Copyright 2007-2012
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 












 

 

 

 

 

 

 



12.09.2011

په افغانستان کې د څه د پاسه ۳ لسیزو جنګ جګړو په سبب، په میلیونونو افغانان شهیدان، معلول او د نړۍ ګنو هیوادوته کډوالې ته اړشول، د یادو ناخوالو له امله افغانان د ژوندانه په بیلا بیلو برخو کې له بی شمیره ستونزو سره مخ او لاهم دغه حالت څه ناڅه روان دي.

لاهم په هیواد کې دجنګ جګړو له امله ورځ تربلې د کونډو او یتیمانو په شمیرکې زیاتوالي رامنځ ته کیږي.

افغانانو د یوه خپلواک او پیاوړي افغانستان د جوړیدو په هیله له سرو لښکرو سره د خپل سر په بیه مبارزه وکړه، خو د زیاترو هغو کسانو قربانۍ له یاده ایستل شوي او یاهم دهغوی د کورنیو غړي له پامه غورځول شوي دي.

په داسي حال کې چې د وږي اتلسمه د ملي اتل احمدشاه مسعود او د نورو شهیدانو په یاد په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو کې لمانځغونډي جوړیږي، خو د افغان جګړۍ د شهیدانو او معلولینوګڼ شمیر کورني له راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان او لکه څنګه چې ښايي ورته پاملرنه نه ده شوي.

د یادو کورنیو غړي له هغو بډایو افغانانونه چې هغه د چاخبره د همدغو شهیدانو د سرښیندنو په پایله کې يي بې شمیره پانګه اوشته تر لاسه کړي ګیله لري چې له دوی سره يي هیڅ راز مرسته نه ده کړي.

دا چې دشهیدداوونۍ لمانځنه، د دوی په نامه د ځینو ځایونو نومونه او د پراخو غونډوجوړول به د شهیدانو پر کورنیو څه اغیز او آیا د هغوی ستونزې به پرې اواري شي؟

افغان دولت، مرستندویه ټولنو او په ځانګړې توګه بډایه افغانانو له یادو کورنیو سره د مرستو په موخه څه کړي؟
څه باید وشي چې د هغوې رواغوښتنوته پاملرنه وشي؟
دبشري حقونوپه اړه دغږبرخه دا اوونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي.

د بحث درانه میلمانه دي:
۱- د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت سلا کارقاضي عبدالوکیل وثیق.
۲- د مشرانو جرګې د شهیدانو، معلولینو او کډوالو چارو د کمیسیون غړی سناتور عبدالباقي بریال.
۳- د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون غړی ښاغلی اسعد ساپۍ.

دافغان جګړۍ دشهیدانو او معلولینو د کورنيو ستونزي