Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

دمدني اوبشري حقونودشبکې دسرچينې مرکز،دښوونيزو توکو، کتابونو ، حقوقي ، ارواپوهنې ،ټولن پيژندنې ،پيداګوژۍ اودولت پيژندنې درسالو په برابرولو اواسانيتاوو به برخه کې د2006 ميلادي کال په سپتمبرکې خپل کارپيل کړی دی .په دې مرکزکې دمدني اوبشري حقونود ټولنې دشبکې ، د شبکې د غړوادارو ، دولتي ارګانونو اودنړيوالې ټولنې د ادارو چې د بشري حقونو په برخو کې کار کوي خپرونې ارشيف اوغړې ادارې له هغې استفاده کوي .

--
 
   
دسرچينو مرکزپه پرلپسې توګه ،د بشري حقونواومدني ټولنې خبرې اترې دبحثونو،خبرو، ګردي ميزونو او شننو په ترسره کولو څيړي ، دسرچينو مرکزپه دغو خبرواتروکې چورليزي رول لري اوپر خبرواترو،رپوټونو نتيجې اخيستنې په...پاتې...
 

دشبکې دسرچینو مرکز ،په دریو عددو کمپوټرونو او د نړیوال جال په خدمتونو مجهز دي .غړي مرکزونه کولای شي له دې اسانتیاوو ګټه پورته کړي.او خپلې ملي او نړیوالې اړېکې ټینګې کړي .له بله پلوه نړیوال جال کولای شي حقوقي ،علمي ،سیاسي،...پاتې...

 
په کتابتون کې کابو600 عنوانه کتابونه ،په بيلابيلوبرخو په تيره بيادبشري حقونواومدني ټولنې دجوړجاړي په اړه موجوددي ،چې دمدني ټولنې اوبشري حقونو داړوندوادارو ، دهغو محصلينوچې په خپلووروستيوتحصلي دفاعيوکارکوي ،دبشري حقونودفعالينواو...پاتې...
         
--
 

کاري ډلې چې د مدني ټولنې اوبشري حقونو د اد ارې دغړولخوا ټاکل کيږي دنده لري چې په بيلابيلوکاري برخوکې ليکونه ، لارښونې ،څيړنې اوشننې له ادارو، روڼ اندو، کورنيواوبهرنيو متخصصينو په ملګرتيابرابرې او خپرې کړي . د مدني اوبشري حقونودشبکې د سرچينومرکزدکاري ډلودغونډو، له غړوادارواومتخصصينو سره دتفاهم اوسلامشورې د زمينوبرابرول ،دکاري ډلودغړود توکودپاڼوسمون ، لوژستيکي اواداري اسانتياوې ،دکاري ډلولپاره دمطالعې اوڅيړنې د زمينې برابرول ، دهغو کتابونو او اثاروبرابرول چې دکاري ډلو د غړود استفادې وړدي اوله ملي او نړيوالوڅيړنيزواداروسره د ارتباط د زمينې په برابرولو کې...پاتې...

 

ښوونيزليکونه چې په اصل کې د بشري حقونودرسي ليکونه دي ، له دوو برخوڅخه جوړشوي ،لومړۍ برخه ، دبشري حقونومضمونونه او دوهمه برخه دبشري حقونودښوونې روده ، د بشري حقونو ليکونه د بشري حقونومنځپانګه په ساده اوروانه بڼه ښوونکو ، فعالينو، ادارواود بشري حقونونوروکارکونکو ته برابروي. ليکونه دکاري ډلولخواچې کورني اونړيوال متخصصين پکې دي اودخپلوکارونوپه برخه کې له بشپړې تجربې اوپوهې برخمن دي چمتوکيږي .هغه ليکونه چې دمدني ټولنې اوبشري حقونوشبکې يې وړاندې کوي له ادارو،د چاروله کارپوهانواوروڼ اندوسره په تفاهم کې برابريږي. لومړنی ښوونيزليک چې د مدني ټولنې او د بشري...پاتې...