
Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه
«نیلو»، داستاني مجموعه دکال ترټولو غوره اثر
نیلو، دافغانې لیکوالې آغلې بلقیس مکیز دلنډو داستانونو دریمه مجموعه ده، چې په دې وروستیو کې خپره شوې ده. دغه اثر په پښتو ژبه لیکل شوی دی، چې دیارلس لنډ داستانونه لري، او دهغه کانکور چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لوري جوړشوی وو کاندید هم وه، په دغه پروګرام کې د نیلو د داستانونو مجموعې ترنور لوړ ځاي ترلاسه کړ، او لومړي مقام ګټونکې شوه. د نیلو داستان دیوې افغانې میرمنې دردونکې تیرشوي ژوند انځور دی، چې د بلقیس مکیز له لوري دیوعاطفي داستان په توګه لیکل شوی. په دغه داستان کې نیلو دهغو ناوړه ټولنیزو دودونو چې دناوړه سنتونو څخه راپیداشوي قرباني کیږي. په دغه کانکور کې بلقیس مکیز یو له هغوافغانو میرمنو څخه چې د ادبیاتو په برخه کې زیات کارکړی وپیژندل شوه. چې په لیکنو کې په ټولنه کې د ښځو پرونډې زیاته پاملرنه شوې، او دهغوۍ ټولنیزې ،اقتصادي او سیاسي ستونزې رابرسیره کړي. بلقیس مکیز، په ۱۹۵۰ میلادي کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې په ټولنه کې د ښځو د ونډې په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي. د بلقیس مکیزې زیات آثار خپاره شوي چې مهم یې «مات قلم»، «تپ» و «نیلو» یادولی شو. میرمن بلقیس مکیز، اوس د افغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې د دارالانشاه مسولې په توګه کار کوي. دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې د خپرونو او اطلاعاتو څانګه میرمن مکیز ته دغه ارزښتمنه بریا دزړه له کومې مبارکي وايي، او په دغه ستره لاره ورته د زیاتو بریاو هیله کوي. د کتاب مینه وال کولې شي د شبکې ادارې سره د اړیکې په نیولو دمیرمن بلقیس مکیز دغه کتاب ترلاسه کړي.
|