره اواره کړه په ځانګړې توګه ګاونډیو هیوادونو ته د ګډوالیدو لارې پرانسیتل شوې. د پام ولړ خبره داده...پاتې...

«اطلاعاتو ته لاس رسی»: اطلاعاتو ته لاس رسی د دموکراتیکو او مردم سالارو دولتونو یو اساسي عنصر دی او دخلکو لاس رسی هغې د وګړو قانوني او طبیعي حق بلل کیږي. د افغانستان دولت هم له څو کلونو راپه دیخوا، دغې برخې ته پام کړې، که څه هم چې په دې اړه لږ بې پامي شوې، خو دولت اطلاعاتو ته د لاس رسي ارزښتونو، بشري حقونو او دموکراسۍ پورې اړوند مفاهیمو خپرولو په برخه کې چې د اساسي قانون په پنځوسمه ماده کې هم راغلي، ځان ژمن بولي او دهغې پلي کولو په برخه کې لیوالتیا لري. د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه، د یو فعالې مدني ټولنې په توګه، له لومړنیو ټولنه څه ده،چې د خپلو نورو پروګرامونو ترڅنګ ددې ښکارندې په اهمیت پوهیدلې او ددغو ارزښتونو په منطقي او اصولي توګه پلي کیدو لارو چارو لپاره په بیلابیلو کچو د ټولنې له هرې برخې سره بحثونه جوړ کړی او دهغې پلي کولو لپاره ېې بیلابیلې تګلارې ترلاسه لاندې نیولي. ددغې راډیويي خپرونې له جوړیدو مخکې د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې ، اطلاعاتو ته لاس رسي حق په برخه کې یو، درې ورځینی ورکشاپ چې په هغې کې د مدني ټولنو استازې له کابل او زونونوڅخه رابلل شوي وو جوړ شو. همداراز شبکې په بامیانو ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه د دوه ورځینی بحث په لاره اچولو سره او همداراز اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د هرات په ولایت کې د یو تحلیلي...پاتې...