
Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
په دې ګڼه کې
رسنۍ او مدني ټولنه، د دموکراسۍ د فرهنګ په تعمیم کې دوه با ارزښته مسولیتونه
د مدني ټولنو بنسټونه، د سیاسي نظام جوړیدو په برخه کې د وګړو د غوښتنو پیغام وړونکي دي. مدني ټولنې پر دولت د اغیز لرونکې بنسټونه بلل کیږي او د وګړو د غوښتو پر بنسټ عمل وکړي. مدني ټولنې د مشروع دولتونو په چوکاټ کې، چې د بشري حقونو پربنسټ رامنځته شوي وي، جوړیږي. مدني ټولنه په واقعیت کې د دولت د وګړو ترمنځ یو پل دی، چې د ښاریانو لیدلوري تربحث لاندې نیسي. رسنۍ د مدني ټولنې او وګړو ژبه ده. رسنۍ ددغه مثلت ترمنڅ د پیغام وړونکي ونډه په واقعیت بدلوي. رسنۍ دخلکو حکومت په رامنځته کیدو کې د وګړو د اړتیاو ښکارندوېې کوي، د دموکراسۍ رامنځته کول،چې په سیاسي نظام کې د خلکو سترې ونډې په معنی ده، دټاکنو له لوري ترسره کیږي. مدني ټولنه او رسنۍ، وګړو لپاره د دموکراسۍ د فرهنګ رواجونکی او پلې کونکې ده. له رسنیو سره د مدني ټولنې همغږي، د پوهو وګړو د شتون لامل کیږي. مدني ټولنه دنده لري ترڅو دنظام، د رایې ورکونې، سیاسي او ټولنیز مشارکت ونډه د عامه ذهنیت په روښانه کولو کې ولوبوي. دغه سترګار، له رسنیو سره بې له همغږۍ امکان نلري. هغه وخت د عامه ادارې او وګړو ترمنځ سالمه همغږي راپیداکیږي،چې رسنۍ او مدني ټولنه، د عامه پوهاوي لپاره همغږي رامنځته کړي. رسنۍ او مدني ټولنه کولی شي د حقونو، امتیازاتو او مکلفیتونو په اړه د هیواد وګړو ته د پوهاوي په برخه کې مهم رول ولوبوي. پوهاوی ښاریز کیدو لپاره لومړی مهم ګام بلل کیږي. د رسنیو او مدني ټولنې ترمنځ ارګانیکه اړیکه، کولی شي دغه د اهمیت وړ لړۍ لا ګړندۍ کړي. د رسنیو او مدني ټولنې ترمنځ همغږي په ټولنه کې د حساب ورکونې او روڼتیا لامل کیږي. د مدني ټولنې او رسنیو یوه مهمه څآرنیزه دنده، په سیاسي نظام کې د حساب ورکونې او روڼتیا فرهنګ رامنځته کول دي. وګړو ته له خپلو کړنو څخه د نظام حساب ورکونه، د قانون تر چتر لاندې د مدني ټولنې دغه ارزښتمن جوهر تعریفوي. رسنۍ او مدني ټولنه کولی شي د نظام جوهر وګړوته ور وپیژني. د « انګارې » اوسنۍ ګڼه دفرهنګ او دموکراسي په تعمیم کې د رسنیو ونډې ته ځانګړې شوې. په دغې ګڼه کې هڅه شوې ترڅو د هیواد له ځینو مخکښو رسنیو سره، چې په هیواد کې د ټاکنو د فرهنګ په رواجولو کې ارزښتمن کارونه تررسره کړي وستایل شي. په دې ترتیب دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکه غواړي ترڅو د رسنیو پر اغیزمنې ونډې او له مدني ټولنې سره د هغوۍ پرهمغږي ټینګاروکړي او دغې همغږي لپاره مناسب زمینه برابره کړي. د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې غړو ټولنو په ګډو غونډو کې دټاکنو په اړه د رسنیو د اهمیت وړ ونډې ترسره کیدوکې او د رسنیو له خوا د ښکلو او د لیدو وړ له جوړولو څخه مننه او ستاینه وکړه او وړاندیز ېې وګړ ترڅو انګاره چې دافغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې نشراتي ارګان دی خپله ځانګړې ګڼه همدې موضوع ته ځانګړي کړي. |
|