Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په دې ګڼه کې

مدني ټولنه، د پیرزوینې ټولنه

مدني ټولنه، د«پــیرزوینې» ټولنه ده او همداراز نشو کولاي داسې مدني ټولنه پیدا کړو چې په هغې کې پــیرزوینه بنسټیز اهمیت ونلري. پیرزوینه څه ته وايي؟ پیرزوینه یا مدارا یعنې په معموله او معقوله توګه د نورو منل. البته چې پیرزوینه- به د انسان د ژوند د نورو حیاتي ځلاو په شان- کله هم بشپړ تعریف پیدا نکړي. د بیلګې په توګه که څوک خپله معقوله او معموله لاره انسان وژنه بولي، د هغه په وړاندې پیرزوینه بې معنی ده.

پیرزوینه عملي موضوع ده او د ټولنیزو اړیکو په آزمویلو کې، خپل کیفیت څرګندوي. خو د دې موضوع بنسټ د انسانانو کړنو او تیروتنو ته دکتنې له مخې راڅرګندیږي. په بل روایت هغه څوک چې انسان پیژندنه ېې پیرزوینې ته لاره ورکوي، په عمل کې په زیاتې زړورتیا سره مدارا کوي. انسان پیژندنه یعنې د انسان بیلابیلو احوالو پیژندنې په اړه څیړنه: فردي انسان، انسان په ټولنه کې. انسان په تن کې، انسان په فرهنګ کې، انسان په تاریخ کې، انسان په جغرافیا کې، انسان په دین کې، انسان په جګړه او داسې نور. په داشان احوالو کې د انسان پیژندنه د زیاتو اطلاعاتو را غونډولو ته اړتیا لري. هرڅوک چې وغواړي په دې اړه وپوهیږي معلوماتو او اطلاعاتو ته اړتیا پیدا کوي. د اطلاعاتو هرډول ترلاسه کول او کسبول د هرډول انسان پیژندنې بنسټ دی همداراز هغه انسان پیژندنه چې پیرزوینې ته لاره ورکړي هم زیاتو اطلاعاتو ته اړتیا لري. پیرزوینه د بې خبرې په صورت کې معنا نلري او نشي رامنځته کیداي. که څوک یواځې ځان وپيژني او د خپلې نړۍ « او هغو ډولونو او تکثر په اړه چې پکې دي» بې خبره وي، داسې کس نشي کولاي د پیرزوینې له ډلې څخه وي. ځکه چې پیرزوینه یواځې په ټولنیزو اړیکو کې ازمویل کیږي او پیرزوکونکي کسان پوهیږي چې د کثرت په عالم کې ژوند کوي او په دې نړۍ کې بیلابیل باورونه، لیوالتیاوې، غوښتنې، ښه او بد موجود دي. هغه بې خبره ندی؛ او مطلع انسان دی چې د خپلو اطلاعاتو په ارزښت پوهیږي.

خو همدا انسان چې د اطلاعاتو له مرستې پرته نشي کولاي د انساني نړۍ د تکثیر په اړه پوه شي، له دې امله چې یو پیرزومند کس وي، دخپلو اطلاعاتو ارزښت په عمدي توګه نفي کوي. په دې شرحه:

هغه چې خپلو بارونو ته زیات لیواله دی، پوهیږي چې په دې نړۍ کې زیات باورونه، لیوالتیاوې او نور دودونه شتون لري چې د هغه له دیني او فرهنګي معتقداتو سره په ټکر کې دي. له داشان موضوع څخه د هغه خبروالی کیداي شي په هغه کې حد اقل دوه ډوله غبرګون راوپاروي:

لومړ: دا چې هغه پوهیږي د صواب لومړۍ بڼه همدا ده، او دخپل ژوند د لارې په توګه ېې غوره کړې، نو ټولې نورې لارې او دودونه چې د هغه له باورونو سره په ټکر کې دي باطل بولي او د هغو باورونو کسان بیلاري شوي بولي.

دوهم: په نړۍ کې د مکثرو دودونو، لارو او باورونو په اړه د ترلاسه شویو اطلاعاتو له مخې، د نفي کونکو قضاوتونو په لور لاره نه جوړوي، د قضاوت پرمهال، تم کیږي او له قضاوته لاس اخلي. یعنې په هغه وخت کې چې پر خپلو اطلاعاتو په تکیه کولو د نورو عقایدو او باورونو په اړه د نفي او ابطال پریکړه وکړي، تم کیږي او له نفي قضاوت کولو څخه په لاس اخیستو، پر خپلو اطلاعاتو سترګۍ پټوي او د قضاوت ارزښت په قصدي توګه نفي کوي. دا کار یعنې نور په معقوله او معموله توګه منل دي. هرکله چې داشان کس له کټمټ داسو اطلاعاتو سره مخ کیږي، نو په بیړې ورته قطعي کیږي چې دی دنورو په څیر په خطا لاره تللی، نو باید بې له ځنده د خپل ژوند لیوالتیاوې، ډولونه او باورونه باطل اعلان کړي او هغو ته د بد کتو په لور سترګې پرانیزي او په سپکاوي ېې لاس پورې کړي.

نشي کیداي چې د یو هیواد د خلکو د ژوندانه بیلابیلو متکثرو بنسټونو څخه سترګې پټې کړو او په هماغه حال کې د مدني ټولنې سودا هم له ځانه سره ولرو. پیرزوینه یعنې د دې موضوع منل، که په یوې ټولنه کې دخلکو د ژوندانه باورونه، سلیقې او ډولونه، له یوبل سره، یو ډول او همغږي نه وي، عیب او نقص ندی او باید له داشان وضعې څخه اندیښمن نشي او د یوې حل لارې پیداکیدو په لټه کې شي.

تر اوسه په افغانستان کې، مدني ټولنه نده څرګنده شوې له همدې امله آن کله چې د پیرزوینې بیلګې وینو. نو واقعيي ځغم نشو تجربه کولای. د خپل قلمرو له مذهب څخه یو مثال ورکړم:

زموږ په هیواد کې (د پیروانو د شمیر زیاتوالي) له مخې دوه مذهبه تسنن او تشیع موجودي دي. ددغو دوه مذهبونو پیروان په بشپړه توګه یوبل ځغمي او له یوبل څخه د( اهل تشیع ورونو او اهل تسنن ورونو) په نومونو یادوي. د دې نسبي پیرزوینې او ځغم بنسټ څه دی؟ ځواب روښانه دی: د دې کار بنسټ د اشتراکاتو رابرسیره کول او له اختلافاتو سترګۍ پتول دي. له دې لارې څخه کار اخیستل زیات پلویان لري او د دې کار ښې ګڼې د خیر خوا او مصلحت غوښتونکو کسانو د لیکنو له لارې زیات تبلیغ شوي دي. وايي سنیان او شعیان دواړه مسلمانان دي؛ دواړه داسلام په پیغمبر، قران کریم او قیامت باور لري او اختلافات ېې په فرعي چارو کې دي. اوس نو سالم عقل دا وايي کله چې دوه انسانان د دین په بنسټونو او اوصولو کې سره همغږي وي، نور نو دا معنا نلري چې د فروعاتو پرسره سخړه وکړي، دا تګلاره په ظاهره منطقي ده، خو د یوې مدني ټولنې وارمخکې پیرزو شویو فرضونو سره بیګانه ده. ځکه چې په دې تګلاره کې لومړی د سنیانو او شعیه ګانو اطلاعات، په دوه برخو ویشل کیږي:

لومړی – بنسټیز او کارنده اطلاعات
دوهم – فرعي او دوهمه درجه معلومات

او هغه مهال دواړه لوري په خپل وار سره پر دې ډاډه کیږي چې د بنسټیزو او کارنده اطلاعاتو (یعنې پرخداي، پیغمبر او قرآنکریم او معاد) په اړه دواړه لوري کومه ستونزه نلري، د دواړو لوریو فرعي او دوهمه درجه اطلاعات له هغومسایلو څخه پرده پورته کوي چې بنسټیز اهمیت نلري او کیداي شي د لږ زیار په ویستو پرهغې سترګې پټې کړو. خو مدني پیرزوینه هغه مهال څرګنده کیږي چې موړ د بنسټیزو او لومړی درجه اطلاعاتو پرمنځپانکې سره ښکیل شو. د بیلګې په توګه یو سني او یا شیعه له ځان سره ووايي:

«زه پوهیږم چې فلانی شیعه یا سني، فلاني اعتقادات لري او پوهیږم چې هغه اعتقادات زما له باورونو سره سمون نخوري. آن فکر کوم چې هغه په بشپړه توګه په غلطې لارې روان دی. له دې ټولو سره سره ، پریږدم چې هغه د خپلې ذهني او عیني نړۍ په برخه کې هماغه شان چې دی په معموله توګه پاتې شي او د خپلې عقیدې په ټولګه کې د ځان د خلاصون لاره پیدا کړي.».

د پیرزوینې پیل د اختلافونو د لیرې کولو او پر وحدت د کثرت د بدلولو ټکی ندی. پیرزوینه په خوښۍ سره د اختلافاتو او تکثر له منلو څخه پیلیږي. په پیرزوینې کې د نورو د باورونو او معمولو طریقو د ردولو او باطلولو پرځاي، د خپلو اطلاعاتو د اقتدار له نفي کولو څخه کار اخلي. وایو: «پوهیږم، خو خپل پوهاوي له وزن څخه دورمه راکموم ، چې ته به وايې هیڅ نه پوهیږم».

د « موسا او شپون » په مشهوره کیسه کې- د مولوي د روایت له مخې کله چې به پوهیده شپون د خداي په اړه په ذهن کې ناسم انځور لري او هغه انځور په بې ادبانه ژبه وړاندې کوي، نو هغه به ېې ډاروه. او وايي:

گند ِ کفر تو جهان را گنده کرد
کفر تو دیبای دین را ژنده کرد
گر نبندی زین سخن تو حلق را
آتشی آید بسوزد خلق را

او شپون له خپلې کړنې په پښیمانۍ سره وايي:

گفت: ای موسا دهانم دوختی
وز پشیمانی تو جانم سوختی

آنگاه:

وحی آمد سوی موسا از خدا
بندۀ ما را ز ما کردی جدا
تو برای وصل کردن آمدی؟
یا برای فصل کردن آمدی؟

د موسا او شپون ترمنځ په خبرو کې د اطلاعاتو راکړه ورکړه کیږي. موسا د خداي اړه معلومات لري، خو کله چې دخداي په اړه د شپون له معلوماتو خبریږي نو هڅه کوي، د هغه معلومات د خپلو معلوماتو په شان کړي؛ ځکه چې خپل معلومات او پوهاوی ډیر جدي نیسي او هغه مصالحه نه منونکي بولي.

البته چې دا ریښتینې کیسه نده. یعنې له پیرزوینې څخه دفاع ده نه له خداي تعالی څخه. که په بل ډول ېې ووايو، مولوي دا کیسه ځکه لیکلې ترڅو د پیرزوینې په اړه خپل نظر څرګند کړي.

د یوې مدني ټولنې بنسټ ایښودو لپاره زموږ د هریو لیوالتیا کولی شو له دې سره پرتله کړو چې هریو څومره پر پیرزوینې باور لرو. او په عمل کې ېې تمرین کوو. څومره تیاری لرو چې خپل اطلاعات پراخ کړو او هغه مهال د خپلو اطلاعاتو ستره برخه د پیرزوینې په خاطر قرباني کړو.