Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

08.12.2010

د «عکس اخیستنې هنر» په نوم بحث

کوربه: سید حامد احمدی

د ځوانانو فرهنګي شبکې د خپلو فرهنګي او هنري بحثونو په دوام، داځل د عکس اخیستنې موضوع تر بحث لاندې نیولې.

په دې بحث کې مو د کابل پوهنتون درنو استادانو او محصلینو ته بلنه ورکړې ترڅو د عکس اخیستنې په اړه بحث وکړي.

زموږ درانه میلمانه د هیواد تکړه عکاسان هر یو ښاغلی نعیم کریمي او جمال الدین علیزاده، دي او همداراز د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي محصلینې هر یو فاطمه او نظیفه په دې بحث له موږ سره دي چې له بامیانو، هرات او بلخ ولایتونو څخه به هم میلمانه ولرو.

د ولایتونو ریپوټونه

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په کابل او څو ولایتونو کې یوشمیر هنري او فرهنګي بحث بیا هم جوړ کړ چې ددغو بحثونو لنډ ریپوټ تاسو ته در اوروو.

په هغه بحث کې چې په کابل کې جوړ شو، لومړی ښاغلي فرهاد صافي لومړی د ځوانانو د فرهنګي شبکې د فعالیتونو په اړه حاضرینو ته معلومات ورکړل او زیاته ېې کړه:

دځوانانو فرهنګې شبکه د هیواد په پنڅو ولایتونو کې څانګې لري چې د ځوانانو د فرهنګي شبکې مسولین په ولایتونو کې هم مسولیت لري ترڅو د خپلو اړوندو ولایتونو د محصلینو ترمنځ لازم او ګټور بحثونه جوړ کړي، ترڅو ددغو بحثونو له پایلو څخه په کابل کې یو بل راډیويي بحث جوړ شي چې بې له شکه دا کار به په ټولنه کې اغیزمن وي.

د هغو بحثونو لنډ ریپوټ چې په کابل او ولایتونو کې جوړ شوي داسې دی:

ددغو بحثونو په پیل کې په افغانستان کې د عکاسۍ تاریخچه ولوستل شوه او وروسته پردغو موضوع ګانو بحث او خبرې وشوې:

ټولنیزې ډلې له عکاسۍ سره څه اړیکه لري؟ که یوشمیر عکسونه خپل مخ ته کیږدو، له هغو څخه څه یادولی شو؟ ولی یو عکس مجاز وي او یو نه وي؟ ولی سیلانیان له داسو شیانوعکس اخلي چې موږ لپاره جالب دي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې دیو څیړونکي پام ځانته را اړوي. دا ټولې موضوع ګانې ځوانانو د فرهنګي شبکې په بحثونو کې یاد وشوي او پرې پوره بحث شوی. له دې مخې د عکاسۍ په اړه ټولو پوښتنو ته باید ځواب وویل شي.

ددغو بحثونو په لړکې د راډیويي بحث ټولو ګډونوالو د عکاسۍ موضوع له ټولن پیژندنې سره اړونده وبلله او زیاته ېې کړه:

د عکاسي د ټولن پيژندنې موضوع ، په کلي او اجمالي توګه عبارت دي د عکاسۍ د ټولنیزو فعالیتونو د برخې څیړل. دعکاسۍ فن دنورو انساني فعالیتونو په څیر پراخ اخلاقي او ټولنیز اړخونه لري. لکه څنګه چې د هنر ټولن پیژندنه د هنر په اړه څیړنه کوي،عکس او عکاسي هم د خپلو فعالیتونو په قلمرو کې څیړي. که څه هم چې د عکس اخیستنې او هنري اثر رامنځته کولو ترمنځ د مسلکي او غیر مسلکي والي ترحده تفاوت لیدل کیږي، خو ټولن پیژندنه دا دواړه برخې څیړي. په دې ځاي کې موږ له دواړو خواو سره کار لرو او خپل بحثونه ددغو بدلونونو په پام کې نیولو پرته وړاندې کوو؛ خو د عکاسۍ ټولنیز فهم هغه مهال راپیداي شي چې وشي کولی هغه په یو ټولنیزه ځانګړې برخه کې وڅیړو.

د عکاسۍ او ټولن پیژندنې د زوکړې شیبه یوه ده او ددې دوه ښکارندو د نیږدې والی معني لري. د ټولن پیژندنې له پلوه د هغې معنی داسې ده:

۱- دواړه نوې ښکارندې دي؛

۲- دواړه د صنعتي انقلاب له امله رامنځته شوي؛

۳-دواړه د ټولنې د پیژندنې په برخه کې ګډې دندې لري؛

ټولن پیژندونکي، عکسونه او تصویرونه د هرې ټولنې د فرهنګ یوې برخې په توګه بولي. دا موضوع اوس په ټولنه کې ډیر ارزښت لري، په اوسنۍ نړۍ کې تصویرونه او عکسونه هم په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې شتون لري. موږ اوس دعصر په داسې یو پړاو کې یو چې تقریباْ هرڅه د عکسونو او تصویرونو لخوا بیانیداي شي. رسنۍ هر لحظه زموږ له ژوند څخه په زرګونو تصویرونه جوړوي. په دې راډیويي بحث کې هم دعکسونو له لارې د ټولنیزو ستونزو بیانول، زموږ د ټولنې په ډیری برخو کې عکاسي، فرهنګي او نورو موضوع ګانو ته د خلکو نه لاس رسی تر بحث او څیړنې لاندې ونیول شو.

په راډیو ماښام پخیر افغانستان کې د ځوانانو د فرهنګي شبکې د عکاسۍ ترعنوان لاندې بحث پوښتنې په لاندې ډول دي

:1-  په عمومي توګه په افغانستان کې د عکس اخیستنې هنر څومره ارزښت لري؟

2-  د تصویرونو له لارې د حقیقتونو بیانول تر کومه حده کولی شي په ټولنه کې بدلون راوي؟

3-  په دې ځاي کې دوه موضوع ګانې لیدل کیږي؛ لومړی دا چې ښځې په ډیره کچه د عکاسي له هنر څخه کار نه اخلي او دوهم دا چې نارینه هم په خپلو عکسونو کې د ښځو ستونزو ته انعکاس نه ورکوي، ستاسو په نظر د دې دلیل څه دی؟

4-  څه ډول کولی شو ښځې وه هڅوو ترڅو تصویر اخیستنې ته مخه کړي او آیا دا زمینه هغوئ ته مساعده ده که نه؟

5-  هغه ستونزې چې اوس په افغانستان کې د عکاسۍ په وړاندې لیدل کیږي؟ تاسو ترکومه حده توانیدلی یې دا ستونزې اوارې کړۍ او یا دا ستونزې مسولینو ته واوروۍ؟

6-  ستاسو په نظر د بشري حقونو ښکارندوې عکسونه ترکومه حده کولی شي په ټولنه کې حقوق بشري ستونزې راکمې کړي؟

7-  په افغانستان کې دعکاسۍ په برخو کې کومې ټولنې کار کوي؟

د بحث په پاي کې ګډونوال دې پایلې ته ورسیدل: چی په لومړي ګام کې باید د افغانستان د انځور اخستلو صنعت یوه پیاوړې او اکاډمیک صنعت شی او د افغانستان د ټولنې د ستونزو په اوارۍ کې مرسته وکړي.

د بحث ګډونوالو په افغانستان کې د عکس اخیستلو په وړاندې مالي ستونزې او ځینې نورې ستونزی په ګوته او له هغوې څخه د نه ملاتړ له امله بولي.

همداراز هغوې وړاندیز کوي چې په ټولنه کې باید د عکس اخیستلوفرهنګ رواج شي ترڅو د خلکو ستونزی په سمه توګه نړیوالو ته ننداره شی.

"اوومه فرهنګی خپرونه"