
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
افغانان تر بل هر وخته زیات، سمو او کره معلوماتو ته اړتیا لري
مرکه کو و نکی: فیضي
د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې د سایت درنو لیدونکو او لوستونکو ! په دې وروستیو کې د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لخوا اطلاعاتو ته د لاس رسی د قانون مسوده جوړه شوې ده او ټاکل شوې تصویب لپاره د هیواد ولسي جرګې ته واستول شي، له دې امله مو وغښتل، اطلاعاتو ته د لاس رسي په د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي له استاد ښاغلي محمد شفیق وردګ سره مرکه و کړ و چې تاسې ېې لوستو ته رابولو. له هرڅه مخکې له غواړم له تاسو څخه مننه وکړم چې د مرکې په اړه مو زما غوښتنه ومنله؛ فیضي: لکه څنګه چې په ځلونو د رسنیو لخوا اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه اشارې شوي له دې ټولو سره سره د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د جوړیدو په اړه یولړ اقدامونه کړي او همداراز اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون مسوده هم د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لخوا جوړه شوې. ستاسو په نظر ددې قانون د جوړیدو اړتیا په هیواد کې څومره لیدل کیږي؟
فیضي: اطلاعاتو ته لاسرسی په ټولنه کې څه اغیزې لرلی شي او کومې ستونزې اواره ولی شي؟ شفیق وردګ: لکه څنګه چې وړاندې مې وویل سم معلومات سړي ته د ژوند کولو لارې چارې ورښيی، د خپلې سمې راتلونکې په اړه پر واقعیتونو ولاړې پرېکړې کولای شي. د مسالو په اړه پر احساساتو ولاړ نه، بلکې ریښتینی غبرګون څرګندولای شي. د حکومت د کړو وړو سمه څارنه کولای شي او که معلومات کره نه وي نو بېلګه به یې داسې وي لکه حکومت چې وایي زموږ څه باندې شپږمیلینو کوچنیانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې دي، خو دا معلومه نه ده چې دا ماشومان امنیت لري که نه، ښوونځي ته تللای شي که نه، کتاب لري که نه، نصاب یې سم دی او که نه او.... یا لکه د روغتیا وزارت چې ادعا کوي چې په سلو کې پنځه اتیا افغانستان تر روغتیایی پوښښ لاندې دی حال دا چې دا هسې خبرې دي، تر اوسه نه په سلو کې پنځه اتیا افغانستان د روغتیا له پلوه تر پوښښ لاندې دی او نه شپږ میلیونو ماشومانو ته د زده کړې وړ اسانتیاوې برابرې دي. فیضي :اطلاعاتو ته دلاس رسي موضوع ته د هیواد په قوانینو کې څه ډول کتل شوي؟ شفیق وردک: په قوانینو کې موږ ډېر څه لرو، خو په عملي ډګر کې بیا د قوانینو پر خلاف روان یو. دې کې شک نشته چې اساسي قانون، د رسنیو قانون او نورو... زموږ ځینې بشري حقونه خوندي کړي دي، معلوماتو ته د لاسرسي حق هم په دې ډله کې راځي، خو زما په اند غوره به دا وي چې زموږ دا بشري حقونه د کاغذ له مخه عملي ژوند ته راوایستل شي. که عملي بڼه ورنکړل شي په قانون کې به داسې وي لکه په پوښ کې نغښتې توره. فیضي: په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون د جوړیدو په اړه د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې لخوا یولړ کارونه اوهڅې شوي دي او د دې قانون مسوده په ټول افغانستان کې له مدني ټولنو او نورو ادارو سره له سلا مشورې وروسته جوړه شوي. ستاسو په نظر وروسته له دې باید نور څه کارونه وشي ترڅو خلک ددې قانون په اړه نور هم معلومات ترلاسه کړي او په پایله کې دا قانون د پلې کیدو وړ وګرځي. شفیق وردک: قانون جوړول او پلي کول د حکومت کار دی، دا چې مدني ټولنې په دې برخه کې کار کوی د ستاینې وړ دی، خو چې دولت پرې قانع نشي او د سمو دلایلو له مخې یې منلو ته اړ نشي نو زما په اند ګټه به یې ډېره نه وي، ځکه دا حق مخامخ له حکومت سره تړاو لري.که ورکوي یې هم حکومت دی او که تروړي یې هم حکومت دی. فیضي: په پاي کې ستاسو له حوصلې څخه ډیره زیاته مننه کوم چې له موږ سره مو مرکه وګړه. شفیق وردک: له تاسې هم مننه. |