
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
19:04:2010 افغانستان چې د درې لسيزو جګړو په اوږدوکې خپل هرڅه له لاسه ورکړي، له هم دى امله يي دبيوزلو هيوادو په کتار کې بر ځاي خپل کړي دي ،دنورو بيلا بيلو ستونزو ترڅنګ يوهم،اقتصادي ستونزي دي، چې افغان ولس ورسره لاس او ګريوان دى .
په افغانستان کې دکار دنشتوالي او ټولنيزو ستونزو له امله، اکثره افغانان بهرنيو هيوادو ته ځي، يو شمير افغانان د دی له پاره چې په کوردیننه کار او بار نه لري په سختو قاچاقي لارو اروپايي هيوادونو ته مخه کوي، چي زياتره يي خپل ژوند دلاري په اوږدوکې له لاسه ورکوي، ايران هم دهغو هيوادو څخه شميرل کيږي،چې زيات شمير افغانان ورکې خواري او مزدوري کوي،چې د دغه هيواد دچارواکوله ناوړه چال چلند سره مخا مخ دي، داپه داسي حال کې دي چې په دي ورستيوکې يوشمير افغان زندانيان په ايران کې اعدام شول، دبهرنيو چار وزارت په ايران کې ددري و افغانانو داعدام پخلي کوي،خوپه ولسي جرګه کې دهرات استازي ګل احمدامینی د٤٥افغانانو د اعدام خبر ورکوي . نوموړي دولسي جرګې په عمومي غونډه کې دعوه وکړه چې د٤٥ اعدام شویو افغانانو جنازی له ايران څخه هرات ولايت ته راوړل شوي دي،دغه رازڅه موده وړاندي دولسي جرګې یوه پلاوی ایران ته ترسفروروسته ویلي ؤچې دمګړی په ايران کې څه دپاسه ٥٠٠٠افغانان بنديان دي، چې ٣٠٠٠يي په اعدام محکوم شوي دي. په ايران کې داعدام شویو افغانانو خبر په داسي حال کې خپریږي، چې څه موده وړاندي ولسي جرګې هم په دي اړه تاوده بحثونه درلودل. داچې ولي په ايران کې په دومره زياته کچه افغانان اعداميږي؟ لامل يي څه ، او په دي اړه افغان دولت څه مسوليت لري؟ دغه موضوع به دااونۍ دبشری حقونوپه اړه دغږپه برخه کې وڅیړو. دبحث له پاره مودرانه ميلمانه رابللي، په ولسي جرګه کې دخلکو استازى بيدار ځاځى،اودافغانستان دبشری حقونو دخپلواک کمیسیون دکابل دسیمه ييزدفترمشر ښاغلى شمس الله احمدزي. په بحث کې دګډون په موخه مو دبهرنیو چارو وزارت ویاندښاغلی احمد ظاهرفقیری ته هم بلنه ورکړي وه ،خونوموړي له پخواني ژمنی سره سره ورکې له ګډون څخه ډ ډه وکړه.
|
په ايران کې دافغان بندیانو اعدام