Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې د ۱۳۸۸ کال دقوس په نولسمه چې د۲۰۰۹ میلادي کال د دسامبر له لسمې سره سمون خوري، دبشري حقونو نړیوالې اعلامیې دتصویب یوشپیتمې کلیزې په مناسبت چې د دسامبر لسمه ده ، دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د تحلیلي لیک د خپرولو په موخه درسنیو او مدني ټولنو په پراخ ګډون سره دکابل په ښارکې یومطبوعاتي کنفرانس جوړکړ.

دغه کنفرانس د سهار په نهو بجو، دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې همغږي کونکي له لوري په خبرو سره په رسمي توګه پرانیستل شو. ښاغلي نظري ترهرڅه دمخه دبشري حقونو نړیواله ورځ ټولو ګډونوالو او دبشري حقونو فعالینو ته مبارکي وویله او همداراز د رسنیو اومدني ټولنو په لویه کچه ګډون څخه ېې مننه وکړه، نوموړي ددغه مطبوعاتي کنفرانس موخه د رسنیو له لارې دافغانستان وګړو اودولت ته دمدني ټولنو د لیدلورو پراختیا اوخپروول ووبلل. همدا راز ښاغلي نظري ددغه څیړنیز اوتحلیلي لیک د جوړیدو په اړه هم لنډ مالومات ورکړل.

وروسته د سهار په خبر افغانستان راډیو ریس اودافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې دعلامیو کمیټې غړي باري سلام، دغه پرانیستی لیک ولوست.

دکنفرانس په ورستۍ برخه کې د افغانستان مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې همغږي کونکي محمد نعیم نظري، دسولې او عدالت ټولنې ریس او د شبکې د اعلامیو اوپیغامونو د کمیتي غړي احمد جاوید شکیب ، داړیکو دموسسې ریس او د شبکې د اعلامیو اوپیغامونو کمیټې غړي دخبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

ګډونوالو د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې دغه مثبت عمل یو با ارزښته ابتکار وباله، او همداراز دافغانستان له دولته غواړي ترڅو ددغه بارزښته تحلیلي لیک مهم ټکي په خپلو پروګرامونو کې ځاي او پلي کړي.

 

دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ته د افغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې، دپرانیستي تحلیلي لیک، دکنفرانس لنډ راپور

خبریاله: فروزان آرزو