
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
05:01:2010
په هیوادکې دطالبانودواکمنۍ له ړنګيدوورسته په زرګونو ملکي وګړي وژل شوي اودغه لړی لاهم دوام لري. زیاتره ملکي وګړي دنړیوالوځواکونو په هوايي بمباريو او ددولت دوسله والومخالفینوپه درنوبمی چاودنواونورو ترهګریزو بریدونوکې ووژل کيږي. چی ښه بیلګه يي په دې وروستیوکې دبغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کي دبهرنيوځواکونودهوايي بمباریو په سبب ۴ملکي وګړي ووژل شول او۸ نورټپیان شول.
داپه داسی حال کی ده چی ا فغان حکومت په واروارپر نړیوالو ځواکونوغږکړی چې دجګړی پروخت له بشپړ ې ځیرټیا څخه کارواخلي. خوله دې ټولوسره لاهم په افغانستان کې دملکی وګړومرګ ژوبله دوام لري. دبشری حقونوپه اړه دغږبرخه دااونۍ دهمدی موضوع ارزونی ته بیله شوي. په دې اړه خبرواتروکې دسیاسی چاروکارپوه فضل الرحمان اوریا اودافغانستان دچاپیریال ساتنی اوبشری حقونو دسازمان مشرعبدالرحمان هوتکی ګډون کړی اودموضوع اړوندپوښتنوته یې ځوابونه وویل.
|
څه ډول شونې ده چې په هیوادکې دملکی وګړودمرګ ژوبلی مخه ونیول شي؟