Copyright 2007-2012
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 












 

 

 



19.09.2011

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکزیي په نیویارک کې دی تازه په افغانستان کې د سیمه ییزو پولیسو د ناسمو کارکړنو په اړه یو رپوټ خپور کړي دي.

په رپوټ کې ویل شوي په هغو سیمو کې چې ځاېي پولیس یا اربکیان فعالیت کوي په وژنو، جنسي تیریو، یرغمل نیونو، د دولتي او شخصي جایدادونو په غصبولو او نورو ناسمو کړنو لاس پوری او په ښکاره له بشري حقونونه سرغړونه کوي.

تردې مخکې هم د هیواد له ځینو سیمو څخه خلکو د سیمه ییزو پولیسو له فعالیتونو څخه شکایت لاره.

په یاد رپوټ کې چې دتیرې دوشنبې په ورځ خپورشو راغلي، داسي لاسوندونه ترلاسه شوي چې پر بنسټ يي دافغانستان د کورنیو چارو وزارت په چوکات کې ځاېي پولیس په ځانګړۍ توګه په هرات، بغلان او ارُزګان ولایتونو کې له بشري حقونونه په سرغړونه تورن بلل شوي دي.

دا چې افغان دولت په ځانګړۍ توګه د کورنیو چارو وزارت ددغه رپوټ په اړه څه نظرلري؟

یاد رپوټ څومره پر ځای او له واقعیتونو سره اړخ لګوي؟
او څه باید وشي ترڅو؛دځاېي پولیسو د فعالیت له امله رامنځ ته شوي لانجه او اره شي؟
د بشري حقونوپه اړه دغږ برخه دا اوونۍ د همدي موضوع ارزونې ته بیله شوي.

د بحث درانه میلمانه دي:
۱-په ولسي جرګه کې د کندز ولایت استازې آغلې شکریه پیکان.
۲- دافغانستان دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون دمرکزي سیمه ییز دفتر رئیس ښاغلي شمس الله احمدزي.
۳-د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ښاغلي نجیب الله نیکزاد.

له بشري حقونو نه دسیمه ییزو افغان پولیسو سرغړونه