ښوونيزليکونه چې په اصل کې د بشري حقونودرسي ليکونه دي ، له دوو برخوڅخه جوړشوي ،لومړۍ برخه ، دبشري حقونومضمونونه او دوهمه برخه دبشري حقونودښوونې روده ، د بشري حقونو ليکونه د بشري حقونومنځپانګه په ساده اوروانه بڼه ښوونکو ، فعالينو، ادارواود بشري حقونونوروکارکونکو ته برابروي.
ليکونه دکاري ډلولخواچې کورني اونړيوال متخصصين پکې دي اودخپلوکارونوپه برخه کې له بشپړې تجربې اوپوهې برخمن دي چمتوکيږي .هغه ليکونه چې دمدني ټولنې اوبشري حقونوشبکې يې وړاندې کوي له ادارو،د چاروله کارپوهانواوروڼ اندوسره په تفاهم کې برابريږي .
لومړنی ښوونيزليک چې د مدني ټولنې او د بشري حقونو دادارې لخوادټاکنواو دهيوادوالودسياسي ګډون په تړاودلومړنيو پارلماني ټاکنوپه مناسبت خپورشودپارلماني ټاکنوښوونيزليک نوميده .
په دې لړکې دوهم کاردبشري حقونوښوونيزليک نوميده چې دبشري حقونوبنسټونه پکې وچې دمدني ، سياسي ،اقتصادي ، ټولنيزواوکلتوري حقونوپه اړه دی .دغه ليک د هيواد په کچه دبشري حقونوپه برخه کې لومړنی تخصصي ليک ګڼل کيږي .د دې ليک په برابرولو کې ددنمارک ، سويس اوافغانستان متخصصينوکارکړی دی.له دې ليک څخه د ښې استفادې لپاره دهيواد په کچه څلويښت ښوونکي وروزل شول اوپه اوسني وخت کې دهيوادپه بيلابيلوبرخوکې دبشري حقونو دمضمونونوپه تدريس بوخت دي .
دمدني ټولنې اودبشري حقونودادارې لخوا برابره شوې دريم ليک په افغانستان کې د ښځې په اړه خبرې نوميږي . دغه ليک هم دکورنيواوبهرنيوکاري ډلولخوا په اتومياشتوکې چمتوشوی .د دې ليک ترټولو مهم مضمونونه دودونه ،ناخوالې اوارزښتونه دي .دې ليک هڅه کړې چې دبشري حقونو، ټولنيزوکلتورونواوتمدنونوپه ترټولومهمو ستونزوبحث وکړي . دا ليک دتيوريکوبحثونو ټولګه نه ده ، بلکه دافغانستان په ټولنه کې د ښځو دحقونوپه اړه دواقعيتونو ، نظرياتو اوليدتوګوټولګه ده . په افغانستان کې د ښځوپه اړه دخبروليک ددې شبکې له مهمولاس ته راوړنوڅخه ګڼل کيږي چې پرټولنيزوبحثونو دغورکولوزمينه برابروي.