
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
د شهید اجمل نقشبندي واټ نن د افغان ژورنالیستانو د ملي اتحادېې او رسنیو یوشمیر استازو په ګډون رسماْ په کابل کې پرانیستل شو. د ۲۰۱۰ کال دجون په ۲۶ یوشمیر ژورنالیستان، د مدني ټولنو استازي د شهید اجمل نقشبندي د واټ پرانیستنې لپاره سره را غونډ شوي وو. هغه واټ چې د شهید اجمل نقشبندي په نوم نومول شوې د دهن باغ له څلور لارې څخه پیل او د برکي په څلور لارې کې پاي ته رسیږي.
دا مراسم د افغانستان د ژورنالیستان د ملي اتحادېې د مشر، عبدالحمید مبارز په خبرو پرانیستل شوو. هغه دخپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: « دا واټ شهید اجمل نقشبندي ته د احترام په خاطر د هغه په نوم نومه وو. » هغه له دولته وغوښتل ترڅو د ژورنالیستانو امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي، ځکه د امنیتي حال خرابوالي په نیغه توګه د ژورنالیستانو په کار اغیزه کوي. د رسنیو د څار ټولنې مشر صدیق الله توحیدي هم له رسنیو سره په مرکه کې وویل: « د هرکال په تیریدو سره د ژورنالیستانو امنیت مخ په خرابیدو دی، اویوشمیر په جګړه کې د ښکیلو بیلابیلاو ډلو له خوا وهل ټکول شوي دي ». هغه له دولته وغوښتل ترڅو د ژورنالیستانو امنیت ته دي جدي پاملرنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د آزادو ژورنالیستانو ټولنې ریس، رحیم الله سمندر رحیم الله سمندر رسنیو ته ویلي وو، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې، د ژورنالیستانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۰ پیښي ثبت شوي چې په هغې کې وهل ټکول، ټپي کیدل، اختطاف او د رسنیو تړل کیدو شتون درلود. ښاغلي نقشبندي، کله چې ایټالیايي خبریال « دانیل ماسترو جیاکومو » د دغو دواړو موټر چلونکی سید آقاي، د ۲۰۰۷ کال دمارچ ۵، د طالبانو ډلي یو مهم قوماندان ملا داد الله کسانو لخوا برمټه شول. طالبانو په لومړي ګام کې ددغو دواړو ژورنالیستانو موټرچلونکي وواژه، او وروسته يي پیغام ورکړ چې طالبان حاظردی د افغانستان له زندانونو څخه د طالبانو د بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې به اجمل نقشبندي او ایټالیايي خبریال پریږدي. د افغانستان او طالبانو ترمنځ له یوې میاشتې جنجال وروسته، بالاخره ایتالیايي ورځپاڼه لیکونکي د پنڅو طالب بندیانوپه بدل کې د طالبانو له خوا خوشی شو؛ خو اجمل نقشبندي بیا هم په بند کې پاتې شو، طالبانو اعلان وکړچې حاضر دي دطالبانو د یوبل بندي د خوشې کیدو په بدل کې اجمل نقشبندي هم پریږدي؛ خو دافغانستان دولت د ځانګړي لامل له امله، د طالبانو غوښتنې ته سم ځواب ورنکړ، چې په پایله کې د ۲۰۰۷ کال د اپریل په ۸، د طالبانو د ډلې یو ویاند، رسنیو ته د افغانستان پردولت د نیوکې په کولو، د اجمل نقشبندي د سرپرې کولو خبر ورکړ. د اجمل نقشبندي له شهادت وروسته په سلګونو کسانو د شمعو په بلولو سره د اجمل نقشبندي غم وژاړه. د سولې جایزه په همدې حال کې دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د اجمل نقشبندي د شهادت په لومړۍ کلیزي کې ددغه ژورنالیست په نوم د «سول ې » ځانګړې جایزه اعلان کړه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اعلامیې کې لیکلي وو:؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اجمل نقشبندي د شهادت د لومړۍ کلیزې په مناسبت د سولي ژورنالیزم یو جایزه د هغه په نوم اعلانوي ؛ اجمل نقشبندي په ۱۳۶۰ هجري ـ لمریز کال کې، د کابل په ښار کې زیږيدلې. چې د ښونځي له پایته رسولو وروسته، د ورزپاڼه لیکنې په کورسونوکې شامل شوو، چې وروسته ېې د ورځپاڼه لیکنې دنده غوره کړه. |
د شهید اجمل نقشبندي واټ پرانیستل شو