Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 



د لوي او بښونکي خداي په نامه

د افغانستان په اړه د لیزبون د پریکړه لیک په تړاو ، د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اعلامیه

د ۱۳۸۹ کال /۰۹/۰۹، سمون لري د۲۰۱۰ کال /۳۰/۱۱
کابل ـ افغانستان

د شمالي اتلانتیک تړون یا (ناټو مشرانو)، له ناټو سره د یوشمیر همکارو دولتونو او د نړیوالو ټولنو یوشمیر مشرانو او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ۲۰۱۰ کال د نوامبر په ۱۹ د جمعې په ورځ د لیزبون په غونډه کې ګډون وکړ، او د شنبې په ورځ چې د نوامبر ۲۰ نیټه وه د افغانستان پورې مربوطو موضوع ګانو په اړه ېې خبرې وکړې.

د لیزبون په غونډه کې، د ناټو او افغانستان دولت ترمنځ یو پریکړه لیک لاسلیک شو، چې د هغې له مخې به د ۲۰۱۱ کال له پیله، بهرنیوځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیت سپارل پیل او تر ۲۰۱۴ میلادي کاله به د ټولو سیمو امنیتي مسولیت افغان ځواکونه په واک کې ولري.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې له نظره، د لیزبون غونډه د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې یو مهم ګام بللي کیږي. دې غونډې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالې ټولنې او امریکامتحده ایالاتونو د لیدلورو د بدلون پیغام له ځانه سره لاره.

بې له شکه چې د افغانستان خلک او مدني ټولنه غواړي، چې د افغانستان پوځي ځواک، باید دخپل هیواد دخپلواکې د دفاع توان ترلاسه کړي او دخپل هیواد ا وګړو د امنیت مسولیت په غاړه واخلي؛ خو په دې اړه هرډول پریکړه باید د کره او دقیقو محاسبو وروسته د عیني واقعیتونو له مخې وشي. افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیت د سپالو د لارو چارو د برابرولو په اړه په « پیړه » او « له روڼتیا پرته » اوهمداراز له جزیاتو خپریدو مخکې پریکړو دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه او د هغې غړې ټولنې اندیښمنې کړي دي.

نړیواله ټولنه د مهمو سیاسي او پوځي پریکړو په اړه، باید یواځې د افغانستان له حکومت سره پر مشورې بسنه ونکړي، بلکې له نور لارو لکه د افغانستان د مدني ټولنې – د خلکو رایې څخه هم کار واخلي.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه یوځل بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې امنیت اوثبات نه یوازې دا چې د خلکو حق او اړتیا ده، بلکې د نړیوالې ټولنې غړو ته په خپلو ټولنو کې دامنیت راوستو لپاره یوه اړتیا ده. نو له دې مخې په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ او پرمختګ په خاطر د نړیوالو ټولنې اوږدمهالې همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږي.

افغان ځواکونو ته په داسې حال کې د امنیت سپارل چې ورځ په ورځ امنیتي ګواښونه پراخوالی مومي او د هیواد پوځ د جګړه ایزو توکوله نشتوالي او پوځي ټیټي روزنې څخه اندیښنه لري، اداري فساد او د ماتیدونکي سیاسي ثبات شتون او نورو موضوع ګانو پر نظام د خلکو باور کم کړی دی، د نړیوالو ټولنې لخوا د څلورو کلونو په موده کې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو او د افغانستان د پریښودو طرحه اندیښنه راپارونکي ښکاري.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه په داسې حال کې چې د هیواد د امنیتي وضعیت په اړه په جدي توګه اندیښنه لري او د افغانستان د امنیتي چارو په اړه هر ډول بیړنۍ پریکړه ددې هیواد راتلونکي لپاره خطرناکه بولي، لاندیني موردونه وړاندیز کوي:

1. د افغانستان حکومت باید د امنیتي پروګرامونو او سیاستونو په ځانګړې توګه د لیزبون د نویو پریکړو په برخه کې د افغانستان مدني ټولنو او خلکو ته ، اطلاعاتو ته د لاس رسي زمینه برابره کړي. موږ اندیښنه لرو چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتو سره به افغانستان یوځل بیا له کړکیچ سره مخ شي او د ترهګرو د مشرۍ مرکز جوړ شي.

2. دافغانستان کړکیچ پراخ کورني، سیمه ایز او نړیوال لاملونه لري. دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه له ناټو، امریکامتحده ایالاتونو او د اروپايي هیوادونو له اتحادېې څخه غواړي چې د امنیتي مسولیت د سپارلو په لړکې، د دندې د ترسره کولو د توان لرلو موضوع او سیمه ایز ګواښونه په پام کې ونیسي. په سیمه کې امنیتي ګواښونه له هغې ډیر جدي دي چې افغان امنیتي ځواکونه دې ترڅلورو کلونو د هغې د کابو کولو توان پیداکړي.

موږ په دې باور یو چې د امنیتي ځواکونو د روزنې او سمبالولو ترڅنګ، د حکومتدارۍ او دموکراتیک نظام ښه والی هم اړین دی چې دې موخې ته تر رسیدو اوږده لاره پرمخ کې ده چې په دې برخه کې د هرډول بیړې څخه کار اخیستل به د نهو کلونو ټولې لاسته راوړنې له منځه یوسي،چې له شکه پرته به د دې ښکارندې له منفي اغیزو څخه نړیوال ټولنه هم په امان کې پاتې نشي.

3. دافغانستان د کړکیچ اواری، د ګاونډیو هیوادونو له لیدلورو سره نه پریکیدونکې اړیکه لري. دافغانستان د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه په دې باور ده چې کارنده خبرې اترې او په ځینو وختونو کې د سیمې پرهیوادونو د نړیوالې ټولنې دیپلوماتیک فشار کولی شي په افغانستان کې د سولې پالنې او امنیت په ټینګښت کې ژوره اغیزه وکړي. دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا او د افغانستان له اسلامي جمهوریت څخه غواړي ترڅو په دې اړه یولړ اقدامات وکړي.

4. لکه څنګه چې د افغانستان د مسلې اواری یوازې د جګړې په بندیدو کې ندی او د سولې پالنې دوامداره پروګرام ته اړتیا لري، د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې پراقتصادي ،ټولنیزو او فرهنګي جوړښتونو زیاته پاملرنه وکړي او په افغانستان کې د دولت جوړونې لړۍ ګړندۍ کړي.

5. د بشري حقونو ارزښتونه د نړیوالې ټولنې د ملاتړې فلسفې له جزیاتو څخه دي، دا ارزښتونه هغه مهال پلي کیداي شي چې افغانستان د فعاله دولت ترڅنګ، له فعالې مدني ټولنې څخه برخمن شي. د افغانستان دکړکیچ اواری د مدني ټولنې له فعالې ونډې پرته نامعقوله ښکاري. دافغانستان د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي ترڅو د بشري حقونو ارزښتونه،مدني ټولنه او دموکراسي په افغانستان کې دخپلو کارونو په لومړي توب کې راولي.

6. د افغانستان د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه، له ملګرو ملتونو څخه غواړي، چې ددې سازمان د منشور له مخې، د نړۍ په سوله او امنیت کې د ملګرو ملتونو سازمان د ونډې په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د سولې، ثبات او دموکراسۍ پر پلي کیدو خپله اغیزه وکاروي.

لکه څنګه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې مشروعیت ترلاسه کړی، د دې ماموریت پاي باید هم د ملګرو ملتونو سازمان له لارې مطرح شي.

7. د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، د هیواد له پارلمان څخه غواړي ترڅو د لیزبون پریکړه لیک او د هیواد امنیتي پالیسې په دقت سره وڅیړي او د امنیتي پالیسو د پیاوړتیا په خاطر له خلکو او مدني ټولنو سره پراخې مشورې وکړي.

8. د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، له مدني ټولنو، عمومي رسنیو، سیاسي او پوځي کارپوهانو، ولایتي شورا ګانو او د هیواد له فعالو وګړو څخه غواړي، ترڅو د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه، د سیمې د ګواښونو په پام کې نیولو سره خپله ملي وجیبه ترسره کړي، د امنیتي موضوعګانو په اړه د کارنده بحثونو په جوړولو د نړیوالو پر فکرونو او سیاستونو د اغیزې زمینه برابره کړي.

د آزاد او آباد افغانستان په هیله