
Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
11.04.2011 په افغانستان کې تيرو درې لسيزو جنګ جګړو په اوږ دوکې افغانانو بې شميره ګړاونه وګالل، دروسانو له ايرغل څخه را په دې خو بيا د کورنيو جګړو په ترڅ کې افغانانو هر ډول هستۍ او شتمنې له لاسه ورکړى. د دغو جنګ جګړو په اوږدو کې په ميلونو افغانان مړه او ټپيان شو ل او ګاونډيو هيوادونو ته کډوال شول. په هيواد کې د روانو جګړو له امله کلي او ښارونه په کنډوالو بدل شول، عامه بنسټونه له منځه لاړل، د دې ټولو ناخوالو په خواکې تر ټولو ستره ننګونه چې افغانان له څولسيزو ورسره لاس او ګريوان دي.
په هيواد کې د ميلونو ماينو او ناچاودو توکو شتون دي. د دغو ماينونو او ناچاودوتو په چاودنو کې په زرګونو کسانو خپل ژوند او ياهم دبدن غړي له لاسه ورکړه. چې اوس هم دهرې مياشتې په اوږدوکې نيږدي ٥٠ تنوته د ماينونو د چاودنې له امله مرګ ژوبله اوړي. تيره يک شنبې دماين سره دمبارزې نړيواله ورځ وه، په افغانستان کې دماين پاکۍ دموسيسې دمشر محمد شهاب حکمي په ينا ، په هيواد کې له ٢٠ کلونو څخه را په دې خوا ١٦٠٠ کيلومتر مربع ځمکه په څه باندې ١٠٠ ولسواليو کې د ماينونو او ناچاودو توکو څخه پاکه شوې، چې اوس هم د دغې موسيسې ١٤ زره کارکونکي په افغانستان کې دماين پاکۍ په چارو بوخت چې تر راتلو نکو د ريو کلو پور به له ټول افغانسان څخه ښخ شوي ماينونه او ناچاودي توکي پاک شي. دا چې په دريو کلونوکې له هيواد څخه دماينونو او ناچادو توکو دټغر ټوليدل څومره امکان لري؟ په افغانستان کې دماين پاکۍ په وړاندې سترې ستونزې څه دي؟ څه بايد وشي چې افغانان دماينونوله شرڅخه وژغورل شي؟ د نن په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کوو. په ستديوکې را سره ميلمانه دي، په افغانستا کې د ماين پاکۍ يا MDC موسيسي مشر انجنير محمد شهاب حکيمي، او په ولسي جرګه کې دخلکو استازې اغلې زيفنون صافي ده.
|
په افغانستان کې د ماينونو ستونزه!