Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرګې د جوړولو په مناسبت د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې پيغام

د طالبانو له ماتې وروسته د تاريخو بدلونونو د پړاو پيل،د افغانستان خلکو لپاره د غوره فرصتونو د جوړولو زمينه،زمونږ په ګران هيواد کې د سولې اوټيکاو د ترلاسه کولو څخه ګڼل کيږي.زمونږ خلکو د سياسي،ټولنزو،فرهنګي او اقتصادي مشارکت لپاره خپل لومړني ګامونو ډير سخت خو له ارزښته ډک ګامونه پورته کوي.د مدني ټولنې د جوړښت لپاره د زمينه د برابرولو لپاره له ننګونو څخه ډکې خو با ارزښته هڅې روانې دي.هيواد له خپل منځيو جګړو او سيمه ايزو شخړو وروسته نسبتاً ارامه ساه اخلي،د افغانستان دولت چې جګړو يې اساسي بنسټونه نړولي ول،نوی خښته په خښته کږدي او د بيا رغوني لپاره هڅې کوي.
له بده مرغه چې دغه تاريخي فرصتونه له جدي ننګونو سره مخامخ دي،تر ټولو ستره ننګونه د امنيت نشتوالی او د ختيځو لويديځو او سهيلي پولو له لارې دګاونډيو هيوادونو په ځانګړې توګه د پاکستاني ځواکونو ښکاره لاسوهنه ده.ددغو لاسوهنو په پايله کې طالبان چې د نړيوالې ټولنې له خوا د ترهګرو په نامه ياديږي ځواکمن کيږي،طالبان د افغانستان دخلکو د ملي ا و تاريخي ارزښتونو د ودې په وړاندې ستر ديوال دی، د القاعدې،د متعاصبو اسلامي عربو،متعاصبو افريقايي ډلو،مرکزي اسيا او قفقاز په څير ترهګرو څخه ملاتړ د پاکستان له لارې ترسره کيږي.

تر ټولو دردونکې او له وحشته ډکې پيښې ځانمرګې بريدونه دي له پرديو متعصيبينو څخه افغان متعصبينو ته يې لاره پيدا کړي او دسلګونو افغان ماشومانو ،ښخو او سړيو خواږه ځانونه اخلي او په زرګونو تنه ټپيان،معلولين او معيبوب کوي، دا خپل ددې خبرې شاهد دی چې په نړيوال ترهګر له افغانستانه ګټه اخلي او په افغانستان کې دعراق په څير له تکتيکونو څخه کار اخلي.

د افغانستان خلک او مدني ټولنه،ددې ټولو خونړيو او دردونکو پيښو زغم نلري،د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنه ددې غوښتونکې ده چې د افغانستان دولت د سياسي او ټولنيز رهبر په توګه له ټولو ځواکونو سره د ملي ارزښتونو د ساتنې په موخه د دا ډول پيښو په اړه جدي ګامونه پورته کړي،په هيواد کې د بيارغونې او ديموکراسۍ ټينګښت، پرته له سولې ،ټيکاو او امنيت څخه شونی نه دی.

د امن جرګه د دوه ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د شته ننګونو او امنيت د ټينګښت لپاره هڅه ده.د تاريخ په اوږدو کې د جرګه له ځانګړي اهميت څخه برخمنه ده،هيله دا ده چې د امن جرګه په اوسنيو شرايطو کې په ځانګړې توګه د سرحدي شخړو په اواري کې مهم رول ولوبوي.

د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنه د امن جرګې د ټولنيزې او ارزښتمندی په موخه د جرګې د جوړولو کميسيون ته لاندې موارد وړاندېز کوي.
1 . له بده مرغه د ښخو د ارزښت لرونکو نقشونو کمښت،د جرګي ارزښتونه کموي،يو ځل بيا د امن جرګي د جوړولو له کميسيون څخه غوښتنه کيږي تر څو دغه مسئله په جدي توګه له ګانډيو هيوادونو سره شريکه کړي،د افغانستان د بشرې حقونو او مدنې ټولنې په دې باوري دي چې دغه کار د جرګي ارزښتونه کموي،خو که چيرې دا نقش د پاکستان لپاره د منلو وړ نه وي د افغانستان لوری بايد د هغو ټولنو چې د افغانستان دښځو استازيتوب کوي،يا له فعالو او مهمو ښځو،د مدني ټولنې چې د ښځو د حقوقو په برخه کې کار کوي،پيغامونه له ځان سره ولري.
2.د جرګې موخه چې په دوامداره ستراتيژۍ بدليږي،هغه ټکی دی چې بايد په جدي توګه پرې خبرې اترې وشي،د افغانستان خلک اړتيا لري تر څو دغه ستراتيژي په ډيرې ساده ژبه وپوهوي، له بده مرغه چې هيوادوال لا تر اوسه هم د جرګې د کړنو او يا نه کړونو يا د هغه څه په اړه چې بايد په جرګه کې وڅيړل شي يا ونه څيړل شي ښکاره او روښانه ذهن نلري.له دې امله ښايي چې يو د خبرتيا يو پراخ کمپيان په لاره واچوي.

3.په اوسني وخت کې چې نړۍ افغانستان ته په معاصر نظر ګوري،ضروري ده چې د شخړو د حل لارو چارو ته هم جدي پاملرنه وشي،د شخړو د حل په مهمو لارو کې په هيواد کې دننه د ټولنيز بحث جوړل دي. بل مهم عنصر بيا دنړيوالو حقونو رول دی د جرګي په پريکړو کې د نړيوالو حقوقو تضمين ځانګړی اهميت لري.
د دوو ګاونډو هيوادونو ترمنځ تاريخي اړيکې ښوولې چې د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د سيمه ايزو ځواکونو د ضمانت پرته هيڅ يوه پريکړه عملي شوې نه ده

د نړيوالې ټولنې فشار د سياسي او ټولنيزو تحريمونو په برخه کې د سرغړونو څخه مخنوی کوي.

4.د بشري حقونو غوښتنه،چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د قضاياو دحل له مهم عنصر څخه شميرل کيږي ،بايد د جرګې په کار کې شامل شي،د دواړو هيوادونو په پولو کې بې ځايه شوي د دواړو هيوادونو د متعصيبنو او مخالفينو لپاره جنګيالي جوړيږي،ترهګر د اواره ځوانانو څخه خپل سرتيري برابروي چې د دواړو هيوادونو په پولو کې سرګردانه دي،په مذاکره کې شامل دولتونه بياد په ملي او نړيوال کچه د منازعو د حل لپاره د يو بل ژمنو ته احترام وکړي.
5.له ترهګرۍ سره مبارزه،حقوقي چوکاټ ته اړتيا لري،او وړانديز کيږي تر څو د دواړو هيوادونو له حقوقي متخصصين کاري ډله د رسمي او اعتبار لرونکي قرارداد مسوده چمتو کړي تر څو د امن جرګه هغه تصويب کړي او د دواړو هيوادونو لپاره په يوې مهمې حقوقي منبع بدله شي،په دې تړون کې د سرغړونو او له حدودو څخه د تيريدنې شرطونه ثبت شي او د دواړو هيوادنو حکومتونه يې پلي کړي. د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنه له لوی خدی څخه د امن جرګي د لا برياليتوبونو غوښتنه کوي او ددې با ارزښته پروګرام د پلي کولو برياليتوب غواړي.د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې هر ډول ارزښتمندې او اجتماعي بحث ته چمتو دي او د قانون د حاکميت،ديموکراسۍ او د مدني ټولنې د ارزښتونو پر بنسټ په ټولنه کې د بشري حقونو عامه ول دي.