Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 















 

 

د کورني تاوتریخوالي د قربانیانو د تیر ژوند
(مستند) بیان

د خپرونې چلونکې: فریحه خرسند

په هرات ولایت کې دولتي چارواکي ادعا کوي، چې په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوی ده؛ د «راه نو» راډیويي خپرنه غواړي ترڅو په مستنده توګه وښيي، چې ددې ادعا په کولو سره سره اوس هم په هرات ولایت کې کورنی تاوتریخوالی موجود دی او ښځې ځوروي.

په دې خپرونه کې درې ښځې چې په نیغه توګه له کورني تاوتریخوالي سره مخ شوې وي، د خپل تیر ژوند کیسه کوي او د دیني چارو کارپوه ښاغلي کبیر احمد صالحي، دا قضيي څیړي او د هغې دیني لاملونه په ګوته کوي، او د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ ریسه میرمن ماریا بشیر د هغو شمیرو په اړه چې د کورني تاوتریخوالي له امله دهرات ولایت په څارنوالۍ کې ثبت شوي معلومات ورکوي.

د کورني تاوتریخوالي په اړه د «راه نو» راډیويي خپرونه

د افغانستان د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په هرات ولایت کې د «کورني تاوتریخوالي د کچې را کموالي » په نوم د ستر سمپوزیم له جوړولو وروسته د «کورني تاوتریخوالي، د هغې لاملونه او له هغې سره د مقابلې تګلارې » په نوم د یو کتاب د خپرولو اقدام وکړ، چې دواړه ځله د هرات ولایت روڼ آندو، کارپوهانو، استادانو او محصلینو لخوا دا اقدام وستایل شو. له هغې وروسته د افغانستان دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې، د کورني تاوتریخوالي په اړه ستر بحثونه او ورکشاپونه جوړ کړل، او دادی اوس هوډ لري، چې د کورني تاوتریخوالي د مفاهیمو په برخه کې د«راه نو» راډیويي خپرونې له لارې په هرات ولایت کې خپرونې جوړی او خپرې کړي.

د «راه نو» خپرونو لړۍ د راډیو «مژده» له لارې چې په هرات ولایت کې ډیر اوریدونکي لري او له مطرحو راډیو ګانو څخه ده، په موقته توګه خپریږي، او په دې خپرونه کې له تاوتریخوالي د مخنیوي بحث، ددې برخې له کارپوهانو سره مطرح کوي. دا خپرونې هڅه کوي، ترڅو د تاوتریخوالي بیلابیل اړخونه وڅیړي او د عامه پوهاوي په موخه خلکو ته لازم اطلاعات په واک کې ورکړي.