
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
دا چه د افغانستان په اساسي قانون کښې راغلي دي چه د افغانستان وګړي حق لري چه د قانون د حکمونو په حدودو کې له دولتي ادارو څخه اطلاعات ترلاسه کړي په هغه صورت کې چه د نورو حقونو او عامه امنیت ته په کې زیان ونه رسیږي، ددې مطلب د روښانه کولو په خاطر د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې(معلوماتو ته د لاس رسۍ قانون) تر سرلیک لاندې د قانون یوه مسوده په ۹ فصلونو او ۵۲ مادو کې ولیکله، د قانون دغه مسوده ئی د نورو زونونو په شمول ختیځ زون ته هم راواستوله چه د دی مسودې په هکله د خلکو نظرونه او وړاندیزونه راټول کړو.
په ختیځ زون کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې دفتر د دغه قانون د مسودي یوه یوه کاپي ځینو دولتي او غیر دولتي ادارو مدني ټولنو ته ولیږله او دوی ته ئي بلنه ورکړه چه په اړونده مسودي باندی د خبرواترو په پروګرام کې برخه واخلې او د دې قانون په هکله خپل رغنده نظریات او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړي. د خبرواتروپه دغه غونده کې چه د روان کال د غوئی د میاشتی په ۲۹مه نیټه په ختیځ زون کې د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې په دفتر کې جوړه شوې وه د ننګرهار ولایت د اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ، د ښځو چارو رئیسانونو، د خبریالانو او ژورنالستانو د اتحاديی رئیس، د ولایتي شورا، د محکمې رییس، د ملي امنیت، د یوناما، او د شبکې د غړیو ټولنو استازو په کې برخه اخیستې وه. غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چه بیا په ختیځ زون کې د شبکې همغږي کوونکي ډاکټر نعمت الله همدرد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د شبکي په موخو او کړنو رڼا واچوله او ګډون کوونکو ته ئي د دې قانون د ارزښت په هکله هراړخیزې خبرې وکړې. د دغه قانون هره ماده ولوستل شوه او ګډون کوونکوېې په اړه خپل نظر وکړي بیا ګډون کوونکو هریو په خپل وار سره خبرې وکړې او د مدنې ټولنې او بشرې حقونو د شبکې دغه نوښت ئی وستایلو او له دې قانون څخه ئي خپل ملاتړ اعلان کړ او هیله ئی څرګنده کړه چه دغه قانون د ملې شورا او جمهور رئیس د تائید وړ وګړځي.
|
معلوماتو ته د لاس رسي د قانون د مسودې په اړه
د خبرواترو د پروګرام راپور