
Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
د ۲۰۱۱ میلادي کال د اکتوبر په شپاړسمه د آلمان دفدرالي جمهوریت ولسمشر، جلالتمآب کرستیان وولف، د افغانستان د مدني ټولنې د چترو ټولنو له استازو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ریسې، سره په کابل کې د فدرالي آلمان د جمهوریت، د سفارت په مقر کې لیدنه وکړه. په دې غونډه کې چې د افغانستان او پاکستان په چارو کې د آلمان ځانګړی استازی میخاییل شتاینر، په کابل کې د آلمان دفدرالي جمهوریت سفیر، او په کابل کې د آلمان د سفارت سلاکار، ښاغلی شعیب اعظم هم حاضرو وو، د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنې په استازي توب، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ریسه سیما ثمر، د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اجرایي همغږی کونکې، محمد نعیم نظري، د افغان ښځو د شبکې ریسې، سمیرا حمیدي، د مدني ټولنې دمجتمع ریس، عزیز رفیعي او د ANCB ، ټولنې ریس، سید رحیم ستار برخه اخیستې وه. په دې غونډه کې د افغانستان دمدني ټولنې استازو، دافغانستان د مدني ټولنې د پرمختګونو او ستونزو، د مشروع او دیموکراتیک نظام په رامنځته کیدوکې دمدني ټولنې د ونډې، د بشري حقونو دارزښتونو په ترویج او تعمیم کې د مدني ټولنې اهمیت اوهمداراز په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت په اړه ښاغلي وولف او له هغه سره مل پلاوي ته ېې معلومات ورکړل. په دې کتنه کې د مدني ټولنو استازو، له مدني ټولنو او نورو دیموکراتیکو جوړښتونو څخه د آلمان دولت له ملاتړ او د بشري حقونو له ارزښتونو څخه د دې هیواد له ملاتړه ستاینه وکړه او د دغو ملاتړونو پر دوام ېې له ولسمشر کریستیان وولف، سره خبرې وکړې. په مقابل کې ، ښاغلي وولف، دافغانستان له خکو او مدني ټولنې څخه د آلمان د دولت د ملاتړ اراده څرګنده کړه، او ژمنه ېې وکړه چې د افغانستان له دیموکراتیکو نظامونو څخه د ملاتړ په موخه به نه یواځې دا چې تر ۲۰۱۴ میلادي کاله بلکې له هغه وروسته هم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. له ولسمشر وولف سره په دې سفر کې، د افغانستان او پاکستان لپاره د آلمان ځانګړی استازی، او د دې هیواد یوشمیر نور مهم سیاسي اشخاص ملتیا کوي. هغه په دې سفر کې له ښاغلي ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې له آلماني سرتیرو سره هم لیدنه کوي. |
دافغانستان د مدني تولنې له استازو سره د آلمان د فدرالي جمهوریت د ولسمشر لیدنه