Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه

د مارچ اتمه،په نړۍ کې د ښځو د یوالي ورځ دې مبارکه وي!

د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځو د یوالي نړوالې ورځې سره سمون خوري . په دغه ورځ نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د نړیوالې ټولنې ستراتیژیک مرسته کونکو پام په بیلابیلو ټولنو کې د ښځو ونډو ته راجلبوي، دغه ونډه په سیاسي، ټولنیز،اقتصادي اوفرهنګي برخو کې د بحث وړ ده. داسې فکر کیږي چې نړۍ په بیلابیلو برخو کې یو ویشتمه پیړۍ به د ښځو لپاره ځینې ستونزې ولري .ننۍ نړۍ هم د خپلو وګړو ترمنځ د یوالي راتګ په موخه له سترو ستونزو سره مخ دي چې په دې سرکې دغو ستونزو ته یو لنډه کتنه کو.

بنسټ پالنه:

په خواشینۍ سره باید ووایو چې ننۍ نړۍ هم له دغې شومې ښکارندې سره مخ ده. بنسټ پالنې د ایدیو لوژیو له حلقې څخه بهر شوې او د ټولنې نورې ټولنیزې اواقتصادي برخو ته یې زیان رسولی، ښځې د بنسټ پالنې له اصلي قربانیانو څخه شمیرل کیږي. له دین څخه د ناوړه تعبیرونو، او سخت دریزه نظرونوو ښځې په ټولنه کې په یو ناسالمه محدوده کې ساتلي دي.

د جنسي یوالیو ستراتیژیو لږولی:

ننۍ نړۍ د جنسي یوالیو فضا راپیداکولو لپاره د سالمو پروګرامونو له نشتوالي څخه سرټکوي. آن دغه ستونزه د نړۍ په پرمختللو هیوادو کې هم لیدل کیږي. ددغې ستراتیژۍ نشتوالی ددې لامل شوی ترڅو ښځې دفعالیتونو په څنډه کې پاتې شي، اود نړۍ ترټولو ستره انساني منبع په منعله توګه پاتې ده.

مخ پر ودې هیوادونو کې دښځو د ونډې فعالولو لپاره د همغږي کونکوپروګرامونو نشتوالی:

شلمه پیړۍ مخ پرودې هیوادنو کې په نړۍ کې د ښځو د ونډې فعالولو کې نړیوالې ټولنې د ملګرو ملتونو سازمان ترمشرۍ لاندې د نړۍ همغږۍ لپاره سترې هڅې کړي. خو داسي فکر کیږي چې په نړۍ کې د ښځو د ونډو فعالولو لپاره ستره سیاسي همغږي شتون نلري. مخ پر ودې هیوادنو کې ددغې اړینې همغږۍ نشتوالی ددې لامل شوی ترڅو له پنځو سلنه څخه زیاتي ښځې په آسیا او افریقا وچو کې د زدکړې لومړنیو آسانتیاو ته لاس رسی ونلري.

بیوزلي:

په خواشینۍ سره په یویشتمه پیړۍ کې بیوزلي د ښځو له حقونو څخه د سرغړوني اصلي لامل بلل کیږي. بیوزله ښځې له نارینه و سره په نږدې ټړاو کې خپلې وګړنیزې آزادۍ قرباني کوي، ښځه چې د کورنۍ له مهمو عنصرونو څخه شمیرل کیږي. له زیاتو روغتیايی ستونزو سره مخ کیږي او نشي کولې روغ رمټ ماشومان وزیږوي. کورنۍ چې د ټولنې له مهمو عنصرونو څخه شمیرل کیږي. ددغو ناخوالو ترټولو سره ستونزه په ځان مني او د ټولنې پرمختګ ته زیات زیان رسوي .

تاوتریخوالی:

زموږ کورنۍ تاوتریخوالی د هغو موضوع ګانو حاصل دی چې پورته مو تري یادونه وکړه، په ټولنه کې بنسټیز تاوتریخوالی د بیلابیلو ټولنیزو تاوتریخوالیو لامل کیږي. چې ددغو تاوتریخوالیو قربانیان بیاهم ښځې او ماشومان جوړوي. کورني تاوتریخوالی د ټولنیز او سیاسي سالم فرهنګ نشتوالي له امله راپیدا کیږي چې ټولنې ته سخته ضربه ورکوي.

دافغانستان مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه،د ښځوحقونو رعایت کول او هغوی ته داحترام فرهنګ پلي کول دخپلو کارونو په لومړي توبونو کې راوستې، له همدې ځایه ده چې د افغانستان دمدني تولنې او بشري حقونو شبکه هڅه کوي ، ترڅو د خپلو مماثلو ټولنو سره په همغږۍ کې د ښځوپه وړاندې د تاو تریخوالي په راټیټولو کې ګډګامونه پورته کړي.

دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه