
Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
د خبرو اترو آرشیف |
|||||||
|
اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسي په صورت کې د بشري حقونو ارزښتونه پلي کیداي شي
د ننګرهار د ولایت دمقام د اجرییه بیرو رییس ښاغلی محمد حنیف ګردیوال
له تاسو څخه ډیره مننه کوم چی سره ددومره مصرفیتوو چی مونږ ته مو وخت راکړ ترڅو ددغی قیمتی او ارزښتناکی موضوع په اړوند ستاسو نظر او ملا تړ ترلاسه کړو . پوښتنه: د اساسي قانون په پنځوسمه ماده کې راغلي چي د افغانستان وګړي د دولت له لوري اطلاعاتوته د لاس رسي حق د قانون په چوکاټ کې لري. دغه حق پرته له دې چې عامه امنیت او د نورو حقونو ته صدمه ونه رسوي نور حدود نلري. تاسو ددغې مادې له مخې اطلاعاتو ته دخلکو لاس رسي حق څه دول ارزوئ؟
ځواپ: معلوماتو ته دخلکو لاسرسی دډیموکراسۍ او دبیان دازادي حق خوندي کوي دولسونو او حکومت اړیکی ټینګوی اوبرحقی هیلی منعکسوی ولسواکی نظام تظمینوی حکومت په قانونی ډول دخلکو روا غوښتنی پلی کیدو ته را بولی. دولسونو رضایت حاصلیږی . دټولنی اقتصادی ، ټولنیز ، سیاسی ، فرهنګی اوکلتوری بنسټونه پیاوړی کیږی پوښتنه: اطلاعاتو ته د خلکو لاسي لرلو اړتیا او اهمیت په څه کې دی؟ ځواب: اطلاعاتو ته دخلکود لاسرسی اهمیت پدی کی دی چی ولسونه دخپلو ارزښتونو پربنسټ هیلی ،غوښتنی اووړاندیزونه لری او حکومت دیوه منتخصص ټیم پتوګه دخلکو اوولسونو خادم دی او هر متخصص خادم باید دخپل فرمایش ورکونکی په وړاندیز عمل وکړی . یعنی ددولت هرمسول باید دولسونو دفرهنګ او هیلو سره سم اجرات ترسره کړی دولسونو روا هیلی او غوښتنی دچارواکو غوږونو ته درسنیو له لاری ورسوی او چارواکی یی په پلی کیدو ته اړ کړل شی ددی پرته دپرمختیای پروژوپه تطبیق کی دخلکو رضایت په لاس نه راځی . پوښتنه: ستاسو په نظر اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسی کولی شي دبشري حقونو په ښه توګه پلي کیدو او د قانون په حاکمیت کې کارنده رول ولوبوي؟ ځواب: یقینآ معلوماتو ته دخلکو لاسرسی په نتیجه کی بشری حقونه او دقانون حاکمیت پلی کیږی دخلکو رضایت حاصلیږی پرحکومت دخلکو باور پیاوړی کیږی اوستونزی محدودی اوله منځه تللای شی. پوښتنه: تاسو دولت او نورو اړوندو ټولنو ته، په دغه برخه کې څه وړاندیزونه لرۍ او اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې تاسو د ښځو ونډه څه ډول ارزوۍ؟ ځواب: دولت اونورو اړوندو اداروته مو وړاندیز دادی چی دیوه سالم نظام دتینګښت انسانی حقونو او دبیان دازادی دتحقق په خاطر دی دکثرت ګرا رسنیو ملاتړ وشی دقانون په چوکاټ کی معلومات د رسنیو په واک کی ورکړل شی چاری دی په روڼتیا سره ترسره شی په پرمختیای پروژوکی دولسونو دهیلو او غوښتنو ته لومړیتوب ورکړل شی . پروژی دی عام المنفعه وی دخلکو دهیلو په مطابق وی .او مطبوعات دی دحکومت دفعالیتونو او ولسونو مثبتو غوښتنو ته متوازن انعکاس ورکړی . او دستونزو د حل لاری چاری په ګوته شی او حکومت دی د ظرفیتونو په لوړولو کاروکړی ترڅو دنړیوالو مرستو او اغیزمنو فرصتونو څخه ګټه بورته کړی او یو متوازن پرمختګ رامنځته شی. داچی دښځو ونډه ډیره دارزښت لرونکی ده خو دټولنی دشرایطو په اساس دښځو پراخه ګډون لږ څه ستونزمن کاردی. خو بیا هم یو څه شرایط برابردی ترڅو ښځی دخپلو ورونو سره اوږه په اوږه دټولنیز عدالت پراساس دیوه فعال موجود پتوګه په ټولنه کی برخه واخلی. پوښتنه: اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون جوړیدل به وشي کولې په افغانستان کې دغه تشه ډکه کړي او دغې ښکارندې ته د خلکو لاس رسي په برخه کې مرسته وکړي؟ ځواب: که اطلاعاتو ته دلاسرسی قانونی مواد دافغانی ټولنی دارزښتونو پربنسټ وټاکل شی موثر واقع کیږی او دلاسرسی آسانی او اغیزمنی لاری په ګوته شی کیدای شی داقانون تر ډیره حده موثر واقع شي. پوښتنه: په لومړي ګام کې څه باید وشي ترڅو دغه قانون جوړیدو ته لاره اواره شي؟ ځواب: زما په اند معلوماتو ته دلاسرسی دقانون د جوړیدو دلاری دهواریدو اساسي ټکي دادي: دمسلکی او په کار پوه شخصیتونو سره سلا مشوری. ددینی علماو او قومی مشرانو دنظرونو اوریدل او داړتیا وپه ګوته کول. دمیتودیکو سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول. درسنیو دمسولینو له نظرونواو تجربوڅخه ګټه اخیستل او نور... په ډیر درنښت: مصاحبه کوونکی: ډاکتر نعمت الله همدرد په ختیځ زون کې دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکی همغږی کوونکی |