Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 













02:03:2010

په وروستيو څوکلونوکې په افغانستان کې دروانې جګړې په ترڅ کې زرګونه ملکي وکړي وژل شوي، اولاهم دغه لړۍ په چټکې سره روانه ده ، ملکې وګړي چې دجګري اصلې بلهاریان یا قربانيان بلل کيږ ي، هره ورځ له مرګ ژوبلې سره مخ دي، اکثره ملکې وګړي دنړیوالو ځواکونوپه هوايي بمباریو،دافغان اوبهرنیوځواکونوپه ځمکنیو عملیاتواو ددولت دوسله والومخالفینوپه بریدونو، دسړک پرغاړودځای پرځای شویوماینونودچاودنی،ځانمرګه بریدونو، او دناامنیوپه نوروپیښوکې خپل خوږ ژوندله لاسه ورکوي

داپه داسې حال ده چې څه موده وړاندي ائتلافي ځواکونو په دايکنډی ولايت کې دملکې وګړوپه هغو۳موټروهوايي بمباری وکړه چې د کندهار پر لورروان ؤچې په پایله کې يي ٢٧ملکې وګړی ووژل شول او١٢نور ټپيان شول.

له یادی پيښې وړاندي دهلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د نړیوالوځواکونو د درنو وسلو په ډزوکې یوازئ دیوي کورنۍ ۱۲غړي ووژل شول.

داچې ولې دملکې وګړووژنه پاي ته نه رسيږي؟
ترڅوپوری به دغه شان پیښي دوام مومې؟
د دا ډول پيښو اغيزي به په افغان ولس او دولت څه وي؟
د دې له پاره چې ملکې وګړوته مرګ ژوبله وانه وړي بايد څه وشې؟

دا اونۍ دبشری حقونوپه اړه دغږبرخه دهمدی موضوع ارزونی ته بیله شوي.

د یادونې ده چې په دغه بحث کې له موږسره د سیاسي چاروشنونکې عبدالستارسعادت او د افغانستان دبشري حقونودخپلواک کمیسیون په استازولی ښاغلى شمس الله احمدزى ګډون کړی ؤ.

ولې ملکې وګړي وژل کيږي؟