Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


02.03.2011

د «خطاطۍ د هنر» په نوم بحث

کوربه: سید حامد احمدی

د ځوانانو فرهنګي شبکې د خپلو فرهنګي بحثونو په دوام، دا ځل وغوښتل ترڅو د «خطاطی» موضوع تربحث لاندې ونیسي.

په اوسني بحث کې له درنو محصلینو او د کابل پوهنتون استادانو ته بلنه ورکړل شوې ترڅو د خطاطۍ او په افغانستان کې د دغه هنر پرمختګ په اړه خبرې او بحث وکړي.

زموږ ګران میلمانه هریو ښاغلې محمد امین نجفي، سید محمد امین فرزام او حسن انصاري همدا اوس په سټډیو کې حاضر دي او همداراز د ټلفون په کرښه له بامیانو ولایت څخه ښاغلی ابراهیم تولا له موږ سره په اړیکه کې دی.

د خپرونې په سر کې د خطاطۍ په اړه د شویو بحثونو لنډیز تاسو ته وړاندې کوو.

د ولایتونو ریپوټونه:

د ځوانانو فرهنګي شبکې په دې وروستیو کی د خطاطي هنر په اړه او پرټولنې ددغو اثرونو اغیزو په موضوع د محصلینو ترمنځ د مرکز زون په دفتر کی جوړ کړ. همداراز یو بل ورته بحث په کابل کی هم جوړ شو او پر دې موضوع ېې بحث او خبرې وکړې.

په دې بحث کې لومړې د ځوانانو د فرهنګي شبکې په اړه معلومات وړاندې شول: د افغانستان د ځوانانو فرهنګي شبکه د افغانستان په پنځو ولایتونو ک ی څانګې او یو فوکل پاینت لري. په دغو ولایتونو کې د ځوانانو فرهنګي شبکې مسولین هم مسولیت لري ترڅو په دغو ولایتونو کې له محصلینو سره فرهنګي او هنري مسایل بحث او وڅیړي او له هغې څخه ترلاسه شوېې پایلې کابل ته واستوي او په کابل کې بیا هم د ماښام پخیر افغانستان راډیو کې پر ټولو راغلو موضوع ګانو بحث او څیړنه کیږي. چې له دې مخې د کابل او ولایتونود پوهنتونو د محصلینو او استادانو ترمنځ یوډول همغږي رامنځته کیږي او د ولایتونو د پوهنتونو استادان اومحصلین دکابل او نورو ولایتونو د پوهنتونونو له وضیعت څخه خبریږي او د خپلو ستونزو د اوارۍ په برخه کې خپل نظرونه شریکوي.

اوس مو وغوښتل د خطاطي او په افغانستان کې د هغې په وړاندې د شته ستونزو په اړه له درنو میلمنو سره بحث وکړو.

له درنو میلمنو سره مو دغه پوښتنې وڅیړلې:

1- په ټولنیز ډول تاسو په افغانستان کې دخطاطۍ هنر وضعیت څه ډول ارزوۍ؟

2- تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې کوم فعالیتونه شوي؟

3- په ټولنه کي دهنري آثارو له لارې د ټولنې ستونزې بیانول پر وګړو او ټولنې څه اغیزه کولی شي؟

4- په تیرو بحثونو کې مو هم ولیدل او واوریدل چې په هنري برخو کې د ښځو حضور ډیر کم دی د خطاطي په هنر کې دا موضوع څه ډول ده؟

5- څه ډول کولی شو ښځي وهڅوو ترڅو په هنري برخو کې فعالیت وکړي؟

6- هغه ستونزې چې اوس مهال دخطاطي هنر په وړاندې موجودې دي کومې دي؟

7- ستاسو په نظر د خطاطي هنر له لارې څه ډول کولی شو چې د ځوانانو ستونزو ته انعکاس ورکړو؟

8- د خطاطي هنر له لارې تاسو څه ډول د ټولنې ستونزې بیانوي او د هغې داوارې هڅه کوئ؟

د بحث په پاي کې درنو میلمنو او خطاطانو ژمنه وکړه چې په ټولنه کې د خطاطۍ د ترویج او په دې برخه کې د شته ستونزو په اوارۍ کې به لازیاتې هڅې وکړي.

همداراز له هنري مرکزونو څخه د خلکو او هنرمندانو ملاتړ د محترمو میلمنو بله غوښتنه وه.

"اتمه فرهنګی خپرونه"