Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 












 

 

 

 




04:04:2010

په هيوادکې دنوي تعلمي کال له پيل نه 15 ورځې مخکې دښوونځيو د زده کوونکوکلني درسونه پيل شول. دا په داسي حال کې ده چې لاهم دهيواد په هغونا امنه سيمو کې چې وخت ناوخته ترې د جګړو رپوټونه خپریږي،په سلګونو ښوونځي تړل شوي دي.

دپوهنې وزير غلام فاروق وردګ د نوي تعليمي کال دپيل پروخت وويل،اوس هم په نا امنه ولايتونو کې 442 ښوونځي تړلي دي، چې له امله يي نږدي 5 ميلیونه ماشومان له زده کړو بي برخي دي، په افغانستان کي له اږدوکلونو راهیسي ښوونځي سوځول کيږي،په بمونو يجاړيږي اولاهم دغه لړي روانه ده څو ورځي دمخه په خوست ولايت کې يوبل ښوونځې دنامعلومو کسانوله خو اوسوزول شو.

دپوهنی وزارت دخپرو شو یوشمیرو له مخي ډیری ښوونځي دهیواد په سویل کې دجنګ جګړو له امله تړل شوي دي، دا په داسي حال کې ده، چې په دی وروستیو کې طالبانو رسنيوته ویلی: هغه کسان چې ښوونځي سوزوي، تړي او يا هم د زده کوونکو مخه نيسي ددي په خواکې چې د دوي کسان نه دي،که وپيژندل شي سزابه ورکړي،له بلی خوا دغزني ولايت دپوهني رييس حسن مبارک عزيزي، دیوی تیليفوني اړيکې پر وخت صبح بخير افغانستان ته وويل: په دغه ولایت کې دقومي مشرانو په هڅودوی توانيدلي ترڅو طالبان دی ته اړکړی چې د ټولو تړل شو يو ښوونځيو د بیا پرانستلو اجازه ورکړي، خو د افغانستان په نورو ولايتونو کې په سلګونو ښوونځي لاهم تړلې پاتي دې چې له امله يي په ميلیونونو افغان ماشومان له زده کړي بي برخي شوي دي، داچې په هیوادکې څومره ښوونځي تړل شوي دي؟

دنوي تعليمي کال له پيل نه راپه دي خوا څو مره ښوونځي بیرته پرانستل شوي دي؟

څه بايد وشي چې په هيوادکې ټول تړل شوي ښوونځي له سره پرانستل شي؟

دغږ خپرونه موهمدي موضوع ته ځانګړي کړي.

د دغه بحث دڅيړلو لپاره مو درانه ميلمانه را بللي، دپوهني وزارت دخپرونو او اطلاعاتو رئیس محمد آصف ننګ او دچارو شنونکې ښاغلی محمد اسحاق اتمر.

تړلي ښوونځي او بشري ستونزې!