
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
ښځې، سیاست او آزادي
دښځې او آزادۍ ټولنې مشرې، مهناز صادقي سره مرکه
حسین سرامد
په سرکې غواړم درانه لوستونکي دښځې او آزادۍ ټولنې سره آشنايي پیداکړي.
لکه څنګه چې ستاسو د ټولنې له نوم څخه څرګنده ده، ستاستو د فعالیتونو ترټولو زیاته بره ښځو ته د ښو شرایطو برابرول په ځانګړې توګه د هغوۍ آزادیوته متمرکزه ده. غواړم د ښځو د وضعیت په ځانګړې توګه د تیرو څو کلونو په پرتله دهغوې بنسټیزو ازادو په اړه وپوهیږو، ستاسو په نظر په تیرو څو کلونو کې د ښځو مدني آزادیو وضعیت څه ډول وه؟ په خوشبینانه توګه چې وګورو د ښځو په وضعیت کې یولړ بدلونونه راغلي ي، د مثال په ډول زیاتو ښځو ښونځیو ته لاس رسی پیدا کړی او پوهنتونونو ته ورغلي. د هغوۍ یوشمیر په ټولنیزو فعالیتونو لاس پورې کړی او توانیدلي هم دي چې زیاتې بریاوي هم ترلاسه کړي؛ خو په له دې سره سره او دهغو هڅو په شمول چې د ښځو د حقونو بیرته ترلاسه کولو په برخه کې شوي، ښځه په اوسنې ټولنه کې بیاهم له ستم سره مخ ده. ښځه تر اوسه هم د ټولنې ترټولو محرومه قشر دي. په کلیو او بانډو کې یو زیات شمیر ښځې د زدکړې او تحصیل له حق څخه محرومې دي او یو زیات شمیر سنتي ستونزې د هغوې په وړاندې لیدل کیږي؛ لکه نجونې اوس په بدو کې ورکول کیږي، په زوره وادونه اوس هم شته، وهل ټکول او نور تاوتریخوالي د ښځو په وړاندې موجود دي. که د فیمینیستانو له اصطلاح څخه کار واخلو ، ښځو ته اوس هم د دوهم درجه موجود په سترګه کتل کیږي. ممکنه ده دغه اصطلاح د چاه له خولې ونشو اوریدی خو د خپلو سیاستوالو او روڼ آندو په ګړنو کې کولی شو داشان چلند وګورو. له دې امله چې موږ تر ډیره پر سیاسي حق تمرکز لرو، پوهیږو چې له دغه حق څخه د ښځو لیرې ساتلو لپاره زیاتې هڅې او غیر منطقي استدلالونه کیږي ، او په هغو اصطلاحاتو کې چې د ښځو په وړاندې په ظاهره توګه د حسن نظر په توګه کارول کیږي ، کولی شو منفي اراده او نظر پیدا کړو؛ مثلاً: ویل کیږي، چې ښځي ډیر روف او مهربانه زړه لري، دا د ښځو لپاره ښه صفات دي خو کله جې پايلې ته رسیږو وايي له دې امله ښځې په عمومي چارو کې چې جدیت ته اړتیا لري له هغې ډلې څخه سیاست او قضاوت دی په کې نشي کولی کار وکړي. او یاوايي ځکه چې ښځه له جمسمي پوله ضعیفه ده نشي کولی په پوځي چارو کې ګډون وکړي. دا جالبه ده ښځي باید معلم، ساتونکې او دایه واي او دا ښځو لپاره مناسبه دنده پیژندل شوې ، او په ډیرو وختونو کې ویل کږي چې ښځه باید په یو لاس کې ګهواره وښوروي او په بل لاس نړۍ ، یعني دا چي هغوۍ پیاوړي زامن روزي چې په نړۍ کې د بدلونونو لامل کیږي، په ظاره توګه په دغو خبرو کې ښه ټکي هم لیدل کیږي خو کله چې د موضوع پاي ته فکر وکړې ګورو چې دغو توصیفونو ښځې له خپلو حقونو لیري ساتلي او د هغوۍ خپلواکي سلب ګیږي او د نارینه پورې تړي موجود یادیږي. د مثال په توګه ښځي نشي کولی په نیغه توګه په تولنه کې ونډه واخلي ، له همدې امله ده چې هلکانو ته د نجونو په پرتله ډیر ارزښت ورکوي دغه لیدلوري آن تر ښځوو پورې رسیدلي، کله چې د نارینه او ښځینه ترمنځ د توپیر ځاي راشي نو ډیری ښځې وايي چې نارینه نارینه ده او ښځه ښځه، زما په نظر دا له سمو کلمو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده ، زه وايم چې ښځې باید وشي کولې له نارینه و نه جلا، په ټولنه کې خپله ونډه ترسره کړي او په ټولنه کې یو فعال غړي په توګه راودانګي. تاسو ډیرو مهمو ټکو ته اشاره وکړه. غواړم بله پوښتنه هم په همدغې برخه ې مطرح کړم. کله چې ویل کیږي ښځې مهربانه زړه لري، کله هم په خوله د یوې ناوړې کلمې نوم نه اخلي او آن چې دا صفت د ښځو لپاره یو امتیاز بلل کیږ؛ خو له د غو صفتونو څخه د ښځو د محرومولو په برخه کې کار اخیستل کیږي، لکه څنګه چې تاسو هم وویل. غواړم یو اندازه واقعبینانه توګه دغه قضیه وڅیړم. تاسو له سیاست څخه د ښځو د لیرې والي په اړه خبرې وکړې پوهیږم چې سیاست له قدرت او د ټولنې له عمومي چارو سره اړیکه لري او د قدرت په اداره او عمومي چارو کې نشو کولی له احساساتو څخه کار واخلو. هغه کسان چې په دې باور دي چې ښځي نشي کولې په سیاست کې برخه واخلي ځکه چې دغه روحیه له شخصي عواطفو سره اړیکه نلري او د جدیدت غوښتونکې ده. په ځواب کې باید دوه ټکي یوځاي یاد کړم، لومړی دا چې عطوفت او مهرباني یو نساني ځانګړنه ده چې باید په دواړو جنسونو کې موجوده وي. له عطوفت او مهرباني پرته، انسان به په خپلو اړیکو کې له ستونزو سره مخ شي.باید دقت وکړو چې عطوفت او مهرباني د تاوتریخوالي ضد ټکی دی. موږ که تاوتریخوالی نفي کړو، په دې معنی دی چې مهرباني او عطوفت توصیه کوو؛ نو که عطوفت او مهرباني یواځې د ښځو پورې اړوند وبولو نو نارینه له هغې بې برخې کیږي. دوهم ټکی دا دی چې که د سیاست تاوتریخجن لوري ته یواځې وګورو او سیاست یواځې په همدې ډول وپیژنو او دهغې یواځیني کار د عمل شدت او سرکوبول قبول کړو، نو سمه ده چې عطوفت له سیاست سره اړیکه نلري، د سیاست تیر تاریخ هم په خواشینۍ سره چې دغه څیره را برسیره کړو وه، ځکه د ډیرو ټولنو تاریخ استبدادي وو او سیاست هم هماغه تاوتریخجنه څیره انځور کړې؛ خو سیاست اوس په دغه څیره نه لیدل کیږي. ظلم او تاوتریخوالی د مدني ارزښتونو له مخې په سیاست کې د قدرت فساد بولي. یعنې سیاست چې له تاوتریخوالي سره مل وي هغه فاسد دی. د ظلم مقابل لوری دموکراتیک سیاست دی. دموکراتیک سیاست، په واقعیت کې داسې سیاست دی، چې له تساهل او قانونیت سره عمل وکړي ترڅو تاوتریخوالی په هغې کې حد اقل ته ورسیږي. د تاوتریخوالي حداقل ته رسیدل هم یوازې د هغو کسانو لپاره کارول کیږي چې د قانون سرغړونکي او یا د مدارا او تساهل دښمنان وي. دغه لیدلوری د سیاست وظیفه له سوکالۍ سره ګډه عمومي آزادي بولي. دا په دې معنې ده چې ترسیاست لاندې انسانان باید له تاوتریخوالي څخه په امان کې وي. موږ دغه سیاست یو اخلاقي او انساني سیاست بولو. په دغه ډول سیاست کې عطوفت او مدارا، د عمل اصلي بنسټ ټاکل کیږي او جدیدت هم په قانون او قانوني وظایفو کې په رسیمیت پیژندل کیږي. نو هم عطوفت او هم جدیت باید د سیاست په کار کې وجود ولري. موږ باید هیڅ یو له دغوڅخه مطلق کړو.د هرڅه مطلق کول تیروتنه ده یواځي عطوفت او یواځې تاوتریخوالې تیروتنه ده او دواړه سم نه بریښې. په سیاست کې جدیت هم لازم دی دغه دوه خصوصیته هم په نارینه کې لیدل کیږي او هم په ښځینه کې. د مسآلې په ښه توګه روښانه کیدو په برخه کې غواړم یوه بله خبره هم مطرح کړم. معمولا هغه صفتونه چې ښځو او نارینه و ته ورکول کیږي او د هغوې هریو په یوډول روزل کیږي ترڅو خپل ځانګړي صفتونه پیدا کړي په صفتونوکې له د تفاوتونو راتګ دښځو او نارینه و د رونې پرمهال د دوۍ ترمنځ پیدا کیږي،له هغې څخه یو عجیبه پایله استنباطه ېې او وايي چې نارینه او ښځه ذاتا له یوبل سره متفاوت دي، له دې امله نشي کولې په مساوي موقف کې وي. زما په نظر دا د انسان په تعریف کې دښځو او نارینه و ترمنځ بیلوالی دی. زه فکرکوم ښځو لپاره ترټولو مهم ټکې دادې چې هغوۍ باید له هرڅه وړاندې په خپل انسانیت باور ولري. ښځې لومړی خپل ځان ښځه بولي، وروسته یو انسان. ښځې د خپل ځان په انسان یادولو سره کولی شي د دوهم جنس حس هم له ځانه لیرې کړي او له نارینه و سره په مساوي موقعیت کې شتون ولري. له دې مخې کولې شو د انسانیت په موقف کې دنارینه اوښځې موقف مساوي وبولو. لکه څنګه چې تاسو وویل، د نارینه او ښځې ترمنځ د صفتونو بدلون د روزنې له امله دی نه په ذاتي تفاوتونو کې. باید دقت وکړو، چې ښځه داسې یو موجود دې چې له اړیکو څخه محرومه ساتل شوې ده، او په یو منفعل موجود بدله شوې. ښځې تل د پردې ترشاه ساتل شوي په ستنې باورونو کې هرکله ښځې دکور له حریمه بهر ووزي، باید پټه وساتل شي. ووینو، چې دا د ښځو لپاره ځومره محدودیت رامنځته کوي او انساني او ټولنیزې اړیکی له هغوۍ څخه اخلي. بلخوا ښځې د اقتصادي ، پانګونې او مالکیت صلاحیت نلري. هغوې آن دخپلو کارونو د کولو د مزد مالک هم ندي کار کوي خو د مزد لګښت صلاحیت ېې نلري. ترهغه مهاله چې ښځې له دغه ناوړه حالته خلاصون ونه مومي په ټولنه کې به خپلو انساني حقونو ته لاس رسی پیدا نکړي. بل ټکې هم د یادونې وړ دی. په معموله توګه له هرشي څخه کولی شو ناوړه ګټه واخلو، آن له ارزښتمنو اخلاقي صفتونو لکه مهرباني، صداقت، حیا او... کله چې څوک مهربان بولو آیا یواځې هغه مهربان بولو او که غواړو په دغه صفت هغه ته بازي ورکړو؟ آیا مهرباني ا حیا، په ټولنه کې د فعالوالي سره په ټکرکې دی. کله چې له دې نه ناوړه ګټه واخیستل شي ویل کیږي چې مهرباني له جديت او مدیریت، مشري او په ټوله کې له سیاست سره په تناقض کې ده. با حیا سړی باید په کورکې ووسي. ترڅو په حرمت ېې تیری ونشي. که حیا د ګوښه والي او د پردې ترشا وي، باید وپوښتل شي ترڅو ټوله هغه کسان چې په عمومي غوڼدو کې ګډون کوي له هغې ډلې نارینه به هم حیا ونلري؟ که دغه صفتونه انساني صفتونه وي، باید ټولو انسانان نر او ښځه له هغې څخه ګټه واخلي دغه صفتونه له موږ سره مرسته کوي ترڅو له یوبل سره سالم، فعاله او انساني اړیکي ولرو نه داچي موږ له ټولنیزو اړیکو محروم کړي. |