
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
اطلاعاتو ته لاسرسی، دافغانستان وګړو لپاره یوه ستره اړتیا ده
د ننګرهار ولایت د پوهنتون له علمي مرستیال ډاکټر دل آقا وقارسره مرکه
مرکه کونکی: ډاکټر نعمت الله همدرد
پوښتنه: په مننې سره چې مرکې لپاره مو خپل دفتر ته ومنلو، لومړۍ پوښتنه به داسی مطرح کړو: د اساسي قانون په پنځوسمه ماده کې راغلي چي د افغانستان وګړي د دولت له لوري اطلاعاتوته د لاس رسي حق د قانون په چوکاټ کې لري. دغه حق پرته له دې چې عامه امنیت او د نورو وګړو حقونو ته صدمه ونه رسوي نور حدود نلري. تاسو ددغې مادې له مخې اطلاعاتو ته دخلکو لاس رسي حق څه ډول ارزوئ؟
ځواب: زما په نظر دولت ، اطلاعاتو ته د لاس رسي به برخه کې لکه څنګه چې لازم دی کارندی کړی. زه له مدني ټولنو او نړیوالو ټولنې غواړو ترڅو په دغه ډیره مهمه برخه کې جدي کار وکړي ترڅو دافغانستان خلک هم اطلاعاتو ته د لاس رسي حق څخه برخه من شي ځکه چې، اطلاعاتو د خلکو لاس رسی په ټولنه کې دسیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ زمینه برابره وي ، همداراز دا کولی شي د باوري ټاکنو ترسره کیدو لار اواره کړي او خلکو ته پوهاوی ورکړي. پوښتنه: اطلاعاتو ته د خلکو لاسي لرلو اړتیا او اهمیت په څه کې دی؟ ځواب: زه فکر کوم، اطلاعاتو ته لاس رسی په نړۍ کې د ټولو دموکراتیکو ټولنو اړتیا او یومهم اصل دی چې باید په پام کې ونیول شي. د دولت او حکومت پروګرامونو په اړه د خلکو پوهاوی ددې لامل کیږي چې خلک په دولت او حکومت باوري شي او د هغوۍ پروګرامونه په سمه توګه او دخلکو په ملاتړ پلي شي. په ننګرهار ولایت کې د تیرو ټاکنو په موده کې چې کومو ستونزو سره مخ شو، له هغې جملې څخه ځینې ېې اطلاعاتو ته د خلکو نه لاس رسي له راټوکیدلې وې. له بلې خو اطلاعاتو ته دخلکو لاس رسی د دولت حاکمیت ته لا زیات مشروعیت ورکوي، د مثال په توګه که خلک له اطلاعاتو پرته په ټاکنو کې ګډون وکړي نو ښکاره ده چې له زیاتو ستونزوسره به مخ شي. نو له دې امله ویلي شو چې اطلاعاتو ته دخلکو لاس رسی په افغانستان کې یو ستره اړتیا ده چې باید تحقق ومومي. پوښتنه: ستاسو په نظر اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسی کولی شي دبشري حقونو په ښه توګه پلي کیدو او د قانون په حاکمیت کې کارنده رول ولوبوي؟ ځواب : زما په آند هو، دا ډير اغيزمن رول لري. لکه څنګه چې مې وړاندې یادونه وکړه اطلاعاتو ته لاس رسی نه یواځې دا چې د ټاکنو په روڼتیا او دولت مشروعیت او د هغې پروګرامونو په ښه توګه پلي کیدو کې مرسته کوي، د بشري حقونو او مدني ټولنو لپاره هم زمینه برابروي. ځکه هرټولنه کې چې خلک د خپلوحقونو او دخپل هیواد قوانینو په اړه معلومات ولري، هڅه کوي هغو حقونو ته احترام وکړي او پلي ېې کړي. زما په نظر هغه ټولنې چې د مدني او بشري حقونو په برخه کې کار کوي هغوې هم دخلکو پوهاوی دخپلو کاري پروګرامونو په لومړي توبونو کې راوستي ځکه، بې له دې چې د بشري حقونو په اړه خلکو ته پوهاوي ورکړل شي بشري حقونه نشي پلي کیداي. نو اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسي د نورو ارګانونو د پروګرامونو په ښه توګه پلي کیدو ترڅنګ د قانون په حاکمیت او بشري حقونو پلي کیدو کې هم کارنده ونډه لر چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. پوښتنه: تاسو دولت او نورو اړوندو ټولنو ته، په دغه برخه کې څه وړاندیزونه لرۍ او اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې تاسو د ښځو ونډه څه ډول ارزوۍ؟ ځواب: لومړي خو دا چې په ټولنه کې نارینه او ښځینه یوشان ونډه لري، له مخې اطلاعاتو ته دخلکو لاس رسی باید هم نارینه او هم ښځینه ولپاره وي. نو په دغه برخه کې میرمنې هم د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نیولو سره اغيزمن او مثبت رول لوبوي او ښځې پخپله ژبه دبشري حقوقو څخه ددفاع په غرض په ځانګړي تو ګه دښځو په هکله خپل رسآلت ترسره کړوي او دپوهآوي دسطحي دلوړولو لپاره پروګرامونه جوړکړي ترڅو په دغه برخه کې نورو وګړو ته هم معلومات ورکړي. زموږ هیله له دولت اومدني ټولنوڅخه داده چې په دغه برخه کې لازم ګډ پروګرامونه جوړ او په دې اړه څیړنه وکړي. همداراز د بشري حقونو مدافعانو څخه غواړم چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې دافغانستان دمدني تولنې او بشري حقونو شبکې او دولت سره مرسته وکړي. پوښتنه: اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون جوړیدل به وشي کولې په افغانستان کې دغه تشه ډکه کړي او دغې ښکارندې ته د خلکو لاس رسي په برخه کې مرسته وکړي؟ ځوآب :زما په باور که چیری اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون جوړ شي نو بې له شکه چې دغه ستونزه اواریږي، او په هیواد د موکراتیک نطام پیاوړي کولو کې ښه ونډه لرلی شي. ددغه قانون په پلي کولو کې دافغانستان دولت او مدني ټولنو دندې په ښه توګه ترسره کیدو سره، پر دولت او بشري حقونو باورمنده ټولنه جوړیداي شي. له دې امله دولت باید د اطلاعاتو خپرول خپل مکلفیت وبولي چې له مخې ېې د وګړو او دولت ترمنځ اړیکه پیاوړي کیږي. دا کار د دولت مشروعیت ته هم ګټه رسوي او هم پر دولت د خلکو باور زیاتوي. زه د مدني ټولنو او بشري حقونو مدافعانو څخه غواړم چې د دغه قانون په رامنځته کیدو کې هڅه وکړي او دا قانون هرڅومره چې ژروي جوړ او لازمو ادارو ته د تصویب لپاره وړاندي کړي. پوښتنه: په لومړي ګام کې څه باید وشي ترڅو دغه قانون جوړیدو ته لاره اواره شي؟ ځواب: ترټولولومړی باید په دې اړه د خلکو پوهاوي او خبرولو په موخه ستر پروګرامونه جوړ شي او لیکوالان په دې اړه لیکنې او څیړنې وکړي ترڅو دموضوع مهم اړخونه جوت شي. وروسته د بشري حقونو ساتونکې اومدني ټولنې سره په ګډه د دولت په ملتیا پردغه قانون خبرې وکړي او د قانون مصوده دې جوړه او ولسي جرګې ته نظر اخیستلو لپاره واستوي ، چې وروسته دغه قانون اړوندو مراجعو ته د تصویب لپاره وستول شي ترڅو په ټول افغانستان کې پلی او ترینه ګټه واخیستل شي. پوښتنه : د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د علمي او اکاډمیکو مرکزونو لکه پوهنتون او داسې نورو ځایونو مسؤلیت څه دی؟ ځواب: پوهنتونونه او علمي مرکزونه کولی شي په دغه برخه کې مهمه ونډه ولوبوي. ځکه د ټولنې ترټولو مهم او فعال کسان په پوهنتونونوکې وي، او ډیری وخت د هیواد ټولو چارو په اړه همدا دپوهنتونونو ځوانان او محصلین دي چې پریکړي کوي. نو له دې امله د پوهنتون مسولین او استادان کولی شي اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې محصلینو ته معلومات ورکړي ترڅو هغو وشي کولې په ټولنه کې دغه هدف ته د رسیدوپه برخه کې له مدني ټولنو او بشري حقونو مدافعانو سره مرسته وکړي. زما په نظر دا ځوانان په آسانه کولی شي خپلې کورنې او د ټولنې نور غړي په منطقي خبرو دغه کار منلوته اړباسي. د ننګرهار پوهنتون عملي مرستیال ډاکټر دل آقا وقار له تاسو څخه یوه نړۍ مننه چې موږ ته مو وخت راکړ ترڅو تاسو سره مرکه وکړو. |