Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 












 

 

 

 



 

17:05:2010

افغانستان دتیرو ۳لسیزو جګړو په اوږدوکې دسختو بشری ناورینونو شاهدؤ، په دغه موده کې چې قانون واکمن نه ؤ اودواک خاوندانو له خپل قدرت نه په استفادی سره بی شمیره جرمونه ترسره کړل ،ددغو جنګ جګړو په پایله کې په لسګونونوزره بی ګناه افغانان په بیلابیلو ډولونو ووژل شول.

دخلکو شتمنۍ لوټ اوجایدادونه یی غصب شول لنډه داچې پربشری حقونوبی شمیره تیری وشول. په هیوادکې دلنډمهالی اداری له جوړیدو وروسته، داسی انګیرنه وه چې ښايی ټول هغه کسان چی په جنګې جرمونوتورن دی دمحاکمی میزته راکش شي، خوکله چې په دی وروستیوکې دعمومی بښنی قانون په رسمی جریده کی خپوراونافذ شو، دغه کار دبشری حقونوددفاع ډلواومدنی ټولنوله کلک غبرګون سره مخ شو.

په دغه قانون کې ټولو هغوکسانوته بښنه شوی چې دافغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل اوله بشری حقونونه دسرغړونی تورونه پری لګیدلی دي.

په دی اړه دانتقالی عدالت دهمغږی ډلی په هغه غونډه کې چې دبشری حقونو اومدنی ټولنو د۲۴بنسټونواو دجګړی دقربانیانواستازوهم ورکې ګډون درلود،یادقانون له تلپاتي سولې سره مخالف اودهغودلغوکیدوغوښتنه يي وکړه.

خودعدلېي وزارت په وینا:یادقانون دټولو قانونی پړاونوله بشپړولووروسته نافذاوکه څوک يي په اړه نیوکه لري نوکولی شي چې دملی شوراپه مرسته يي اواره کړي. دبشری حقونوددفاع ډلو نیوکه داده چی دغه قانون هغوکسانوته قانونی خوندیتوب ورکوی چی دجنګی جرمونوتورپری لګیدلی،اوپه راتلونکی کی هم دغه شان کړنوته لارپرانیږی.

دبشری حقونوفعالان دغه قانون دانتقالی عدالت په وړاندی سترخندبولی ،خوچارواکی بیاهغه دسولې اوملي پخلاینی له اره اړین بولی.

داچی باید له جنګی مجرمینوسره څه ډول چال چلند وشی؟ آیادغه قانون به دسولې اوپخلاینی له پاره ګټوروی؟ په دی اړه به دجګړی دقربانیانوغبرګون څه وی؟ دبشری حقونوپه اړه دغږبرخه دااوونۍ همدی موضوع ارزونی ته بیله شوي ده.

دخپرونی میلمانه دي:

دافغانستان دبشری حقونوپه خپلواک کمیسیون کې دانتقالی عدالت مسوول رحیم الله رامع.

په ولسي جرګه کې دکندهارولایت استازی خالدپښتون، اودچاروشنونکی ډاکترمنقادالرحمن رودوال.

د بښنی قانون او د بشری حقونو او مدنی ټولنو غبرګون!