Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


په هرات ولایت کې د مدني ټولنو وضعیت

دافغانستان دځوانانو دملي نهضت اجرایوي ریس او د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې غړي، خلیل پارسا سره مرکه

حسین سرامد

مهرباني ورکړۍ د افغانستان د ځوانانو د ملي نهضت، فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات راکړئ

دافغانستان د ځوانانو ملي نهضت یوه مدني ټولنه ده چې د هیواد په لویدیځ کې فعالیت لري. دغه ټولنه، په ۱۳۸۳ کال کې د عدلې په وزارت کې ثبت او د فعالیت جواز ېې ترلاسه کړ. ددغې ټولنې بنسټ ایښونکې د هرات او څیرمه ولایتونواو همداراز یوشمیر د کابل او بامیانو فعال محصلین وه. دافغانستان د ځوانانو ملي نهضت، په افغانستان کې د دموکراسۍ په تحقق،د بشري حقونو پراختیا، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو حقونو څخه ملاتړ په برخه کې،تعصب لیرې کول، ملي وحدت او په افغانستان کې د قومونو او خلکو ترمنځ ملي یولي اوهمداراز په هیواد کې د قانون په بنسټیزه کیدواو دنتخاباتو په لړۍ کې برخه اخیستنه او د ناپوهۍ له منځه تلو په برخه کې هڅې کوي. دافغانستان دځوانانو ملي نهضت یوکال وړاندې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې غړي توب ترلاسه کړ.

په هرات ولایت کې د مدني ټولنو د وضعیت او د هغوۍ د کارونو څرنګوالي يه اړه معلومات راکړئ

په هرات ولایت کې د څو تیرو کلونو په پرتله ښه شوې. په هغه ځاي کې دکار په شرایطو کې ښه والی راغلی او موږ کولی شو په ښه توګه کار وکړو.

دولت، په ځینو مواردوکې، له موږ سره همکاري کوي او خلک هم د تیرو کلونو په پرتله، دمدني ټولنو له مدني مفاهیمو، موخو او فعالیتونو ترزیاته آشنا شوي دي.او د هغې په وړاندې زیات اعتماد ترلاسه کړی. د یادونې وړده چې ځینې وختونه دمدني ټولنو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستل کیږي، چې د هغوۍ د بدنامۍ لامل کیږي. چې دغه ډول ټولنې سیاسي تړاونه لري او په واقعیت کې خپل سیاسي اهداف پرمخ بیايي. آن ځینې هغه کړۍ چې د مدني ټولنو په نوم فعالیت کوي،له وسله والو ډلو سره اړیکې لري. له دې ټولو سره سره ویلې شو چې په هرات ولایت کې د تیرو کلونو په پرتله د مدني ټولنې وضعیت ښه شوی او هرکله نوې ټولنې رامنځته کیږي او په فعالیت پیل کوي.

په ټولیز ډول، په هرات کې څو مدني ټولنې فعالیت لري؟

زیاتي ټولنې شته دي،خو که موږ هغه د کاري فعالیتونو له نظره وګورو، ویلی شو چې یو ډله ټولنې شته دي چې په ریښتنی توګه فعالیت کوي او د ځانګړو موخو لرونکي دي. خو ځینې نورې ټولنې یواځي په نامه شتون لري او هیڅ ډول فعالیت له هغوۍ څخه نه لیدل کیږي. دغه ټولنې تر ډیره د یوشمیر ګوندونو او خاصو کسانو د سیاسي موخو د ترسره کولو لپاره جوړیږي چې ډیری وخت د ټاکنو پرمهال له کاندیدانو څخه د امتیاز اخیستنې لپاره جوړیږي چې وروسته بیا یوازې د هغوۍ نوم پاتې کیږي. زه فکر کوم چې په هرات کې ۲۵ ویشت مدني ټولنې فعالیت کوي.

په هرات کې یوه موضوع چې تل ترینه یادونه کیږي، تاوتریخوالی په ځانګړې توګه کورنی تاوتریخوالی وو. له دغه پلوه د هرات وضعیت اوس څه ډول دی ؟

ښايي وتوانیږو چې د شمیرو له مخې ووایو، تراوسه تاوتریخوالی زیات شوی هم دی. خو دا په هیڅ ډول په دې معنی نه ده چې وضعیت مخ په خرابیدو دی. زما په نظر په هرات ولایت کې کورنی تاوتریخوالی د ښځو د پوهي د کچې لوړوالي له امله دی. له خپلو حقونو څخه د هغوۍ پوه کیدلو موضوع په راتلونکي کې د خپلو حقونو غوښتنه هم ترشا لري،له دې امله له حقونو څخه دښځو پوهاوی په ځینو وختونو کې د دې لامل کیږي چې د تیر په پرتله په دغه برخه کې فعاله ونډه واخلي، دا طبعیي ده چې په سنتي کورنیو کې، کله هم امکان لري دغه ښکارنده له ستونزو سره مخ شي او د ځینو تاوتریخوالیو لامل هم شي. زه دغه ټکې د مدني ټولنو د فعالیتونو په پایله کې بولم که څه هم چې په ظاهره منفي اغیزې لري؛ خو په اوږ مهال کې به د وضعیت له ښه والي سره مرسته وکړي.

ز فکر کوم چې دا مسله، بیلابیلو قشرونو ته د مدڼي ټولنو له لوري د پوهاوي د نامتناسبو فعالیتونوله امله وه؟ مدني ټولنې توانیدلي ترڅو ښځې له خپلو حقونو څخه پوه کړي، خو ددغو حقونو منل به سنتي کورنیو کې او نارینه وته د منلو وړ وي؟ یعني ستني فرهنګ په هرات ولایت کې تراوسه ندی توانیدلی مدني نورمونه ومني.

هوکې، زه دغه نقیصه تر یوحده منم، د شمیرو له مخې په هرات ولایت کې د ځان سوځیدنې پیښې زیاتې شوي.د هغې یو عمده لامل دا دی چې ښځي د خپلو حقونو غوښتونکي دي، خو سنتي نارینه دهغې دمنلو تیاری نلري او یا په دې اړه کافي پوهه نده ورکړل شوې ترڅو دغه حقوق ومني، خو باید ووایو چې په دغه برخه کې یوه اندازه کارشوی دی، بې له دې چې په دغه برخه کې دزیات کار اړتیا نفيه کړو. زما په نظر دا د ګذار یو حالت دی. زه هیله من یم چې د ټولنې سنتي فرهنګ ډیر ژر وشي کولی مدني ارزښتونه وزغمي اوهغه خپل کړي. دغه مسله د مدني ټولنو له لوري د پوهاوي زیاتو پروګرامونو پلي کولوته اړتیا لري ترڅو په دې اړه بیلابیلو اقشارو ته معلومات ورکړل شي. که نارینه او ښځینه و ته په یوه اندازه پوهاوی ورکړل شي ښايي د تاوتریخوالي کچه به راټیټه شي. له دې امله منم چې دغه تناسب باید په پام کې ونیول شي.