
Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
د لوي او بښونکي خداي په نامه
د «مدرسې»، په نوم د فلم له پرانیستنې او خپریدو څخه د مخنیوي په اړه د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې، د «مدرسې»، په نوم فلم چې د دهیواد دبریالي فلم جوړونکي، اسد سکندر له کارونو څخه دی له پرانیستنې او خپرولو مخنیوی وشو. دا فلم دافغانستان د هغو وګړو د ژوندانه د ستونزو ښودنه کوي چې په ګاونډي هیواد ایران کې ګډوال دي او اوسیږي. د «مدرسې»، په نوم فلم چې د افغانستان د ملي قوانینو له منل شویو معیارونو سره برابر جوړ شوی دی، په هیڅ ډول دملي او نړیوالو قواعدو او موازینو څخه سرغړونه نده، او په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د ژوندانه د وضعیت ښه والي په موخه طرحه شوی دی. دا فلم چې له هنري او ټولنیز نظره، د چارو مسولینو ته ستر پیغام لري، کولی شي په ټولنیزو او فرهنګي مسایلو کې کارنده ونډه ولري. د «مدرسې»، په نوم د فلم له خپریدو او پرانیستنۍ څخه مخنیوی، د « سیاسي او مدني حقونو د نړیوال کنوانسیون »، پرخلاف کار دی او په ځانګړې توګه دا عمل د هغه کنوانسیون د شلمې او یو ویشتمې مادو سره په ټکر کې دی. اخوا د دې فلم له خپریدو څخه مخنیوی، « د عامه رسنیو له قانون »، او د اساسي قانون له ارزښتونو څخه، سرغړونه بلل کیږي. دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، چې په هیواد کې د بشري حقونو په برخه کې له دوه نوي فعالو غړوټولنو څخه جوړه شوې ده، له مس ئ ولو ادارو او مراجو څخه په ځانګړې توګه دهیواد، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړي ترڅو د دې فلم پرانیستنې لپاره لاره اواره کړي او د بیان او رسنیو آزادۍ په وړاندې له هر ډول ګواښ څخه مخنیوی وکړي. کابل ـ افغانستان |