Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

اطلاعاتو ته د لاس رسي، د بشري حقونود فرهنګ ترویج
او د دموکراسۍ په پلي کیدو کې دهغې ونډې
ترنامه لاند څیړنیز سمپوزیم ته،
دافغانستان د اسلامي جمهوریت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ورلیږل شوی پیغام

درنو حاضرینو!

میرمنو او ښاغلو!

د روانې پیړۍ له دوهمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د « د مطبوعاتو خپلواک ریاست » په نوم یو دولتي ارګان رامنځته شو چې ددې ادارې په چوکاټ کې د راډیو اداره، تیاتر او څو دولتي ورځپانې او یوشمیر فرهنګي ادارو فعالیت درلود. د څلویښتمې لسیزې په لومړیو کې دا ریاست په وزارت بدل شو. د هیواد ډیرې پوهان په دې باور وو چې ددغه وزارت په نوم کې یو ډیر مهم او اړین عنصر نه لیدل کیږي چې هغه مهم عنصر «اطلاعات» او اطلاع رسونه وه.

له همدې امله وروسته له هغې چې دا ریاست وزارت ته ارتقاع وکړه، هغه اساسي کمښت چې لیدل کیده جبران شو او نوي جوړ شوي وزارت ېې « د اطلاعاتو او کلتور وزارت » په نوم یاد کړ.

د څو لسیزو په موده کې، او همدا اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو ترټولو مهم ریاست د باختر آژانس عمومي ریاست دی. په هیواد کې د راډیو او ټلویزیون په راتلوسره تکړه ژورنالیستان وپوهیدل چې د اطلاعا رسونې مهمې دندې ترسره کول او دعلمي ، ادبي ، دیالوګونو، مستندو فلمونو او د مصاحبو ترسره کول او دیته ورته په سلوګونو نور کارونه کولي شي د اطلاع رسونې توکو په توګه په کار وګمارل شي.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددې په منلو سره چې په ا وسنیو شرایطو کې د دموکراسۍ پراختیا او بشري حقونو پلي کول د ټولنې اړتیا ده، باید د دولت له انحصار وتلي خبرونو خپرولو ته هم مجال ورکړل شي.

موږ په تیرو څو میاشتو کې په دوه سیمنارونو کې چې د رسنیو او دموکراسۍ په اړه وو برخه واخیسته او هڅه مو وکړه چې د بیان له آزادۍ سره د دموکراسۍ اړیکې روښانه کوي.

زه تاسو ستایم او افرین درته وایم، چې یوځل بیا د دموکراسۍ ، بشري حقونواو اطلاع رسونې طبعیی اړیکې سره بیا هم روښانه کوي.

د رسنیو ترمنځ اړیکې او د دموکراسۍ او بشري حقونو په اړه هر فرصت چي وي او د هرې ټولنې له خوا چې په دې اړه کار کیږي ، زموږ له نظر د ستایلو وړ او ښه کار دی.

موږ ډاډه یو چې داشان کارونه زموږ پر فعالیتونو ښه اغیزه کولې شي او هغه موخې چې موږ يې لرو پرمخ وړې.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون په برخه کې ستاسو نوښت ستايي او له هغې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به هر ډول لازمه مرسته وکړي ترڅو دا مصوده خپل قانوني پړاونه ترسره کړي او په عملي توګه د فرهنګي ټولنو او رسنیو له خوا ترې ملاتړ وشي او همداراز وه آزمایل شي.

درنو دوستانو!

د دموکراسې په پلي کولو، اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسی او خلکو ته د هغوې حقونو ورکولو په موخه باید موږ او تاسو په دوامداره توګه کار وکړو.

هیله لرو ستاسو د سمپوزیمونو لړې هم په مرکز او لایتونو کې همداشان روانه وي.

ښاد او بریالي ووسۍ