
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
په خبرتيايي ټولنه كې دژبې او كلتور ساتنه
څيړندوى حبيب الله رفيع
پخوا خبرتيايي ټولنه هم لكه دژبې او كلتور دبهير غوندې ورو ورو او تدريجي روانه وه او له خبرتيا يې بدلونونو سره ژبې او كلتوري بدلونونه ګام پرګام پرمخ روان وو او څنګ پرڅنګ يې وده كوله او طبيعي اغيز يې يو پر بل كاوه. لومړۍ ډله ييزې رسنۍ دكتاب،جريدې ، مجلې او ورځپاڼې په بڼه وې، بيا دټليفون ، ټلګراف او راډيو برښنايي رسنۍ ورسره ملې شوې او بيا د ټلويزيون دغږ او څيرې برښنايي وسيله پرې ورزياته شوه. په يوويشتمه پيړۍ كې دخبرتيايي ټولنې بهير دومره ګړندې شو چې انټرنيټ ټولې ډله ييز رسنۍ په يوه وړه صندوقچه او كتابچه كې ځاې كړل.دمكان پولې يې ړنګې كړې اود پخوانيو رسنيو درسيدو، داونيو ، ورځو ساعتونو او دقيقو مزلونه يې يوځايي ثانيو ته راورسول او دڅوثانيو په ترڅ كې خبرونه او دپيښو څپې دنړۍ له يوه مخ نه بل او له يوه ګوټ نه بل ګوټ ته رسيږي. موږ په خپلو لرغونو اسطورو كې ليدلي چې دجم په جام كې به چې چا وكتل دنړۍ ټولې پيښې او حالونه به ورته څرګند شول او اوس انټرنيټ دا خوب تعبير او داتصور تصوير كړ. ژبني او كلتوري بدلونونه بريښنايي اوګړندي نه دي، هربدلون لكه د ميوو دپخيدلو يا دكښتونو درسيدلو غوندې دزمان او مكان دشرطونو پرپوړ يو پلونه ږدي او سنجيدلې او درانه ګامونه اخلي. له يوې خوا دخبرتيا يي ټولنې چټك تګ او له بله پلوه دژبنې او كلتوري تغيراتو او بدلونونو تدريجي ګامونه ددې باعث ګرځي چې ځينې ژبې دنويو تعبيراتو او ادا په برخه كې ټكنۍ شي، په ادا او تعبير كې پاتې راشي او دغالبو ژبو او كلتورونو ترژور يرغل لاندې واقع شي. نوې پيښې نوي تعبيرونه، نوي لغتونه، نوي اصطلاحات او نوي كلتوري ارزښتونه رامنځ ته كوي، ددې متنونو دژباړلو په ترڅ كې بايد هره ژبه دخپلې ژبې او كلتور په چوكاټ كې تعبيرونه، لغتونه، اصطلاحات او ارزښتونه رامنځ ته كړي، چې دا دژبې او كلتور دودې، پرمختګ اوبدلون يوطبيعيي بهير دى، خو كه داتعبيرونه، لغتونه، اصطلاحات او ارزښتونه مخامخ له اصلي ژبو څخه راوخيستل شي، نو بيا ژبې او ك لتورونه خپل اصالتونه او رسالتونه له لاسه وركوي او تريوه كلتوري يرغل لاندې په قهري توګه راځي او كه داسې وشي، نوبيا رسنۍ او وسايل له خلكو او اولس نه ليرې كيږي او ژبې او كلتور خپل آراواصل له لاسه وركوي او دطبيعي ودې مخې ته يې خنډ كيږي. ددې له پاره چې داطلاعاتو له دې ګړندي باران څخه دخپلو ژبو او كلتور دخړوبو لوپه برخه كې سمه او سالمه استفاده وكړو، بايد خپله ژبنۍ او كلتوري پانګه داسې فعاله كړو چې دخپل ژبني او كلتوري بنسټ پربنا له نوى نړيوالې نقشې سره سم له خپل ژبنۍ او كلتوري مسالې څخه په ګټه اخستلو دخپلې نوې خبرتيا يي ټولنې ماڼې ودانه كړو. په دې توګه به هم په نړيوال كلي وردننه شو او هم به دخپل كور موجوديت او حيثيت وساتو. موږ بايد داطلاعاو دباران له روان شوي بهير سره لكه دمړي غوندې ددې بهير په څپو كې ولاړنه شو، بلكه ديوه خوځند او ژوندي انسان په توګه به خپله اراده پكې هرې خواته چې غواړو لامبو ووهو او خپل ځان ته ګټور مسير پكې وټاكو. په ځآنګړې توګه پښتو يوه زړه ، مړه ، غني ، دكوټلي ژبدود ، جوړښت او سكښت لرونكې ژبه ده چې دنړې هر ډول تعبيرونه ،لغتونه اصطلاحات او ارزښتونه په خپل تعبير لغت، اصطلاح او ارزښت اړولې او هضمولى شي. داپروسه له ډير پخوا نه راروانه ده، افغانستان ته داسلام دسپيڅلي دين تر راتلووروسته دعربي ژبې لغات په لويه پيمانه دهيواد ژبو ته راغلل ، پښتو هم داميلمانه ومنل خو دخپل لوښي رنګ يې وركړ او دمفغن كولو بهير يې راپيل كړ او يا يې متبادله لغتونه دخپلې ژبې په چوكاټ كې ورته جوړ كړل، حتى ديني ټرمينالوژي يې هم له خپلې ټولې سپيڅلتيا سره سره ترډيره حده په خپله ژبه راواړوله،صلوه ته يې لموڼځ ، صوم ته يې روژه، خطيب ته يې ستايوال، منبر ته يې دريځ او داسې نور نومونه وركړل، ځينې كلمې يې دمفغن كولو ترميچن داسې وايستلې چې شكل او معنى دواړه يې وربدل كړل، لكه تپوس چې دعربي له تفحص نه جوړ شوى، دعربي درې ځانګړي غږونه (ف، ح ، ص) يو ځايي پكې راغلي دي درې واړه وربدل كړي او معنا يې چې لټون دى دپوښتنې او سوال معنا ته را اړولي، يا ماشوم چې دعربي له معصوم نه جوړ شوى (ع، ص) يې دواړه وربدل كړي او معنا يې چې له ګناه پاك ده ددې پاكۍ يوې ځانګړې برخې ته چې په عربي كې يې صبى بولي ورځانګړې كړې ده. همدارنګه ځينې داسې عربي لغتونه شته چې اوس يې زړه معنا په عربي كې بدله شوې، پښتو هم له خپل تعبير سره نوې معنى ورته جوړه كړې، لكه استثمار چې پخوا دميوې ټولولو په معنا وه او چا به چې په ناروا ډول ديوه ملت شتمني لوټله ورته ويل كيدله، خو اوس داويي (لغت)په نوې عربي كې دپانګه اچونې په معنا دى، نو په پښتو كې موږ زبيښناك كلمه داستثمار پرځاى راوړې، چې داستثمار سياسي ويي او لغت په ښه توګه روښانوي. همداراز ښكيلاك هم داستمعار پر ځاى رامنځ ته شوى دى. همدا راز دنوي تمدن ځينې وسايل چې په نولسمه او شلمه پيړۍ كې جوړشوي له خپلو عربي نومونو سره راغلي خوموږ دخپلې ژبې دچوكاټ ، اصولو او پوهاوي له مخې خپل نومونه ورته ايښي، لكه: الوتكه، طياره - جهاز او بتل تحت البحرى ، آبدوز، زير دريايي چې زما په نظر تردې ټولو نومونو لنډ او دسادي يا په سپورټ كې دريفري كلمه چې ډيره نامانوسه او نامفهومه ده، موږ په لوبڅاري اړولې، چې ديوه پښتون اوريدونكي له پاره له اوريډو سره سم خپل مفهوم وروسوي، همدا راز لوبغاړي او لوبغالى هم دي. موږ بايد همدا لړۍ روانه وساتو او په ځانګړې توګه داطلاعاتو له باران نه دنويو څاڅكو دراتوييدلو له پاره چمتو واوسو او په خپله ژبه يې را واړوو خو ، دا كار به دژبې له ژبدود سره سم كوو او ديوې علمي ډلې تربحث ، څيړنې او ځيرني وروسته به يې منو، نو دهيواد علمي ادارې بايد ددې كار له پاره نه يوازې په پښتو، بلكې په دري كې هم علمي كميټې وټاكي څو موږ لغت جوړونه ، تعبير كول او اصلاح يا سمونه دخپلو ژبو داصالت اورسالت له ساتلو سره ترسره كړاى شو.زموږ ګونډې هيواد ايران دخپلې محاورې او اصطلاحاتو په چوكاټ كې لغتونه جوړوي او دسيل غوندې زموږ هيواد ته را روان دي، چې ځينې ايران زده او تيار خواره ليكوال يې بې له سنجشه ژبې ته ننباسي او په يو بل ډول افغاني دري پردۍ كوي، يا په پښتو كې ځينې كسان له خپلو لغتونو سره دنااشنايۍ له امله بهرني يادري او فارسي لغتونه په ژباړلي ډول ژبې ته ننباسي، لكه هوا دار په طرفدار ژباړي، سره له دې چې پلوى،مينه وال ليوال ورته لرو، يا غزادار او سوګوار ته مصيبت ځپلي ليكى، سره له دې چې ويرژلى، ويرمن، ويرجن او غمجن لرو، ياخار دار ته،اغزي لرونكى وايي سره له دې چې اغزن يا اغزين لرو، يا مثلا درو ګر لوكوونكي ژباړل كيږي، سره له دې چې دلوګري كلمه لرو، نمايانګرو ته ښكاره كوونكى ويل كيږي سره له دې چې ښكارندوى او څرګندوى كلمې ورته لرو او داسې نور. ډله ييزې رسنۍ له نويو پيښو سره نوې انګريزي او دنورو ژبو تعبيرونه راوړي، مثلا په درې كې يو خبر داسې ژباړل كيږي. داكتر سپنتا وزير خارجه افغانستان بقصد دهلي كابل راترك ګفت: سره له دې چې ترك ګفتن زموږ په دري او ترك كول يا پريښودل زموږ په پښتو محاوره كې له هيواده تښتيدلو او دتل له پاره تللو ته ويل كيږي، كه څه هم دا تعبير پښتو ته نه دى راغلى، خو دې ته ورته يو خبر: ((اولسمشر له كابل پوهنتون څخه كتنه وكړه)) په پښتو كې دود شوى چې سم نه دى، بلكه بايد ووايو اولسمشر كابل پوهنتون وكوت، همدا راز لوبې په لاره واچولې او داسې نور ناسم تعبيرونه او اصطلاحات دي. ددې نمونو په يادولو سره په نتيجه كې ويلاى شو چې دخبرتيايي ټولنې له چټكې ودې سره موږ كولاى شو چې دپخوتدبيرونو په نيولو سره هم دا بهير خپل كړو او هم خپله ژبه او فرهنګله ناوړه اغيزو څخه وساتو. دكلتوري ودې او كلتوري يرغل ترمنځ دتوپير په باب بايد ووايو چې كه يو څوك په دې نوي روان بهير كې دخوځند او متحرك انسان په توګه په خپله اراده يو خوا بلخوا ولاړ شي،داكلتوري وده ده، خو كه دمړه يا بيهوښه شخص په توګه ددې بهير له خوښې او ارادې سره هرې خواته يووړل شي دا كلتوري يرغل دى اويو وخت چې سترګې غړوي دخپل كلتور هر څه به يې دلاسه وركړي او دكلتوري ښكيلاك په كړيو كې به راښكيل شوى وي. نـورې ژبـې يادول كه دې كـمال دى |