Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



دلوي اوبښونکي څښتن تعالي په نامه

دايساف اوناټو ځواکونو په عملياتوکې د بيګناه خلکو د وژل کيدو په اړه دافغانستان دبشري حقونو او مدني ټولنې دشبکې اعلاميه

د1385لمريزکال دکب 16چې اود2007ميلادي کال دمارچ مياشتې له 7مه

په دې وروسيتوکې ايساف او ناټو ځواکونه له ترهګرو سره د نښتو پرمهال په خورو ورو ډزو لاس پورې کوي چې دبيګناه خلکو د وژل کيدو لامل کيږي.

بلخوا دولت ضد مخالفين هم دعامو خلکو له کورونو اوسيمونه د ډال او سنګرپه توګه کاراخلي چې بياهم عام خلک ددواړو لرو دبريدونو اصلي قربانيان ګرځي.

په اوسنيو نازکو شرايطو کې ددولت اونړيوالې ټولنې پروړاندې لوې ننګونې پرتې دي.دترهګرۍ پروړاندې مبارزه چې دملي او نړيوالې سولې پروړاندې سترګواښ دی.

خو که چيرې ددغې ستونزې د اواري په برخه کې دقيق او تخصصي چلند ونشي نو ټولنيزقهر به راوپاروي او له دې نه به د لازياتو ستونزو لامل شي چې جبران نه کيدونکې پايلې به ولري.

دبشري حقونواو مدني ټولنې شبکه چې له 58ملي اومدني بنسټونونه جوړه ده د افغانستان له دولت،دنړيوالې ټولنې له استازو او ايساف او ناټو ځواکونو څخه غواړي چې دهرډول امنيتي او پوځي ځواکونو په لړکې دې د افغانستان دخلکو فردي اوټولنيزامنيت ته درناوي ولري اودعملياتو د ترسره کلو پرمهال دې له لازم تخصصي چلند،همغږۍ اوزياتې وړتيا څخه کار واخلي.

د افغانستان دبشري حقونواومدني ټولنې شبکه په دې باور ده چې د خلکو دژوندحق دبشرپالنې ترټولو لوړعنصر دی اوبايد دافغانستان ددولت او نړيوالې ټولنې ته ترټولو لوړ ارزښت ولري.هغه ته دې درناوی وشي او دفاع دې ترې وشي،ترڅو دافغانستان دهغو بې ګناه اومظلومو خلکو چې نږدې دوه نيم لسيزې يې دجګړې اوبې وزلۍ دروند پټې پر اوږو و دوژنې مخنيوی وشي.

دبشري حقونو اومدني ټولنې دشبکې غړي بنسټونه