Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

03:12:2009

اتمه خپرونه:

ګوانتانامو، بګرام،ابوغریب او نور داسې نومونه

د نړیوالو چارو څیړونکي ملک ستیز څیړنه

دخپروني مجري: حشمت الله رادفر

په تیره خپرونه کې مو د دولتي چارواکو پرمسولیت منلو، دژینوا د څلورګونوکنوانسیونو په چوکاټ کې د نړیوالو بشري حقونو په اړه له څیړونکو او تحلیل ګرانو سره ترڅیړنې لاندې ونیول شو. په اوسنۍ خپرونه کې هغه پایلې ترڅیړنې لاندې نیسو چې د نړیوالو بشري او بشردوستانه حقونو په برخه کې د سترو بحثونو لامل شوي. ګوانتانامو، بګرام ، ابوغریب او دیته ورته نور نومونه څه ډول رامنځته شول؟ ګوانتانامو هغه زندان دی چې د امریکایانو له لوري د کیوبا په وچه کې جوړ شوی دی. ګوانتانامو د بشري حقونو له نظره لیرې رامنځته شوی. دبوش سیاست ، ګوانتانامو دبشري حقونو پرمخ یو تړلی دروازه بللې. او د بشر دوستۍ ټولنو هم دغه ځاي ته لار پیدا نشوه کړاي. امریکا ګوانتانامو،بګرام اوابو غریب دخپل ملي حقوقي نظام په چوکاټ کې مطرح کړي دي چې په نړیواله کچه د سترو بحثونو لامل هم شوي. د امریکا متحده یالات، د جنګي جنایاتو د نړیوالې محاکمې له تړون سره نده یوځآي شوی او د ،،روم، ټړون چې دبشریت پرضد دجنایتونو په محاکمې کې دنړیوالې همغږۍ په اړه دې ندې لاسلیک کړی. دغه اصل ددې لامل شوی ترڅو امریکا د بشري حقونو نړیوالو ټونونو په اړه څه ډول چلند کوي؟ دغه پوښتنه د تروریزم په وړاندې له امریکا سره د مرسته کونکو او همکاره دولتونو پرمبارزې هم اهمیت لري.په اوسنۍ خپرونه کې دغه بحث په افغانستان کې او دهغې پراغیزو خبرې کوو. د امریکايي زندانونو تړې دروازې دد لامل شوي چې امریکایي پوځیان د زندانیانوپه وړاندې په غیر انساني عملونو او شکنجې لاس پوري کړي. هغه تصویرونه چې نړیوالو رسنیو ته په مخفیانه توګه رسیدلي، د نړې وجدان ته ېې ټکان ورکړې. دغه تصویرونه ښه ېې چې څه دول منل شوي نړیوال اصول د مدني ټولنې صلاحیت لرونکو ټولنو له لوري ترپښولاندې کیږي. دملګرو ملتونو سازمان له لوري د نړیولو بشري ، او سیاسي حقونو کنوانسیون دغه راځ کړنې په جدي توګه نه مني او هغه ردوي.

خو لومړی محترم میلمانه معرفي کوو:

- دافغانستان دمشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون ریس محمد علم ایزدیار

- په پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد نجیب محمود

له سیاسي جغرافیا بهر د زندانونو پلانونه

د پوښتنو لومړی پړاو، دمسلې څرنګوالی:

- مهه پوښتنه داده چې ولې امریکا دګوانتانامو زندان جوړکړ؟

دغه پوښتنه دکابل پوهنتون له استاد ښاغلي نجیب محمود څخه پوښتل شوی.

- د سپتامبر له یولسمې پیښو وروسته، د ګوانتانامود زندان جوړیدو په اړه نړیوال غبرګون څه وه؟

ښاغلی ایزدیار:

- ولې امریکا حقوقي ټولنو ته د ګوانتانامو او بګرام زندنیانو لاس رسی محدود کړی؟

ښاغلی محمود:

- مسوولیت این تخطی ها را که به عهده دارد؟ هغو وګړو سره چې له فزیکي او روحي پلوه ځیان ویني څه ډول چلند کیږي؟ ددغو سرغړونو مسولیت څوک په غاړه لري؟

دوهم پړاو، د هیواد اوسنی وضعیت:

ښاغلی ایزدیار:

- یوشمیر افغان زندانیان هم دغو زندانونو ته لیږول شوي، په دې اړه د افغانستان دولت غبرګون څه وو؟

ښاغلی محمد:

- په بګرام کې د زندان جوړیدلو څه تعبیر له ځانه سرلاره؟ آیا دولت د دوهم دولت د قوانینو په چوکاټ کې زندان جوړ کړي؟

- ستاسو په باور نړیوال قوانین ترکومه حده د سیاسي پروګرامونو تر اغیزې لاندې راغلي، که داسې وي نو په نړیواله کچه به د قانون د حاکمیت سرنوشت به څه وي؟ په داسې حال کې چې د قانون حاکمیت د نړیوالې ټولنې له لوري ترپښولاندې کیږي، دافغانستان په ټولنه کې څه ډول دهغې د پلې کیدو هیله ولرو. دغه پوښتنه د خپرونې له دواړو میلمنو څخه پوښتل شوی.

دبحث له دواړو ګډون کونکو څخه وغوښتل شول ترڅوپه دې اړه نظر وړاندې کړي.

-په افغانستان او عراق کې د امریکایانو په زندانونو کې دشکنجې او غیر انساني چلند ددې لامل شوی ترڅو ددغو هیوادونو وګړي په افغانستان کې کې د نړیوالې ټولنې پر ونډې ولري. پوښتنه داده چې حقوقي فضا ته د نه لاس رسي په صورت کې به امریکا ته نږي دولتونو ته زیان رسوي.

دریم پړاو، د نتیجه ګیرۍ او طرحو پوښتنې:

وروسته له هغه چې د میلمنو د آشنايي لپاره پرموضوع مو له سره کتنه وکړه او له کلمو سره آشنا شو هغوي ته درې دقیقې وخت ورکړ شو ترڅو د بحث نتیجه ګیري وګړي او د موضوع د اهمیت په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړي:

" ژوره کتنه "

د بشري حقونو په اړه دارزښتي فرهنګونو په تړاو دڅیړنیزو بحثونو دپروګرامونو له لړڅخه