Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

د پیغامونو او اعلامیو آرشیف

په افغانستان کې د ګډوالو ناوړه وضعیت په اړه د ملګروملتونو سازمان د عالي کمیشنرۍ د راپورپه تړاو دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اعلامیه

د فارسي اودري په زړو ادبیاتو کې انساني کرامت ته داحترام په ویاړدمقالې لیکنې کانکور

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



د لوي او بښونکي خداي په نامه

په «بُن کې د افغانستان په اړه نړیوالې غونډې»
ته د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسسې پیغام

مقدمه

هیواد له اقتصادی، ټولنیز، فرهنګي او سیاسي نسبتاْ ستر بدلون څخه لس کلونه تیریږي. په دې لسو کلونو کې زموږ هیواد په بیلابیلو برخو کې د پراخو بدلونونو شاهد وو، چې د هغې ځینې موارد لیکو: د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د نوي نظام رامنځته کیدل، د افغانستان د اساسي قانون تصویب کیدل، د پارلماني او ولسمشریزو دوه پړاونو ټاکنو ترسره کیدل، د مدني ټولنو رامنځته کیدل، د خصوصي سکتور فعالیتونه، په ملي او نړیوالو پروګرامونو کې د ښځو ونډه اخیستل، د آزادو رسنیو د شمیر زیاتیدل، د بیان د آزادۍ تامین، د سیاسي ګوندونو رامنځته کیدل او انسجام او....

خو، دغو لسو کلونو یوشمیر ستونزې او ناخوالی هم له ځانه سره لرلې. د افغانستان د نوي نظام مخالفینو له پخوا زیات خپل ځانونه منسجم کړل او د نړیوال تروریزم په ملاتړ ېې خپل ورانکاري فعالیتونه پراخ کړل. د نظام د مخالفینو، وسله وال پوځ او په افغانستان د نړیوالو ځواکونو ترمنځ په جګړه کې د افغانستان خلکو په زرګونو قربانۍ ورکړې. نړیوالو ځواکونو خپل په زرګونو سرتیري له لاسه ورکړل؛ خو په خواشینۍ سره چې تر اوسه هم په افغانستان کې ستونزې او جګړې روانې دي او هره ورځ له لس ګونو تنه هیوادوال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ونډه د ارزښت وړ ده. په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو په شتون سره موږ د اقتصاد، ټولنیزو، فرهنګي او سیاسي برخو کې د پرمختګ شاهد یو، چې دا کار د ستایلو وړ دی.

د هغو پروګرامونو له مخې چې د (ناټو) یا شمالي اتلانتیک تړون لخوا مطرح شوي دي، ۲۰۱۴ میلادي کال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو نیټه اټکل شوی ده. دا کال دافغانستان خلکو لپاره یو با ارزښته کال شمیرل کیږي. دافغانستان مدني ټولنه د ځان، دافغانستان دولت او خلکو په وړاندې مهمې پوښتنې ویني. آیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به افغانستان د اوسنیو پروګرامونو د ظرفیت ساتنې او دوام، د قانون د حاکمیت، د دموکراسۍ له میکانیسم او له بشري حقونو څخه په لاتړ امکان ولري؟ دې اندیښمنونکې پوښتنې د افغانستان مدني ټولنه په ځان بوخته کړی ده.

ټاکل شوې په نیږدې راتلونکي کې " دافغانستان په اړه نړیوال کنفرانس په ب ُن" کې د هیواد و ضعیت په اړه جوړ شي. د افغانستان مدني ټولنه او بشري حقونو موسسه هیله لري چې دې پوښتنې ته، مناسب ځواب ووايي.

د افغانستان مدني ټولنې او بشري حقونو موسسه هیله لري، چې د دې کنفرانس ژمنې د کاغذ پرمخ پاتې نشي او عملي جنبه هم ولري.

دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، د دې مهم امر عملي کیدو په برخه کې لاندې ټکي وړاندیز کوي:

۱ ـ د سیمه ایزوهمکاریو پیاوړتیا

افغانستان د سیمې په کچه، د باارزښته سیاسي جغرافیا لرونکی دی. د افغانستان د سیاسي جغرافیا اهمیت ، کیداي د سیمه ایزوهمکاریو د پام وړ په یوې موضوع بدل شي. د دې ښکارندې د ښې همغږۍ په موخه اړتیا ده؛ ترڅو افغانستان د فعالې او کارندې دیپلوماسۍ په ترسره کولو، دسیمه ایزو ستونزو په اوارۍ کې مهمه ونډه ولوبوي.

دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، په دې کنفرانس کې د نړیوالې ټولنې له ټولو ګډونوالو څخه غواړي، ترڅو په افغانستان کې د فعالې دیپلوماسې له پلي کیدو څخه په ملاتړ، په دې اړه هڅه وکړي او د سولې سیمه ایزو خبرو ته د یو کارنده میکانیسم جوړیدو په موخه، خپل هیڅ ډول ملاتړ ونه سپموي.

۲ ـ ښه حکومتدارۍ

د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسسې، له لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د حکومتدارۍ لړۍ له نیږدې څارلې ده. په دې لړ کې د افغانستان حکومت له زیاتو ناتوانیو او ستونزو سره مخ وو. د هیواد دلیرې پرتو سیمو د مرکزونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی، د ملي او نړیوالو پروګرامونو ضعف او پراخ اداري فساد، د دې ادعا له مهمو ټکو څخه دي.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، له نړیوالې ټولنې غواړي، ترڅو د افغانستان په ځان بساینې لپاره، د افغانستان له دولت سره د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د نړیوالو منل شویو میکانیسمونو او جوړښتونو په رامنځته کیدو کې مرسته او ملاتړ وکړي.

۳ ـ د نظام د مشروعیت پیاوړتیا

وروستۍ جګړې، د افغانستان دولت او خلکو ترمنځ د اعتماد د زیانمیدو لامل شوي دي. د افغانستان خلک له اوسني نظام څخه زیاتې هیلې لري. د امنیت ټینګښت او د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول، دافغانستان د خلکو له مهمو وړاندیزونو څخه دي؛ خو د امنیت په ټینګښت کې د ضعف شتون او د سیاسي بې ثباتۍ پراخوالي، د اوسني حاکمیت په وړاندې د خلکو باور او اعتماد راکم کړی دی. چې دا کار د دې لامل کیږي ترڅو د نظام مشروعیت له خطر سره مخ شي. زموږ په باور دنظام په مشروعیت کې د ضعف شتون، دنړیوالې ټولنې مشروعیت هم ترپوښتنې لاندې راولي. خو افغانان،د خپل نظام د مشروعیت پیاوړتیا او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مشروع حضور په اړه جدي ملاتړ ته اړتیا لري. د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، " په بن کې د افغانستان د نړیوال کنفرانس " له ټولو ګډونوالو څخه غواړي ترڅو دافغانستان له خلکو او حکومت سره داعتماد جوړونې په برخه کې مرسته وکړي. دا اصل هغه مهال ترلاسه کیداي شي، چې د افغانستان خلک د افغانستان د راتلونکي په اړه د نړیوالې ټولنې له کارنده ونډې څخه ډاډه شي.

۴ ـ د دموکراسۍ پیاوړتیا

له یوې خوا په افغانستان کې جګړو او ستونزو، له بلې خوا د ورانکارو او بنسټپالو فعالیتونو شتون، د دې لامل شوی ترڅو د موکراسۍ او دهغې ارزښتونو په اړه د خلکو باور کمرنګه کړي؛ خو د افغانستان مدني ټولنې په دې باور دي، چې دموکراسي د افغانستان اوسني نظام لپاره یواځینی ګټور میکانیسم دی. له دموکراسۍ پرته نشو کولاي د خلکو اراده په سیاست او ټولنه کې تمثیل کړو.

له افغانستان څخه د ملاتړ په موه په دې هیواد کې له دموکراتیک نظام سره همکاري د نړۍ د ډیرو هیوادونو له وارمخکې شرطونو څخه دي. دافغانستان تاریخ د ظالمو او مستبدو نظامونو شاهد وو. او له طالبانو وروسته دموکراسي په افغانستان کې مهمه ښکارنده ده. تیرو لسو کلو وښودله، چې دافغانستان خلکو په بیلابیلو برخو کې د زیاتو ستونزو لرلو سره سره، د دموکراسۍ پیاوړتیا ته رایه ورکړه او له هغې ېې ستاینه وکړه.

د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، د افغانستان له نړیوالو همکارانو څخه غواړي، ترڅو په هیوادکې دموکراتیک فعالیتونه او جوړښتونه پیاوړي کړي او د یو ملي، مشروع او دموکراتیک نظام په جوړولو کې د افغانستان خلک یواځې پرې نیږدي.

۵ ـ د بشري حقونو پیاوړتیا

د تیرو لسو کلونو په موده کې، بشري حقونه، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پروګرامونو په مهم اصل بدل شوی دی؛ خو په خواشینۍ سره چې اوس هم په افغانستان کې په پراخه کچه له بشري حقونو سرغړونه کیږي. په خواشینۍ سره باید ووایو، چې له بشري حقونو د سرغړونې مخنیوي په موخه د افغانستان په نظام او میکانیسمونو او حقوقي چوکاټ کې پروګرامونه ندي رامنځته شوي. د افغانستان دولت چې د بشري حقونو نړیوالو کنوانیسونونو ته ژمن هیواد دی، تر اوسه ندی توانیدلی پرخپلو ژمنو عمل وکړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د ښه والي لارې چارې برابري کړي. چې زموږ دا ادعا د انتقالي عدالت په اړه د دولت په ارادې کې د دقیقو پروګرامونو نشتوالي په برخه کې ثابتیږي.

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، « په بن کې د افغانستان دنړیوالو کنفرانس » له ګډونوالو غواړي ترڅو له دوه زره څوارلسم میلادي کاله وروسته هم په افغانستان کې د بشري حقونو د ترویج او تامین او د افغانستان په ټولنه کې د ښځو د ونډې په فعالولو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

۶ ـ د مدني ټولنې پیاوړتیا

دافغانستان دمدني ټولنې، د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د نښلونکي پله په حیث، باور لري چې د مدني ټولنې له لارې له افغان وګړو سره د ګټورو خبرو په ترسره کیدو پر دولت جوړونې د ملت باور پیاوړی کیږي. د افغانستان مدني ټولنه کولی شي د خلکو او د نظام د جوړښتونو ترمنځ د یوبل ځغملو په راپیدا کولو کې مهمه ونډه ولوبوي. همداراز مدني ټولنه کولی شي د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دنظام په پروګرامونو کې ښه ونډه ولوبوي.

د افغانستان مدني ټولنه، له طالبانو وروسته نظام کې، د نړیوالې ټولنې د ملاتړو شاهد وو؛ خو دا ملاتړ له افغانستان حکومت سره د ملاتړ په پرتله ډیر ناچیزه او کم وو.

د افغانستان مدني ټولنې « په بن کې دافغانستان د نړیوال کنفرانس » له ګډونوالو غواړي ترڅو دافغانستان له مدني ټولنې څخه خپل ملاتړ ته په جدي توګه دوام ورکړي.

۷ ـ د سولې پالنې د جوړښتونو پیاوړتیا

سوله د افغانستان خلکو لپاره مهمه اړتیا ده. امنیت له بل هرڅه د افغانستان وګړو ته مهم او حیاتي اصل بلل کیږي. د افغانستان دولت اړتیا لري ترڅو د نړیوالې ټولنې په ملاتړ سولې او امنیت ته د رسیدو کارنده لارې چارې پیدا کړي؛ خو له یاده باید ونه ویستل شي چې، د امنیت ټنیګښت باید د افغانستان د وګړو د وګړنیزو حقونو به بیعه تمام شي. دافغانستان ښځې هم باید دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک له مخې د سولې او امنیت په ټینګښت کې د مشارکت حق ترلاسه کړي. دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، په « بن کې دافغانستان نړیوال کنفرانس » له ګډونوالو غواړي ترڅو دبشري حقونو د ارزښتونو په پام کې نیولو سره د سولې پالنې تلپاتې جوړښتونو په رامنځته کیدو کې د افغانستان له دولته ملاتړ وکړي او له اوسني کړکیچن وضعیت څخه د وتولاره پیداکړي.

۸ ـ د افغانستان دولت ته د مسولیتونو لیږد

افغانستان باید پرخپلو پښو ودریږي، با ثباته او په ځان بسایه دولت رامنځته شي. د افغانستان په ځان بسایه کیدل، د جوړښتونو رامنځته کیدو او ظرفیت روزنې ته جدي اړتیا لري. د هیواد له جګړه ایز او دفاعي ځواک څخه ملاتړ اوهمداراز، د قانون او د دموکراسۍ له ملي اقتصاد څخه ملاتړ د لیږد پروګرام په بریالي توګه ترسره کیدو کې، مهمه ونډه لرلی شي.

مؤسسۀ جامعۀ مدنی و حقوقِ بشر، از شرکت کنندگانِ این کنفرانسِ مهم میطلبد، تا با درکِ حساس بودنِ موضوع، برای انتقالِ موفقانۀ مسؤولتیها، ساختارهای حمایتی و نظارتیِ لازم را خلق نمایند. د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسسه، د دې کنفرانس له ګډونوالو غواړي، ترڅو د موضوع د حساسیت په پوهیدو سره، د مسوولیتونو د بریالي لیږد په موخه، لازم څارونکي او ملاتړي جوړښتونه رامنځته کړي.

دافغانستان مدني ټولنې، د دې کنفرانس ګډونوالو ته د بریا هیله کوي او دافغانستان دخلکو لخوا، د دې کنفرانس له ټولو ګډونکونکو څخه چې دنړۍ له مهمو ځایونو څخه د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره ورځي، د زړه له کومې مننه کوو.

دافغانستان مدني ټولنه هیله لري، ترڅو یوه ورځ دافغانستان نظام وکولای شي، د نړیوالو ستونزو اوارۍ په موخه، د نړیوالې ټولنې د نورو غړو ترڅنګ خپل ملاتړ څرګند او مرسته وکړي.

د باثباته، سوکاله او په ځان بسایه افغانستان په هیله!

د۱۳۹۰کال، لړم۲۲، سمون لري د۲۰۱۱میلادي کال نوامبر ۱۳

کابل ـ افغانستان