
Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
د حکومتدارۍ د برخې د فکري سرچینو
(مباني فكري عرصۀ حكومتداري) کتاب له چاپه را ووت
مهدی زرتشت
لیکوال: علي پیام د خپریدو نیټه: ۱۳۹۰ د چاپ پړاو: لومړی دچاپ ځاي: د بهیر چاپ خونه، کابل، افغانستان خپرونکی: لیکوال مالي تمویل: د PBGF بودجه بیعه: ۳۰۰ افغانۍ د پاڼو شمیر: ۵۴۴ دا کتاب، د ملي ستراتیژۍ پرځینو برخو کتنه کوي، له هغې ډلې د حکومتدارۍ سکتور، د قانون حاکمیت او بشري حقونه، بنسټیز سکتورونه او د امنیت سکتور تر بحث لاندې نیسي. دا کتاب له لاندو برخو څخه جوړ شوی دی: د حکومتدارۍ او د حکومتدارۍ سکتورتعریفونه ،دافغانستان په تقنیني اسنادو او په لازم الرعایه نړیوالو اسنادو، د افغاني مسلمانانو اړیکې له غیرمسلمانو سره ، د اغیزمنې رجوع حق، دافغانستان په سیاسي نظام کې دانتقالي عدالت کتنه، د قضا او عدالت برخې، لکه د آزادیو سلبول او د آزادیو د سلبولو بنسټونه، د افغانستان د قضا په سیستم کې دعدالت ورکونه، د ستونزو د اوارۍ عرفي لارې د نورو هیوادونو د ګټورومعیارونو له مخې، دافغانستان په تقنیني اسنادو کې د رشوت څیړنه، د نړۍ په کچه د افغانستان د هوکړه لیکونو څیړنه، د لاتري تکتیکونو په څیر بحثونه، دافغانستان په مدني قانون کې د لاضرر قاعدې لیدل، د ملکیت د حریم څیړنه، او همداراز د بنسټیزو سکتورونه، دافغانستان د ښاروالې د حقوقي چوکاټ او د امنیت سکتور څیړنه، لکه د هیواد په تقینیي اسنادو کې د پولیسو او د هغوۍ د دندو تعریف ځاي او د سیاسي جرم څیړنه د افغانستان د کورني او بهرني امنیت په وړاندې د جرم څیړنه دقانون له مخې. په عین حال کې چې دا کتاب د حکومتدارۍ د سکتور مسایل، بنسټونه او امنیت په ستراتیژیکه توګه څیړي، د حکومتدارۍ پر تفکر اوپر سیاسي آند بیاکتنه اونقد هم دی. بې له شکه چې د دې کتاب ځینې بحثونه ، هغه هم په جدي توګه دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې د کتاب په ډول وړاندې کیږي. دا کتاب سربیره پر دې چې د لیکوال د تجربو له مخې لیکل شوی، یو څیړنیز اثر هم دی. لیکوال، له څو کلونو راهیسې د وسله وال پوځ د تقنیني کارپوه ، د حکومتدارۍ او پراختیا شنونکي په توګه دنده ترسره کړی ده. او همداراز، د انتقالي عدالت او له بشري حقونو څخه د سرغړونو پرسر د څارونکي په توګه رسمي فعالیت لري، له دې مخې دا کتاب د څیړنیزې روحېې پر لرلو سربیره د لیکوال د کاري تجربو زیږنده هم ده. دا کتاب د څو تګلارو له مخې لیکل شوی دی. هیله ده چې دا کتاب ټولو حکومتدارانو، څیړونکو او فرهنګیانو ته ګټور پرې وځي. تر دې وړاندې د دې لیکوال درې نور کتابونه لکه: د «سنگِ ملامت» (کارِ مشترک)، «قطعه یی از بهشت» او «حقوقِ اقتصادیِ زن» چاپ شوي دي. اوسمهال د نوموړي، څلور نور کتابونه هم چاپ ته چمتو دي. لیکوال، د لیکوالې د کار په موده کې، د بیلابیلو ستاین لیکونو او جایزو ګټونکی هم شوی دی لکه: د لومړۍ جایزې چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا ورکول شوه، د یلدا د ادبي جایزې ګټونکی، د طوبي د نړیوالې جایزې ترلاسه کونکی، د شعر او داستان نړیوالې کنګرې د جایزې ګټونکي په توګه پیژندل شوی دی. همداراز هغه د بلورینې مجسمې، د افتخاري دیپلوم او له نړیوالو او ملي جشنوارو څخه د ستاین لیکونو لرونکی هم دی. لیکوال، د فوق لیسانس (ماسترۍ) فارغ التحصیل هم دی او اوسمهال د حکومتدارۍ او پراختیا، د کارپوه په توګه دنده ترسره کوي. ښاغلي پیام ته د لازیاتو بریاو غوښتنه کوو. یادونه: دا کتاب په فارسي ژبه لیکل شوی دی او لا تر اوسه پښتو ژبې ته ندی ژباړل شوی. |