Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


د لوي اوبښونکي خداي په نامه

دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د تسلیت پیغام

کابل، افغانستان

د ۱۳۸۸ کال سلواغه - د ۲۰۱۰ کال جنوري

په ډیرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې ښاغلی ریمي بوره ګار، دبشري حقونو یو پيژندل شوی مدافع او دافغانستان خلکو یو ترټولو ښه ملګری، د زړه د حملي له کبله، د کاناډا په تورنتو ښارکې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

ښاغلی بوره ګار، د دموکراسۍ او حقونو موسسې ریس وو، چې زیات کلونه ېې د بشري حقونو مدافع په توګه په کاناډا او د نړۍ په نورو سیمو کې ارزښتمن فعالیتونه لرل. له دې امله هغه د یو متعهد انسان په توګه یادوو چې له ویاړنو ډک ژوند ېې ترشا پریښی.

دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، د مدني ټولنو او بشري حقونو بنسټونو په استازي توب چې په افغانستان کې دبشري حقونو د پلې کولو په برخه کې فعالیت لري، ددغه د قدروړ شخصیت غمجنه مړینه د هغه کورنۍ، همکارانو او مینوالو ته په مانتریال، کابل او د نړۍ په نورو سیمو کې تسلیت وايو.

دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه، د ښاغلي بوره ګار یادونو ته درناوی کوي او هیله کوي، چې ددغو دوه ټولنو ترمنځ همکاري دوامداره او تلپاتې وي.

دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه