Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



کاري ډلې

کاري ډلې چې د مدني ټولنې اوبشري حقونو د اد ارې دغړولخوا ټاکل کيږي دنده لري چې په بيلابيلوکاري برخوکې ليکونه ، لارښونې ،څيړنې اوشننې له ادارو، روڼ اندو، کورنيواوبهرنيو متخصصينو په ملګرتيابرابرې او خپرې کړي.

د مدني اوبشري حقونودشبکې د سرچينومرکزدکاري ډلودغونډو، له غړوادارواومتخصصينو سره دتفاهم اوسلامشورې د زمينوبرابرول ،دکاري ډلودغړود توکودپاڼوسمون ، لوژستيکي اواداري اسانتياوې ،دکاري ډلولپاره دمطالعې اوڅيړنې د زمينې برابرول ، دهغو کتابونو او اثاروبرابرول چې دکاري ډلو د غړود استفادې وړدي اوله ملي او نړيوالوڅيړنيزواداروسره د ارتباط د زمينې په برابرولو کې همکاري کوي .

دمدني اوبشري حقونوټولنې دسرچينومرکز د دې شبکې له هماغه پيله ،د مدني اوبشري حقونود ټولنې د شبکې دليکونو د زمينې برابرول پرغاړه لرل . دشبکې د سرچينومرکزد اسانتياووبرابرول او دشبکې د کاري ډلو همغږي چې دمدني اوبشري حقونو دشبکې دتګلارې پربنسټ يې بڼه موندلې پرغاړه لري .

د مدني او بشري حقونود ټؤلنې دشبکې دسرچينومرکز، د نړيوالې ټولنې او د بشري حقونودليدتوګوپه نوم د کاري ډلودرامنځته کولو لپاره د شبکې د ادارو ترمنځ ، له تاريخي پلوه د دولت او وګړو ترمنځ او د هيواد روانوحالاتو ته په پام سره لازمې اسانتياوې او همغږۍ رامنځته کوي . دلازياتو مالوماتو لپاره دشبکې له مرکزسره اړيکه ونيسئ .