Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

د کتابونو آرشیف

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 





 

 

 

 

 

 

 

 

 




مقدمه

د انتقالي عدالت ښونیز لاسوند چاپ شو

د انتقالي عدالت ښونیز لاسوند چې د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسې د یوې څلور کسیزې څیړنیزې ډلې د څیړنې حاصل دی، په دې وروستیو کې له چاپه راووت. دا ښونیز لاسوند چې د اسپانیايي موسسې (اسدا)، په مالي مرسته په یوسل او دوه اویا پاڼو کې پنځه زره ټوکه، خپور شوی، له معدودو آثارو څخه دي چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت په برخه کې رامنځته شوی دی.

د دې ښونیز لاسوند د څیړنې ډلې غړي عبارت دي: له حسین سرامد، احمد جاوید شکیب، سهیلا وداع خاموش او احسان قانع چې دا ټول د مدني ټولنې او بشري حقونو موسسې څیړونکي او روزونکو له ډلې څخه دي.

دا کتاب د څلورو فصلو او یوې مقدمې لرونکی دی.

لومړی فصل، د انتقالي عدالت مفاهیم او کلیات لکه، د انتقالي عدالت تعریف، د انتقالي عدالت ارزښت او موخې، د انتقالي عدالت د نظر وړ جنایتونه او د نړیوالو جنايي حقونواسنادو له مخې د هغو تعریف، او د انتقالي عدالت د پلي کیدو بڼې او پړاونه تر بحث لاندې نیسي.

په دې فصل کې راغلي، چې انتقالي عدالت داسې لړۍ ده چې په جنایت لیدلو ټولنو کې پلي کیږي او په پراخه کچه له بشري حقونو سرغړونې او جنایتونه، تر بحث لاندې نیسي او له جنایتونو او جګړو له امله له راپیدا شوي کړکیچ څخه ددغو ټولنو په سالمه توګه د وتو، د تلپاتې سولې راتلو، د عدالت د ټینګښت، د ټولنیزو اړیکو بیا رغونې او په عدالت ولاړ د یو دیموکراتیک نظام جوړیدو لپاره ځانګړي میکانیسمونه پلي کوي. دا میکانیسمونه د تیرو جنیاتونو او پیښو په اړه د حقیقت موندنې، او مستند جوړونې، په جوړښتونو کې د اصلاحاتو راوړو، د جنایتونو له قربانیانو سره د مرستې، او له هغوۍ سره خواخوږي، جزايي عدالت او لمانځنو لرونکي دي.

هغه څه چې انتقالي عدالت ېې غواړي د هغې له رامنځته کیدو او طرحې سره مرسته کوي، د یوې سالمې او انساني ټولنې بنسټ ایښودل؛ او داسې ټولنه چې وګړي ېې د سولې او سوکالۍ په فضا کې په عزت او کرامت سره له بشري حقونو برخمن ژوند ولري.

تر ټولو مهمې موخې چې انتقالي عدالت ېې تعقیبوي، عبارت دي له: له بشري حقونو څخه د سرغړونې دوام، د قربانیانو د ټپونو التیام او د یوې باثباتې او سالمې ټولنې رامنځته کول، د سولې ساتنه او پیاوړتیا او د هیواد د ټولنې په ټولو برخو کې د عدالت، وجداني او رواني امنیت او له بشري او ګړنیزو حقونو څخه په برخمن کیدو سره ملي روغه جوړه پیاوړي شي. د معافیت د فرهنګ له منځه وړل او د قانون حاکمیت، د دموکراسۍ د نظامونو بنسټ ایښودل، او د دموکراتیکو ادارو رامنځته کول او د برشري حقونو د فرهنګ بنسټیزه کول دي.

دا فصل روښانه کوي، چې دانتقالي عدالت د پام وړ جنایات عبارت دي له: د بشریت په وړاندې جنایت، جنګي جنایتونه او نسل وژنه. ډیری دا جنایات په پراخه کچه او سازمان شوې بڼه ترسره کیږي چې دا د نړیوالو جزايي حقونو له مخې، په نړیواله کچه د څیړنې وړ دي. یعنې د دې جنایتونو عاملان هر چیرې او په هر وخت کې چې وي، د څارنې او څیړنې وړ دي.

همداراز دا فصل، د انتقالي عدالت د پلي کیدو د لړۍ څرنګوالی معرفي کوي او د هریو شرایط تر بحث لاندې نیسي.

د دې کتاب دوهم فصل، د انتقالي عدالت رامنځته کیدل او د انتقالي عدالت په برخه کې دنورو هیوادونوتجربې ترڅیړنې لاندې نیسي. د دې فصل په یوه برخه کې راغلي دي: (انتقالي عدالت د تیر تاریخ د ډارونکو ناورینونو ، په ځانګړې توګه د شلمې پیړۍ محصول دی. داسې ناورین چې له یوې مخې د څیړنې او فیصلې وړ او له بلې مخې دومره پراخ او ستر وو، چې په عادي قضايي او عدلي کارونو د هغې څیړنه شونی نه وه). په دې فصل کې، د یوګوسلاویا، رواندا او همداراز د نړیوالې جنايي محکمې یادونه شوی ده.

همداراز دا فصل د انتقالي او جزايي عدالت ترمنځ توپیرونه هم روښانه کوي، چې روښانه کوي جزايي عدالت یواځې حقوقي اړخ لري؛ په داسې حال کې چې انتقالي عدالت په عین زمان کې له حقوقي،سیاسي، ټولنیز او آن رواني اړخه برخمن دی او د دهغې پلي کول پیچلو کارونو ته اړتیا لري.

د دې فصل په بله برخه کې د سهیلي افریقا، رواندا، آرژانټین او کامبوج په هیوادونو کې د انتقالي عدالت د پلي کیدو بیلګې تربحث لاندې نیول شوي دي او د هغې مهمې ځانګړنې د قوت او ضعف ټکي تر بحث لاندې نیول کیږي.

د دې کتاب دریم او څلورم فصل، په افغانستان کې د انتقالي عدالت عملي برخې او د لړۍ د پلي کیدو د امکان څیړلو ته متوجه شوی دی.

د دې ښونیز لاسوند دریم فصل، د انتقالي عدالت ونډه اخیستونکي تربحث لاندې نیسي چې کومو نړیوالو او ملي ټولنو او بنسټونو د انتقالي عدالت په پلي کولو کې ګټوره ونډه اخیستې وه. او څرګندوي چې په کومو بڼو، د هغې په پلي کیدو کې ونډه اخیستی شي. په دې فصل کې د دولت او اړوندو ارګانونو پر ونډې زیات ټینګار شوی دی او ویل کیږي چې حکومت د ملي حاکمیت ممثل او د قانون پلې کونکی دی او د وګړو له حقونو د ساتنې او د عدالت د تامین مسوول دی. نورې ټولنې او ادارې له هغې ډلې، مدني ټولنه د انتقالي عدالت په پلي کولو کې ګټوره ونډه لري او کولی شي پر دولت د فشار او یا نفوذ له لارې، دولت د دې پروګرام پلي کولو ته اړباسي او یا هم د هغې د پلي کولو په ځینو برخو کې مرسته وکړي.

د دې کتاب څلورم فصل، په افغانستان کې د انتقالي عدالت فرصتونو او ستونزو ته ځانګړی شوی. په دې فصل کې د عدالت په پلي کیدو کې د اسلام د مبین دین ونډې او د عدالت پر عملي کیدو د هغې په ټینګار بحث کیږي له هغې وروسته له هغو لارو په ګټې اخیستو چې دافغانستان اساسي قانون او نورو قوانینو، د وګړنیزو حقونو د ورکړې او تر پښولاندې شویو حقونو بیا احقاق په موخه رامنځته کړي تر بحث لاندې نیول کیږي. همداراز د افغانستان نړیوالې ژمنې او په دې اړه د نړیوالو حقونو اصول هم ذکر کیږي.

همداراز په دې فصل کې ویل شوي دي، چې په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پلي کیدو په وړاندې سترې ستونزې هم موجودې دي. چې له هغې ډلې یوشمیر ېې عبارت دي : په دې برخه کې د قانوني تشې شتون، د انتقالي عدالت په پلي کیدو کې د دولت ارادې نشتوالی، د دولت په ارګانونو کې د جنایتکارو زورواکو شتون، ټولنیزې ستونزې، او قومي، مذهبي، ژبني، جنسي تعصبات...، په افغانستان کې د جګړې او نا امنیو دوام، د عدالت منونکي فرهنګ کموالی او په افغانستان کې د تاوتریخوالي دودیدل، له دین څخه د ناوړه تعبیرونو اخیستل او د جنایتکارانو له لوري د خلکو له دیني باورونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه، د سواد او عامه پوهاوي د کچې راټیټوالی او د پراخې بېکارۍ شتون او....

د افغانستان د مدني او بشري حقونو موسسه، هیله منه ده چې د دې کتاب ترتیب او خپرول، د انتقالي عدالت پیژندو او روښانه کولو کې مرسته وکړي او په افغانستان کې د دې پروګرام په پلي کیدو کې اغیزمن پرې وځي.

په افغانستان کې د سولې او عدالت د ټینګښت او بشري حقونو ته د احترام او د هغې د رعایت په هیله!