Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 












 


 

 

 

30.08.2010

افغانستان چې په نړۍ کې له بيوزلو هيوادونو څخه شميرل کيږي دنورو ستونزو تر څنګ وخت ناوخت له طبعي افتونو لکه زلزله طوفان، سيلابونه او نور دې ته ورته پيښو سره مخامخ وي،چې ښه بيلګه يي ورستي سيلابونه دي. په افغانستان کې ورستيو سيلابونو خلکوته دسر اومال درانه زيانونه واړول، دغو سيلابونو د ٢٠٠ په شاوخواکې کسان ووژل په زرګونو جريبه، زرعتي ځمکې ويجاړې کړې او په زرګونو څاروي يي يوړل، په افغانستان کې دبيړنيو حالاتو په وړاندي دمبارزي کميټى، ترڅنګ، بيلا بيلي خيره ټولني هم فعاليت کوي، چې له بيوزلو او زيانمنو شو کسانو سره مرسته کوي، خوددسره سره، په افغانستان کې، داسي يو ه خيريه ټولنه چې د مرستو د راټولولو داسي يو بهير پيل کړي ترڅو وکولي شي له ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو څخه چې مالي امکانات په واک کې لري وړيا مرستې راټوله او دطبعي پيښو پروخت يي په لازمو لارو چارو ولګوي، داچې له سوداګرو او نورو پانګوالو څخه په څه ډول بايد داډول مرستي راټولي شي؟

تردې محاله خيريه ټولني ولي نه دي توانيدلي چې داډول مرستي دخصوصي سکتورله لاري راټولي کړي، آياد آبادي ته ورته نوري لاري چاري شته چې داډول مرستي راټولي او دطبعي پيښو پروخت ولګول شي؟

دا او نوري پوښتني به دنن ور‌ځي په بحث کې له خپلو درنو ميلمنو سره مطرح کړو.

دبحث دڅيړلو لپاره په ستيديوکې راسره دچاروشنونکى:

ډاکتر منقعادالرحمان رودوال، د ټيلفون په ليکه راسره، په ولسي جرګه کې دخلکو استازې او د مالې او بوديجې دکميسون غړې شنکۍ ذهين کړو خيل، ده.

په دغه بحث کې مودګډون لپاره دافغانې سرې مياشتې مسؤلينوته هم بلنه ورکړې وه، خودو په بحث کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

آيا بشري مرستي يواځي دخيريه ټولنو دنده ده؟