Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 




02:02:2010

په افغانستان کي دنورو ټولنيزو ستونزو په خوا کې يوهم دښځو په وړاندي د تاوتريخوالي ستونزه ده، ښځي چې دټولنې يوه مهمه برخه جوړوي په هيو اد کي له ډول ډول زورزياتي سره مخامخ دي. هغه څه چي د ښځو د ژوندانه پر وړاندي ستره ننګونه بلل کيږي، جبري ودونه دي. لاهم دهیواد په بیلابیلو سیمو کې جبري ودونه اودې ته ورته نور ناسم دودونه دوام لري.

دا په داسي حال کي ده چي په دي ورستيوکي دجبري ودونو او کوژدو په سبب، ډيري زړه بوګنونکي پيښې رامنځ ته شوي، چي يوه يي د بغلان ولايت په تاله وبرفک ولسوالي کي، ديوې ځوانې انجلۍ ځان وژنه وه. د دغي ١٩کلنې انجلۍ دځان وژني لامل، جبري کوژده ښودل شوي ده. بله دردونکي پيښه دفرا ولايت د مرکزپه کوک شيرسيمه کي رامنځ ته شوه، په دغه پیښه کې هم يوې ١٧کلنې انجلۍ دورته کړني له امله خپل ځان غرغره کړ.

دبشري حقونودرپوټ له مخي د روان کال په١١مياشتوکې دټول هیواد په کچه د ښځو پروړاندي د تاوتريخوالي ۱۱۱پيښې ثبت شوي دي، له یادي شمیری څخه مالوميږي چي هره مياشت له ١٠٠نه زياتي پيښي رامنځ ته شوي دي

داچي ولي په هیواد کي د تاوتريخوالي کچه دومره لوړه ده؟ اوڅه بايد وشي چي په هغو کې کموالی رامنځ ته راشي؟

دبشری حقونوپه اړه دغږ برخه دا اونۍ دهمدي موضوع ارزونی ته بیله شوي ده.

په دې اړه په خبرواتروکې په ولسي جرګه کې د خلکواستازي اغلې پروین درانی ،د شمال زون دبشری حقونو د خپلواک کمیسیون مشر ښاغلي زیدالله پیوند، اود ښځو چارود وزارت په استازولې اغلې فوزیه امیني ګډون کړي دي.

دښځو پر وړاندي تاوتريخوالى