Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 







نړیوالې جنايي محکمې ته دقربانیانو دلارښود کتاب
لنډه پیژندنه

روح الامين امینی

د کتاب ځانګړتیاوې

دکتاب نوم: نړیوالې جنايي محکمې ته د قربیانو لارښود

ژباړونکې: نیلوفرمهدیان

اوډنه او ترتیب : ګیسو جهانګیر/ دآرمان شهر ټولنه

اوډنه او حروف چیني : کبیر احمد نشاط

جوړونکی : دآرمان شهر ټولنه

ناشر: دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون

بیا صفحه آرايي او نوې طرحه : مرتضی علیزاده

چاپ: دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مطبعه

لومړی چاپ : د ۱۳۸۸ اوړی

دچاپ شمیر: ۳۰۰۰ ټوکه

د نړیوالې جنایی محکې ته دقربانیانو لارښود کتاب، د لومړي ځلپاره په افغانستان کې په دري- فارسي ژبه ، د لومړي ځل لپاره د آرمان شهر ټولنې له خواچې د افغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې غړۍ ټولنه ده، چاپ شوو. چې دغه کتاب، په اووه څپرکیو کې ( د ضمیمو له فصل پرته) ترتیب شوی او له فرانسوي ژبې څخه فارسي دري ته ژباړل شوی او ددغې محکمې دجوړیدو او د هغې دفعالیت دحوزې او اختیاراتو په اړه مالومات ورکړي.

نړیواله جنايي محکمه

لکه څنګه چې په کتاب کې لیکل شوي: « دیو حقوقي نړیوالې محکمې جوړول د لومي ځل لپاره په ۱۸۷۴ میلادي کال کې د ګوستاو مونیه له خوا، چې د سره صلیب له بنسټ ایښونکو څخه دی مطرح شو » .

دغه آرماني فکر د یوقرن له تیریدو وروسته ، واقعیت ته نږدی شواو د ۲۰۰۲ میلادي کال داپریل په یولسمه چې د ۱۳۸۲ کال د وري له ۲۳ سره سمون لري د نړۍ شپیتو هیوادونو له خوا د نړیوالې جنايي محکمې اساسنانامه لاس لیک کړه.

ددغه کتاب په سرلیک کې راغلي: دغه تړون د ۲۰۰۲ میلادي کال دجولاي په لومړۍ نیټه داجرا وړ شوو او دا په نړیواله کچه د جنایي جرمونو د څیړنې لپاره د یو قضايي نظام تاسیس دی، چې په هغې کې دنسل وژنې او بشریت په وړاندې د جنګي جنایتونو ترټولو بد عاملین محاکمه کیږي.

ددغه کتاب لومړی څپرکی د( محکمه څه کوي؟) سرلیک او ددغې محکمې قانوني اختیاراتو او دهغې د کار حوزې په اړه بحث کړی ، او د مخکینۍ یوګسلاوي او رواندا، له محکمو څخه ېې د نړیوالې محکمې د جوړیدو لپاره ګټوره تجربه بللې او ددغه څپرکي د «الف» په برخه کې دمهمو اطلاعاتو په نو لوستونکو ته ددغې محکمې په اړه مالومات ورکړل شوي. له هغې وروسته د دغې محکمې د پرمختګ په وړاندې له شته ستونزو، لکه د عدالت په پلي کولو سره د سولې ټینګښت په وړاندې دتناقص او تضاد شتون ته اشاره شوې. همداراز په دغه برخه کې د امریکا متحده ایالتو ونډې ته ددغې محکمې په اړه د ( امریکا متحده ایالاتو له خوا ضربو ) ترنامه لاندې اشاره شوې، چې جورج بوش د ۲۰۰۲ میلادي کال دمې په شپږمه نیټه د نړیوالو جنايي جرمونو د محکمې له اساسنامې څخه دامریکا لاسلیک وویست، او دغه کار دښمنانه عمل بلل شوی.

دوهم څپرکی، ( د محکمې ترقانوني اختیاراتو لاندې جنایتونه) نوم لري، چې د نسل وژنې، تیریو، د بشریت په وړاندې جنګي جنایتونو ته اشاره شوې، چې دهغو څیړنه د نړیوالې جنايي محکمې له صلاحیتونو څخه دې.

دکتاب دریم څپرکی، په ځانګړې توګه، پرماشومانو او ښځو واردو شیویو جنایتونو ته اشاره شوې، اوډیره پاملرنه هم دجنایتونو په برخه کې ماشومانو او ښځو ته له ترټولو زیات زیانمونکو ټولنیزو ډلو په توګه یادونه کړې. چې هغه ېې په درې برخو ،نسل وژنه، جنګي جنایات او دبشريت په وړاندې جنایتونو باند ویشلي، چې د دغې محکمې د مهمو او مثبتو کارونو له ډلې څخه د ښځو حقونو موضوع په اړه یادول کیږي.

څلورم څپرکی، په محکمو کې د مشارکت حق او دهغوي د غرامت غوښتنې حق توضیح کوي.

پنځم څپرکی، د شاهدانو او قربانیانو د امنیت ساتلو میکانیزوېې وړاندې کړی.

شپږم څپرکی، د زیانونو جبیره کول، اووم څپره کې، پایلې او وروستی څپره کی د( ضمیمې) په نوم نومول شوي.

دهغو د لا بریا په هیله چې ددغه کتاب په جوړونه کې ونډه اخیستې!