
Copyright 2007-2011
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
|
10.01.2011
"د ملګرو ملتونو سازمان د ترهګروتور لیست لنډ کړ" څیړونکی ملک ستیز: د نړیوالو چارو شنونکی دخپروني مجري: حشمت الله رادفر
څه موده وړاندې دملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې د ترهګرو تورلیست ېې لنډ کړ. دا پریکړه دامریکامتحده ایالاتونو، بریټانیا او افغانستان حکومتونو له هڅو وروسته وشوه. په هغه پیغام کې چې په دې اړه خپور شو راغلي چې د ملګرو ملتونو سازمان دا پریکړه د امنیت، سولې او مناسبې فضا رامنځته کیدو په موخه کړی ده. د ملګرو ملتونو سازمان د خپل منشور له مخې، یو نړیواله ټولنه ده چې انساني ارزښتونو ته د احترام پربنسټ او بشري او بشر دوستانه حقونو ته په پام سره رامنځته شوی. له همدې مخې د دې ادارې ټولو ارګانونو بشري او بشر دوستانه حقونو ارزښتونه د خپلو ادارو د اوږمهالو ستراتیژیو په توګه جوړ کړي. د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي شورا په اجرایوي لایحه کې چې د دې سازمان یو له ترټولو مهمه ټولنه ده راغلي چې د ملګروملتونو سازمان هیڅ پروګرام نشي کولی چې بشري او بشر دوستانه حقونوته له احترام پرته رامنځته شي. له همدې امله دې سازمان د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو شوراي او په سلګونو نورې دایمي او غیر دایمي کمیټې جوړی کړې ترڅو پربشري او بشردوستانه حقونو څارنه وکړي. خو د ملګرو ملتونو سازمان لخوا له تورلیست څخه د ځینو کسانو نومونو لیرې کول چې د نړیوالو حقونو او اړیکو په بندیزونو کې شامل وو، د یوشمیر حقوق پوهانو او سیاستوالو له سخت غبرګون سره مخ شول. لویدیځو رسنیو هم دا پریکړه « ډیره سیاسي » بللې ده.ډیلي تیلګراف ورځپاڼې د یو بریټانیايي حقوق پوه له قوله لیکلي: « که څه هم چې دا پریکړه کولی شي د نړیوالې ټولنې پام ځانته واړوي، خو په هیڅ ډول دا کار د دې سازمان له منشور سره سمون ندی » . خو په کابل کې څه تیریږي؟ د نظر خاوندان په دې اړه څه نظر لري؟ په افغانستان کې د بشري او بشر دوستانه حقونو فعالان څه نظر لري؟ او دا پریکړه به په افغانستان کې پر بشر دوستانه حقونو څه اغیزه وکړي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د ژورې کتنې په دري ویشتمې خپرونه کې تربحث لاندې نیول کیږي. د خپرونې میلمانه: - منتقد او ورځپاڼه لیکونکی، قسیم اخګر - د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون حقوقي سلاکار، ومحسن فرید - په کابل کې د یونما یو ویاند نظیف الله سالارزی د ملګرو ملتونو د سازمان کړنې د پوښتنو لومړی پړاو، د رسنیو په ادبیاتو کې د بشر دوستانه حقونو کلمه: - لومړی پوښتنه له ښاغلی سالارزي څخه مطرح کیږي. د ملګرو ملتونو سازمان له نظره د بشري حقونو سرغړونکو او جنګي جنایت کارانو څخه تعریف څه دی؟
- ښاغلی فرید! په دې اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون موقف څه دی؟ دوهم پړاو د ملګرو ملتونو سازمان پر پریکړو نیوکه: ښاغلی اخګر! - آیا تاسو د ملګرو ملتونو سازمان د وروستیو پریکړ په اړه نیوکی سره موافق یاستئ؟ که تاسو موافق یاست نو په کومو دلایلو کولی شو ادعا وکړو چې دملګرو ملتونو سازمان دا پریکړه نړیوال عدالت ته زیان رسوي؟
آیا د ملګرو ملتونو سازمان دا پریکړه یو سیاسي پریکړه ده چې پر نړۍ دحاکمو هیوادونو د فشار له مخې شوې؟ تاسو ددې نیوکې په اړه څه ځواب لرئ؟ د بحث له ټولو ګډونوال څخه وغوښتل شول ترڅو په دې اړه خپل نظر وړاندې کړي. - آیا د ملګرو ملتونوسازمان دا پریکړه به په هیواد کې د بشردوستانه حقونو پر ترویج کومه اغیزه وکړي؟ د پوښتنو دریم پړاو پایلې او وړاندیزونه: په پاي کې هر محترم میلمه ته درې دقیقې وخت ورکړل شو ترڅو بحث جمع بندي کړي: |
" ژوره کتنه "
د بشري حقونو په اړه دارزښتي فرهنګونو په تړاو دڅیړنیزو بحثونو دپروګرامونو له لړڅخه