Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اطلاعاتو ته لاس رسی په هیوادکې په یو مهمې اړتیا بدل شوې. د اداري فساد پراخوالی، د ټاکنو پرمهال د وګړو غوښتنو ته بې پامي، د افغانستان دولت او وګړو ترمنځ د ارګانیکو اړیکو نشتوالی اطلااعاتو ته لاس رسي ته د سیدو په وړاندې ددغو ټکو ناوړه پایلې شمیرل کیږي. په تیرو شپږو کلونو کې د افغانستان مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې د بشري حقونو په اړه ستر بحثونه په لاره اچولي، ددغو بحثونو په پایله کې د افغانستان مدني ټولنه اوبشري حقونو شبکه دې ګډباور ته ورسیده ، چې اطلاعاتو د دلاس رسي موضوع د بشري حقونو د ارزښتونو دپلي کولو لاره اواره وي.

اطلاعاتو ته د لاس رسي لپاره د تخصصي توګه بحث کولو په موخه، د مدني ټولنې اوبشري حقونوشبکې د۲۰۰۹میلادي کال د مې په ۲۹ دمزارشریف په ښارکې تحلیلي سمپوزیم په لاره واچوه. دغه سمپوزیم اطلاعاتو ته د لاس رسي کموالي لاملونه تر څیړنې لاندې ونیسي او دافغانستان مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې ته لا زیات وړاندیزونه وکړل. د مزارشریف تحلیلي سمپوزیم وموندله چې اطلاعاتو ته لاس رسی په دغه برخه کې قانون ته اړتیا لري. دغه سمپوزیم وړاندیز وکړ ترڅو په مزارشریف ښارکې د کارپوهو کسانو څخه یو ډله جوړه شي ترڅو دغه ډله اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون خامه جوړه کړي. ددغه سپوزیم لاسته لاوړنې د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې په پروګرامونو کې شامل شوې. وروسته له هغه چې کاري ډله جوړه شوه، دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې دارالانشا ددغه قانون لومړنۍ طرحې لپاره لومړنې مسوده طرحه کړه. د کاري ډلې غړي هریو ښاغلي سید محمد اسلامي د دیني چارو کارپوه، ښاغلي رحیم ابراهیمي ورځپاڼه لیکونکی، روڼ آنده او فعال کارکونکي ښاغلی تقي الله تقي او د حقوقي چارو کارپوه ښاغلي کاوه سحاب وتوانیدل د اووه میاشتو په موده کې د نه ستړي کیدونکو هڅو په پایله کې ددغه قانون لومړۍ طرحه جوړه او هغه رسنیو، مدني ټولنو او روڼ آندو ته وړاندې کړي.

وروسته له هغه چې اطلاعاتو ته د لاس رسي لومړنۍ طرحه جمعبدني شوه، په مزارشریف ښارکې د شبکې د دارالانشا او کاري ډلې له لوري په هیواد کې سترې خبرې ترسره شوې. دسترو بحثونو ددغه کاري پروګرام پربنسټ، په هیوادکې پنځه پړاونه اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون ته د مشروعیت ورکولو لپاره ترسره کیږي.

لومړی پړاو د هیواد په شمال کې د بحثونو جوړول. په دغه کاري پړاو کې کاري ډلې د مزارشریف په ښارکې د بشري حقونو برخې کارکونکو او ټولنو، دولتي ادارو اومدني ټولنو ته ددغه قانون د مسودې طرحه وړاندې کړه. په دغه کاري پړاو کې، کاري ډلې نوې لیدلوري جذب کړل او د مسودې لاغني کیدو په موخه ېې هغه په مسودې کې ځاي کړل.

دوه هم پړاو ، دا پړاو له مدني او دولتي ټولنو، پوهنتونونو، روڼ آندو اوپه هرات ولایت کې د بشري حقونو مدافعانو سره کارنده خبرې اتري جوړوي. په دغه پړاو کې د کاري ډلې استازی اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې، په هرات ولایت د لومړنې مسودې طرح کول، کارپوهانو او د نورو دولتي اومدني ټولنو څانګو نظرونه د مسودې پیاوړي کیدوپه موخه ورزیاتوي.

« اطلاعاتو ته لاس رسي او د بشري حقونو او دموکراسۍ فرهنګ رواجولوکې د هغې ونډې » په اړه دوهم تحلیلي سمپوزیم

په هیواد کې د سراسري خبرو اترو د پروګرامونو د ترسره کیدو سره جوخت، اطلاعاتو ته د لاس رسي او د دموکراسۍ اوبشري حقونو په پلي کولو کې د هغې ونډې په تړاو دوهم تحلیلي سمپوزیم، د ۲۰۱۰ لسم کال په جون میاشت کې د افغانستان پارلمان دغړو څیړنیزو مقالو په ویلو سره جوړیږي. دغه څیړنیزې مقالې د « پارلمانتریزم په فرهنګ » ، د « روڼتیا اوحساب ورکون ې میکانیسمونو په رامنځته کولو » ، د « قانون په حاکمیت » او « دبشري حقونو په پلي کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ ونډې او اغیزې » رانغاړي. دغه مقالې د ولسي جرګې غړو له خوا ترتیب کیږي او د سمپوزیم په لړکې وړاندې کیږي او د بشري حقونو مدافعانو، روڼ آندو او رسنیو له خوا د سترو بحثونو په رامنځته کیدو سره به مل وي. اطلاعاتو ته د لاس رسي ددوهم تحلیلي سمپوزیم مسوده، دسمپوزیم له جوړیدو مخکې ترلاسه کوو او په اړه يي د څیړنیزو مقالو دپایلو په تړاو بحث رامنځته کیږي.

دریم پړاو ، له مدني ټولنو، پوهنتونونو، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، روڼ آندو او د بشري حقونو مدافعانو، د حکومت او ولسي جرګې استازو او نړیوالو مدني ټولنې له یوشمیر استازو سره په کابل کې کارنده او ګټور بحثونه جوړیږي. په دغه اوږدمهال لیدلوري کې کاري ډله اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د مسودې په وړاندې کولو سره، مخاطبانو نظرونه او اطلاعات جمعبندي کړي او د مسودې دمعنوي بډاینې لپاره په هغې کې ځاي کړي.

څلورم پړاو ، د هیواد په مرکزي سیمو کې د بحثونو جوړول، یعنې د بامیانو په لرغونې ښار کې دغه بحثونه په لاره اچول کیږي. په دغه پړاو کې دبامیانو ولایت د مدني او بشري حقونو ټولنې استازو لیدلوري د اکا دمیکو او دولتي ادارو جدي غبرګونونه سره یوځاي جمعبندي کیږي.

پنځم پړاو ، د هیواد په ختیځ کې کارنده بحثونه جوړوي. په دغه پړاو کې کاري ډله د هیواد د ځینو سیمو د لیدلوري په مرسته غني شوې مسوده جمعبندي کوي او د مدني ټولنو، رسنیو او د دولتي ادارو استازو، پوهنتونونو او دننګرهار ولایت روڼ آندو ته وړاندیزو کوي. په دغه پړاو کې کاري ډله مهمې لاسته راوړنې هم له ځانه سره لري، مسوده د لا زیات مشروعیت په ترلاسه کولو سره د افغانستان مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې دارالانشا ته وړاندي کوي.

دانګارې مجلي د ځانګړې ګڼې خپرول

دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه، اطلاعاتو ته د لاس رسي فرهنګ تعمیم په موخه، د « انګارې » مجلې یو ځانګړې ګڼه له څیړنو،تحلیلونو، مصاحبو او بحثونو سره خپروي. په دغه ګڼه کې د هیواد د تکړه لیکوالانو لکنې، د اطلاعاتو ته لاس رسي اړتیا روښانه کولو په موخه به خپرې شي. دانګارې ځانګړې ګڼه به اطلاعاتو ته دلاس رسي دوهم سمپوزیم په اړه د ولسي جرګې غړو څیړنیزې مقالې او لیکنې هم خپرې کړي، چې دغه ګڼه به علمي ټولنو،کتابتونونو، رسنیو او روزنیزو مؤسسو ته چې په بیلابیلو کچو کې دي به هم ولیږل شي.

د شبکې د ویسایت www.cshrn.af له لوري د ځانګړو مطالبو خپرول

دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې ویبسایت، د ۲۰۱۰ میلادي کال له مارچ راهیسي په دوامداره توګه، اطلاعاتو ته دلاس رسي په اړه د نظرونو،مقالو او ذهنیت روزنې په اړه مصاحبې او مطالب خپروي. په دې اړه د هیواد په لر او برکې، دشبکې له ټولو قلمي همکارانو، روڼ آندو او بشري حقونو مدافعانو سره په نږي اړیکه کې د ویبسایت مطالبو په راټولو کې ونډه واخلي.

دافغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکه د کاري ډلې په ملتیا د هیواد له لر او بر څخه ستر لیدلوري راټولوي او اطلاعاتو ته د لاس رسي په مسوده کې ځاي پرځاي کوي، او د مزارشریف له کاري ډلې سره پر هغې بحث کوي. په دغه پړاو کې راتلونکي پروګرامونه ددغې مسودې پر قانون بدلیدو لپاره طرحه جوړیږي.

له دې سره جوښت په هیواد کې د کارنده بحثونو پنڅم پړاو، دتیرو پروګرامونو او دفعالیتونو څخه په ګټې اخیستو، په ملي او محلي سیمو کې د رسنیو ستر فعالیتونه په لاره اچوي. په دغه پړاو کې ځاي راډیويي او ټلویزیوني خپرونې او همداراز په ورځپاڼو مجلو، ویب سایتونو او نورو رسنیو کې، د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په همغږۍ کې خپرونې جوړیږي. او همداراز دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون اړتیا په موخه د ذهنیت روزنې او نور پروګرامونه جوړوي.■

اطلاعاتو ته لاس رسی، د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې د ستراتیژیو له لومړي توبونو څخه