
Copyright 2007-2012
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
د رپوټونو آرشیف |
||||||||||
|
د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسې، د ۱۳۹۰ لمریز کال د وري په اتمه نیټه،چې د ۲۰۱۱ میلادي کال، د مارچ له ۲۸ سره سمون لري د « جنسیتي انډول پیاوړتیا » په نوم یو ځانګړی پروګرام جوړ کړ. د دې پروګرام موخه له وضعیت څخه څارنه او دملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک له مخې عدالت غوښتنه وه، چې د ASGP ، په مالي همکاري ترسره شو.
دا پروګرام چې د اووه میاشتو لپاره طرحه شوی وو. درې ولایتونه یعنې کابل، پروان او بامیان کې تر پوښښ لاندې ونیول، او په هر ولایت کې ۱۰۰ ښځې، د ځانګړو معیارونو لمخې وپيژندل شوې. چې له هغې وروسته په هر ولایت کې یاد شوي کسان د عدالت غوښتنې په ډلو او سلاکارو ډلو وویشل شول. په هر یو یاد شوي ولایت کې عدالت غوښتونکې ډله، له ۷۵ لوستو ښځو څخه جوړه شوی وه، چې د ځینو لاملونو له امله ېې دندې نه درلودې. دا پروګرام د پریکړه لیکونو په اړه په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریګړه لیک په اړه د پوهاوي د کچې لوړولو او همداراز د افغانستان دولت لخوا د نړیوالو ژمنو په اړه د معلوماتو او د « عدالت غوښتنې پیژندنې » او د « عدالت غوښتنې بڼو » ښولو په موخه ترسره شو. په هریو یاد شوي ولایت کې د سلاکارانو ډله ، د ۲۵ میرمنو څخه چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت لري، او په دولتي او یا غیر دولتي ادارو کې په کار بوختې وي جوړه شوی وه. دې ډلې په منظمه توګه د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو موسې په بحثونو او پروګرامونوکې ګډون کړی وو. ددغو پروګرامونو د جوړولو موخه د ښځو د وړتیاو لوړول، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شوراد ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک په اړه د هغوې دنظر ترلاسه کول او بحث ته دموضوع ګانو راکاږل وو، ترڅو هغوۍ وشي کولاي په خپلو دفترونوکې د ښځو د جنسیتي انډول څرنګوالي، د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، او دهغه دفتر د پالیسیواو پروګرامونو په اړه معلومات راټول کړي او، له بحثونو وروسته دا معلومات د عدالت غوښتنې ډلې ته وسپاري.
د داشان معلوماتو راټولول له یوه پلوه د خپلو دفترونو د پالیسو او پروګرامونو په اړه پوهاوې لوړوي، له بل پلوه په دې اړه بحث او خبرې دهغوۍ وړتیاو لوړوي، ترڅو وشي کولاي دخپلو دفترونو په غونډو کې فعالانه ونډه واخلي. همداراز د هغو معلوماتو له مخې چې « د سلا کارانو ډلې » ، « عدالت غوښتنې ډلې » ورکړي، دعدالت غوښتنې ډله دهغې پربنسټ خپل عدالت غوښتونکي فعالیتونه طرحه کوي. چې د دې لمخې په بامیانو ولایت کې دعدالت غوښتونکې ډلې په اعلامېې کې له بهرنیو ځواکونو څخه د مسولیت په لیږد کې د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا د۱۳۲۵ پریګړه لیک موضوع ته پام اړول کیږي. چې دا د دې ډلې د فعالیت یوه بیلګه ده. همداراز په دې پروګرام کې « د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړله لیک ملاتړه ډله » د درې ولایتونو په کچه رامنځته شوه، چې ډیره مهمه ونډه ېې هم ولوبوله. دا ډله چې د یو شمیر دولتي او غیر دولتي ادارو د ریسانو او مسولینو څخه جوړه شوې وه، په هردو دوه میاشتوکې یوځل غونډه کوله او په ټولو برخو کې ترلاسه شوي معلومات ېې ارزول، او په اړه ېې خپل نظر وړاندې کاوه. یاد شوي پروګرامونه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو دموسسې ستراتیژۍ، له مخې طراحي شوې وې، لاندې مهمې برخې تر پوښښ لاندې نیولې: ۱- همغږي: په دې برخه کې هڅه شوې هغه ښځې چې تحصیل ولري خو په رسمي کارونوکې بوختې ندي، له هغو ښځو سره چې په عمل کې له دولتي یا غیر دولتي ادارو سره کار کوي، دخپل ولایت په کچه همغږي کړي. همداراز هر یو د بل ولایت له دوه نورو ښځو او د هغو ولایتونو له مدني ټولنو سره همغږي شوې؛ ۲- ظرفیت روزنه: په دې برخه کې هڅه شوې ده ترڅو له یادو ولایتونو څخه درې سوه ښځې، د « د ملګرو ملتونو سازمان د پریګړه لیکونو ، او په نړیوالو مناسباتو کې دهغې د ونډې په اړه » ، « د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریګړه لیک، په اړه چې په نړوالې سولې او امنیت کې د ښځو ونډې په اړه صادر شوې » ، « جنسیت یا جندر » ، « دعدالت غوښتنې څرنګوالی » ، « دعدالت غوښتنې بڼې » ، « عدالت غوښتنې په عمل کې » ، « لابي کول » ( Lobbying )» ، اعلامیه څه ده او څه ډول رامنځته کیږي؟ « پرانیستی لیک څه دی او څه ډول لیکل کیږي؟ » او ... د بحثونو او ورکشاپونو په جوړولوسره د هغوۍ ظرفیتونه وروزل شي. ۳- عامه پوهاوی: په دې برخه کې پرله پسې او سیستماتیک راډیويي پروګرامونه په هره اونۍ کې خپریدل، چې په یادو شویو، دریو ولایتونو کې د ښځو، د دولتي ادارو دمسولینو، او دمدني ټولنې غړو او نورو مهمو کسانو په پوهاوي کې کارنده ونډه ولوبوله.
داپروګرام چې د مدني ټولنې اوبشري حقونو موسسې لخوا تنظیم اوجوړ شوی وو، د « عدالت غوښتونکې ډلې، د سلاکارانو ډلې »،« دملاتړوډلې »، د « کارپوهانو او د پوهنتون داستادانو ډلې »،« د دولتي ادارو مسولینو »،« دبشري حقونو فردي فعالانو »،« ټولنیز او سیاسي فعالانو »،« دیني علماو »، او ... په ونډې اخیستو سره، ددغو دریو ولایتونو په ځايي راډیوګانوکې خپاره شول:
۴- څارنه: په دې برخه کې درې سوه ښځو، په دریو ولایتونو کې « د اطلاعاتو د راټولو د څرنګوالي »« د لاسته راغلو معلومات د څیړلو څرنګوالي » او « د وضعیت څیړنه او تحلیل » ېې زدکړ، ترڅو وتوانیږي د عدالت غوښتنې موضوع او بڼه څرګنده کړي.
۵- عدالت غوښتنه: په دې برخه کې درې سوه ښځې د عدالت غوښتنې، او د عدالت غوښتنې د بڼو او یوشمیر نورو برخو کې تمرینونه ترسره کړل او د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسه ډاډه شوه، چې دا ډلې د پام وړ وړتیا او هغږي لري، او د لا زیاتې پانګونې په صورت کې دا ډلې کولی شي، په ډیرو اغیزمنو ډلو بدلې شي. د پروګرامونو پایلې او لاسته راوړنې دې پروګرام د اووه میاشتو په موده کې لاندې لاسته راوړنې لرلي دي : • د ښځو حقونو او شرعي موضوع ګانو په اړه د ښځو د پوهاوي د کچې لوړول او سیمې او کورنیو غړو ته ددغو پوهاويو لیږد؛ • دعدالت غوښتنې د عملي لارو زدوکول او په دې برخه کې د ښځو ونډه؛ • د ښځو ترمنځ شبکه راجوړونه او دولتي او مدني تولنو سره د هغوۍ د اړیکو ټینګول؛ • په دریو ولایتونو کې له مشاورو ډلو سره د اړیکو او پیژندنو په پایله کې د څو ښځو لپاره د کار موندنه، • په ولسي جرګه کې د پروان ولایت استازې ُ ذکیه سنګین په مشرۍ په دې ولایت کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې اوهمغږۍ څیړلو په موخه د ښځو کمیسیون رامنځته کول؛ • په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ښځو وڼدې اخیستو لپاره، د لیوالتیا راپیدا کول؛ • دعدالت غوښتنې او حق ترلاسه کولو په برخه کې، د ښځو هڅول؛ • د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، د پلې کونکو د پوهاوي لوړول؛
د پروګرامونو د پایلو له مخې وړاندیزونه • باید د پوهاوي د لوړولو په برخه په ځانګړې توګه د مدني ټولنې،دولتي ادارو او نورو برخو کې پروګرامونه طرحه او پلې شي؛ • د پالیسې جوړونې په برخوکې د روزنیزو پروګرامونو جوړول چې وشي کولی د افغانستان په ادارو کې د جنسیتي انډول په برخه کې ځوب وینکي وي؛ • د ملګروملتونو سازمان دامنیت شورا د ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک له مخې د ملي عمل یو پروګرام جوړول؛ • د ښځو لپاره د کارموندنې د پروګرام جوړولو ته چې وشي کولی د ښځو اقتصاد تضمین کړي، اړتیا ده؛ • په اداراتو کې د جنسیتي انډول په برخه کې د مثبت تبعیض د پالیسې لپاره هڅې، په ځانګړې توګه د ملي پولیسو او قضا په برخو کې؛ • د ښځو د ظرفیت لوړوالي په موخه د سرچینو او امکاناتو راجلبول، او د ښځو د ظرفیت لوړولو په برخه کې د مدني تولنې له اوږد مهاله پروګرامونو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ؛ |
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ۱۳۲۵ ګڼې پریکړه لیک، په برخه کې د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسې کارونه