Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه

ښاغلې باري سلام دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې د ویاند په توګه وګمارل شو

د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مدیره پلاوي د ۱۳۸۷/۴/۱۲ لمریز کال چې ۲۰۰۸/۷/۲ میلادي کال سره سمون لري، پریکړه وکړه « د سحرموپه خیر افغانستان » راډیو ریس او د آوانما خپرونو مسوؤل ښاغلي باري سلام، دافغانستان دمدني او بشري حقونو شبکې ویاند په توګه وټاکې.

ښاغلي باري سلام چې دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د مدیره پلاوي غړي توب هم لري، په هیواد کې د پیژندل شویو څیرو څخه هم دی.

ښاغلي باري سلام د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې دمدیره پلاوي په استازي توب له ملي او نړیوالو ټولنو او رسنیو سره په اړیکه کې وو، او په هیواد کې د مهمو مسایلو په هکله دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې موضوع د وړاندې کولو وسیله کیږي.

دافغانستان دمدني تولنې اوبشري حقونو شبکه ،ښاغلي باري سلام ته دغې بریالۍ ټاکنې مبارکي وايي.