Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه

اروا ښاد حفیظ حیدر ته په درناوي سره

درنو وطنوالو!

په ډیرې خواشنۍ او دتلسیت په ویلو سره تاسو ته اعلانوو، چې زموږ ګران او صمیمي همکار ښاغلی حفیظ الله حیدر، چې د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې له پیله موږ او تاسو سره همکار وه، دزړه د ناڅاپي حملې له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

دافغانستان د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه ددغه همکار د مړینې په غم شریکې کې خپلې ټولې اجرایوي خپرونې د لسو ورځو لپاره ځنډوي، او دخداي بښلي له کورنۍ سره دغم په مراسمو کې ځان ګډبولي. دمدني تولنې اوبشري حقونو شبکې د دارلانشا برخه د ښاغلي حفیظ الله د د تیر ژوند په یاد د هغه لپاره د یادښتونو یوکتاب پرانیستی دی. د هغه دوستان او همکاران کولی شي د خداي بښلي په اړه خپل یادښتونه ولیکي.

ښاغلی حفیظ الله حیدر، یو صمیمي اود کار مینوال کس وه. څلور کاله مخکې کله چې هغه له شبکې سره یوځاي شو نه ستړيکیدونکي هڅې ېې وکړې او ډیرژر ېې له ټولو همکارانو سره ښې او نږدې اړیکې پیداکړې او هغه دټلو په غم او ښادۍ کې شریک وه.

حفیظ الله حیدر دخپلې کورنۍ لپاره،یوښه پلار،ښه زوي اوښه ورو وه. دهغه بې وخته مرګ دهغه کورنۍ او د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه غمجنه کړه. هغه شان کلمې چې وشي کولای دغه غم پرې یادکړو نشته.

له ښاغلي حفیظ الله حیدر، میرمن اوپنځه ماشومان پاتې شول.

دهغه روح دې ښاده وي!

دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې دارالانشا