Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 




دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه

پرافغان ورځپاڼه لیکونکي پرویزکامبخش د اعدام دحکم د صادرولو په اړه د افغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې اعلامیه

د ۱۳۸۶ کال د سلواغې ۴ چې د ۲۰۰۸ میلادی کال دجنورۍ ۲۳ سره سمون لري

د مزارشریف دځايي محکمې له لوري دافغان ورځپاڼه لیکونکي پرویزکامبخش ته د سزاورکولو په اړه بې له دې چې پرهغه څه چې سرغړونه بلل شوې پري بحث وشي دحکم صادرولو ، په هیواد کې مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالین،په ځانګړې توګه د هیواد په شمالې سیمو کې میشت دغه فعالین اندیښمن کړي

دافغانستان وګړي چې دخپلو مدني اوسیاسي حقونو څخه برخه من دي باید د غیرقانوني او تندلاروسیاسي احساساتو قرباني نشي. دافغانستان اساسي قانون او نړیوال قبول شوي موازین دافغانستان دوګړو مدني اوفردي حقونو ضامن دي.

دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه، دغې موضوع ته دافغانستان دولت ، نړیوالې ټولنې اود هیواد نورو ټولنیزو سکتورونو دمسولانه پاملرنې غوښتونکې دی.ترڅو دافغانستان وګړي په غیر عادلانه توګه ترڅارنې لاندې رانشي. او په داشان پیښو کې د ملي او نړیوالو قوانینو سره سم د عادلانه کړنې غوښتنه کوي.

دافغانستان دمدني تولنې اوبشري حقونوشبکه ، چې د بشري حقونو پلي کونکو شپیتو ټولنو څخه جوړه شوې، د هیواد له قضايی او عدلي ارګانونو څخه غواړي ترڅو په دغه برخه کې د ملي او نړیوالو منل شویو اصولو په پام کې نیولو سره سم عمل شوي.

دافغانستان دولت ددغه هیواد دوګړو دمدني ، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو اوفرهنګي حقونو حامي په توګه مسولیت او مکلفیت لري، ترڅو ددغو اړتیاو په پوره کولو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دساسي قانون، او دمدني ،سیاسي حقونو نړیوال میثاق او د بشري حقونو نړیوالې اعلامې دفرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي حقونو له مخې دې په دې اړه عمل وکړي.

دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه، داسلام پاک دین اصولو ته په احترام سره ، چې د عدالت ، انصاف او مرحمت دین دی، دهیواد له دیني علماو څخه هم هیله لري، ترڅو د هیود وګړو ټولنیزو اوفرهنګي حقونو ،د قانون،عدالت او فردي امنیت دحاکمیت لپاره خپل انساني او دیني دنده ترسره کړي.

دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونوشبکې مدیره پلاوی