Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

24:05:2010

اوولسمه خپرونه:

په افغانستان کې د بشر غوښتونکو حقونو د مدافعانو خالي ځاي

څیړونکی ملک ستیز: د نړیوالو چارو شنونکی

دخپروني مجري: حشمت الله رادفر

د بشر غوښتونکوحقونو له رامنځته کیدو مخکې، د نړۍ سترو ټولنو او شخصیتونو د بشري حقونو او له خلکو څخه د دفاع په برخه کې چې د جګړو او طبعيي پیښو تر فشار لاندې وو ښه ونډه لرلې وه. خو دغه ونډه د حقوقي چوکاټ له نشتوالي رنځیږي. وروسته له هغه چې د بشر دوستانه حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې با اهمیته کنوانسیونونه چې د « ژینوا څلور ګونې کنوانسیونونو » په نوم یادیږي د نړیوالې تولنې له خوا تصویب شو، ددغو کنوانسیونونو له مخې ډیرې ټولنې رامنځته شوې او په ملي او نړیوالو کچو فعالیت کړې. ددې تر څنګ چې دغو ټولنو ستر فعالیتونه ترسره کړي، د بشري حقونو فعال مدافعان ېې هم رامنځته کړي او د بشر دوستانه حقونو په برخه کې با ارزښته کارونه کړي.

د بشر دوستانه حقونو مدافعان هڅه کوي ترڅو د مدني ټولنو، دولتي ادارو او روڼ آندو په همغږي کولو سره د دولت او نړیوالې ټولنې پام د بشر غوښتونکو حقونو ته راجلب کړي. نن په نړۍ کې د بشر غوښتونکو حقونو یو زیات شمیر فعالان او مدافعان فعالیت لري.

افغانستان په نړۍ کې له هغو هیوادونوڅخه دی چې د بشرغوښتونکو حقونو په اړه د ګټورو پروګرامونو له کموالي څخه رنځیږي. د نړیوالو او ملي ټولنو شمیرې روښانه کوي چې دا هیواد هرکال خپل په سلګونو بیګناه وګړي د بشر غوښتونکو حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونو د نشتوالي له امله له لاسه ورکوي. خو ددغو سترو ستونزو سره سره په خواشینۍ سره باید ووایو چې تر اوسه فعال سیاسي ، ټولنیزو، اقتصادي او فرهنګي ټولنې او شخصیتونه ندي توانیدلي د بشر دوستانه حقونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه پلي کړي.

دا با اهمیته ارزښتونه زموږ ددې خپرونوې د بحث وړ موضوع ده. په دې خپرونه کې موږ له کارپوهانو او شنونکو څخه چې ددې موضوع کموالي لپاره څه عوامل شتون لري؟ څه باید وشي ترڅو دغه کموالي رفع کړو پوښتلي؟

خو لومړی دخپرونې محترم میلمانه در پیژنو:

- د افغانستان د دموکراسۍ او آزادۍ نهضت ریس جاوید کوهستاني.

- د افغانستان د تعاون مرکز د خپرونو مسول سید عبدالله احمدي.

- دافغانستان یو پیژندل شوې سینماګر او د افغان فلم ریس، انجینیر لطیف.

د افغانستان پر وضعیت څیړنه

لومړی پړاو:

•  آیا په افغانستان کې د بشر عوښتونکو حقونو د عامولو په اړه د پلي کیدو کارونه ترسره شوي؟ که داشان کار ترسره شوی وي.‎، باید هغه روښانه کړو چا دا کارونه کړي او څخه پایلې ېې لرلي دي. ځواب باید روښانه وي چې چې څه ډول؟ او چیرته؟

•  په هیواد کې دبشر دوستانه حقونو د کموالي لامل په اړه څه دلایل ویني؟

•  په افغانستان کې د بشرغوښتونکو حقونو فعالانو ونډه څه دول ارزوۍ؟

دوهم پړاو:

•  آیا په افغانستان کې داسې سیاسي ګوند شتون لري چې بشردوستانه پروګرامونه ېې د خپلو ستراتیژیکو تګلارو او کارونو په لړکې شمیرلي وي؟

•  ددغه فرهنګ په عامولو کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو فعالانو ونډه څه ډول ارزوۍ؟

•  آیا په هیواد کې فرهنګي او ټولنیزې څیري راټوکیدلي ترڅو له خپل شهرت څخه په ګټې اخیستو د بشر غوښتونکو حقونو ارزښتونه پلي کړي؟

•  د بشرغوښتونکو حقونو په اړه د مدني ټولنې له خوا د بحثونو په جوړلو سره او د بشرغوښتونکو حقونو مدافعانو رامنځته کیدل څه ډول ارزوۍ؟

د بحث له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وشوه ترڅو په دې اړه خپل نظرونه وړاندې کړي.

- څه ډول کولی شو د بشرغوښتونکو حقونو مدافعانو او د هغوۍ کورنیو ته ، داسي فضا رامنځته کړو ترڅو هغوي فعال شي؟

د پوښتنو دریم پړاو، پایلې او وړاندیزونه:

د خپرونې په پاي کې هر قدرمن میلمه ته دوه دقیقې وخت ورکړل شو ترڅو بحث جمعبندي کړي:

" ژوره کتنه "

د بشري حقونو په اړه دارزښتي فرهنګونو په تړاو دڅیړنیزو بحثونو دپروګرامونو له لړڅخه