
Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه
په افغانستان کې دسولې دورځې په اړه د بشري حقونو اومدني ټولنې دشبکې پيغام
په دې وروستيو درې لسيزوکې نړۍ په ټوليزه توګه او افغانستان په ځانګړي ډول دخپل ژوند ترټولو سختې شيبې اوپړاوونه وهي او د زرهاوو انسانانو ژوند له نيستۍ سره د مخامخ کيدو په حال کې دی.هره ورځ لسهاوو ماشومان،بې ګناه ښځې او ملکي سړي په دغو پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.په تاسف سره چې ملکي سيمې او په ځانګړې توګه دعامو خلکو داستوګنې ځايونه د جګړې لپاره په امن ځايونو بدل شوي دي.او ددغو نښتو اوجګړو زياتره قربانيان هم بي ګناه ملکي وګړي دي. که څه هم په ورستيو شپږو کلونو کې دفردي اوټولنيز امنيت په برخه کې يو څه ټيکاو او ښه والی راغلی دی خو اونړيوالې ټولنې په دې برخه کې دپام وړ ونډه لرلې ده خو تر اوسه هم په دغې غم ځپلې ټولنه کې د سولې خبر لا له تصور څخه لرې ده. افغانستان د ترهګروجنګياليو په امن تمرين ځاي بدل شوی دی.کله چې دپراخې نړۍ په هره برخه کې يو انسان په وينو کې لمبول کيږي نو ليدل کېږي چې دهغې عاملين په افغانستان کې روزل شوي وي. په خواشينۍ سره چې افغانستان د نړيوالو ترهګرو لپاره دپټن ځای او دتروريزم د زده کړې د دهليزپه نامه ياديږي.دا دننۍ نړۍ يو واقعيت دی.دا په دې معنا ده چې دتروريزم خپل زړي او د زده کړې مرکزونه يې زمونږ په هيواد کې په ځاي پريښي دي او دغه پديده زمونږ دخلکو او دهيواد دبيا رغونې پر وړاندې ستر خنډ ګرځيدلی دی. دافغانستان دبشري حقونو او مدني ټولنې شبکه د سولې دنړيوالې ورځې دلمانځنې په درشل کې له وخت نه په ګټې اخيستو سره لاندې ټکي د سولې د راوستنې لپاره د اړينو عنصرونو په توګه مطرح کوي. د سولې دفضا رامنځته کولو لپاره دسولې دښمنانو لپاره یواځې وسله واله مبارزه کافي نده . ترټولو ښه فضا د ښه اقتصاد فضا ده ترڅو هغه کسان چې غواړي کار وکړي د هیواد بیا رغونې ته مټې ونغاړي نه د ورانولو لپاره. او اوس دا یوروښانه واقعیت دی چې د سولې دښمنان دهیواد له بې روزګاره ځوانانو څخه ګټه اخلي . 2 . دولت دې د نړیوالې ټولنې په ملتیا د روزنې میکانیزم په فعالولو کې زیات پاملرنه وکړي. تراوسه هم دجګړه مارۍ او جګړې غوښتنې نښې د راتلونکي نسل په ژوند کې شتون لري.باید پرعامه فکر د اغیزې کولو سره د ټوپک پرځاي د روزنې په سیستم کې ګټور پروګرامونه ځاي پرځاي کړي. 3. سولې ته رسیدل د عدالت اومشروعیت لارې چارې غواړي. بایدټولنه عدالت او د قانون حاکمیت په لور هدایت کړو. دولت باید ددغو پروګرانونو د مشر په توګه د نړیوالې ټولنې په ملتیا د هرډول راتلونکو جنایاتو مخه ونیسي او د افغانستان وګړو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي. 4 . د سولې ټینګیدل او دسولې راتلونکي نظام رامنځته کیدل، دبشري حقونو پلي کیدو او په ملي بحث کې د مدني ټولنو شامل کیدو ته اړتیا لري. هیله کیږي ترڅو دافغانستان دولت او نړیواله ټولنه، دسولې په ټینګیدو کې د مدني ټولنې پرونډې دې زیات ټینګار وشي. او د سولې لاپیاوړتیا په برخه کې له همدې مشروع لارې کار واخلي. 5. زموږپه باور افغانستان باید د نړیوالې ټولنې ترڅنګ، دسولې راوستنې کمپیان په جوړونې سره په دغه برخه کې فعاله ونډه واخلي. داسې لیدل کیږي چې په دغه برخه کې د رسنیو ونډه له زیات اهمیت برخه منه ده. دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه ،د نړۍ ټولو خلکو په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې مستحقو خلکو لپاره د سولې او ، ټولنیزښه والي هیله کوي دسوکاله او آرامه افغانستان په هیله |